1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانستان د اوسپني کان داوطلبۍ ته وړاندي کوی

افغانستان تصميم نيولی چي د روان ميلادي کال د سپټمبر په مياشت کي د حاجي ګک د اوسپني د کان پر سر داوطلبي پيل کړي.

د حاجي ګک کان چي په آسيا کي د ډيرو سترو زېرمو څخه گڼل کيږي په باميان ولايت کي پروت دی.

د حاجي ګک کان چي په آسيا کي د ډيرو سترو زېرمو څخه گڼل کيږي په باميان ولايت کي پروت دی.

په لندن کي د افغانستان د کانو او صنايعو وزير، وحيدالله شهراني ويلي دي ددې کال تر پايه او د راتلونکي ميلادي کال په پيل کي به د خپلو نورو کانونو لکه،سره زره او مسو د استخراج دپاره هم داوطلبي وکړي.

شهراني ويلي دي چي دا چي افغانستان د طالب اورپکو د بغاوت سره لاس او ګريوان دی، نو د دغو کاونو د امنيت ساتلو دپاره بايد ځانکړي امنيتي ټولګي په پام کي ونيول سي.

د حاجي ګک کان چي په آسيا کي د ډيرو سترو زېرمو څخه گڼل کيږي په باميان ولايت کي پروت دی.

د افغانستان د کانو او صنايعو وزير برتانيې ته تللی ترڅو د خپل هيواد د نوو پيدا سوو کانونو دپاره د پانګه والو په لټه کي سي.

د هغه په خبره د اوسپني،مسو، سرو زرو او ليتوم د نووموندل سوو زيرمو ارزښت ديوه څخه تر درو زرو ملياردو ډالرو پوري رسيږي.

د متحده ايالاتو جيولوجيستانو چي د دغو کانونو اعلان يي دوې اونۍ د مخه وکړی ويلي دي چي، دا طبيعي زيرمي کابو زر مليارد ډالر ارزښت لري.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل