1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

افغانستان د اوبو له کمښت سره مخامخ دی

د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزارت مرستيال شجاع الدين ضيايي ويلي دي، چي که چيري هيواد پر خپلو پښو درېدل غواړي نو د بهرنيو هيوادونو څخه دي ګټوري اوبه راوګرځي...

د افغانستان په شرق او غرب کي ګاونډيو هيوادونو ته اوبه بې بهيږي

د افغانستان په شرق او غرب کي ګاونډيو هيوادونو ته اوبه بې بهيږي

ضيايي په دې وروستيو کي د رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چي په 30 کالونو کي به زموږ د وگړو شمېر دوه چنده کيږي او له هغه سره اوبو، خوړو او برېښنا ته ضرورت سته.د ده له قوله د گاونډو هم ورته حالت دئ.

غرنی او په وچه کې راگير افغانستان له خپلو مرکزي او جنوبي آسيايي گاونډو سره، د خپلو اوبو پر سر تل لانجه درلوده، د هغه ځای له غرونو څخه سرچينه اخلي او د کروندو زياته برخه اوبوي. هر کال له واورې او باران څخه د لاس ته ورغلو اوبو دوه پر دريه برخه ورڅخه ضايع کيږي.

د خپل جغرافيايي جوړښت له مخې، له پېړيو پېړيو راهيسې د افغانستان زياتره برخه اوبه د شمال په لوري مرکزي آسيا، په ختيز پاکستان ته او له لويديزې لارې ايران ته ځي. پاکستان او ايران تېرو لسيزو کې په ملياردو ډالر لگولي تر څو اوبه ځېرمه، په کرهڼه او برېښنا کې کار ترې واخلي. افغانستان د دريو لسيزو جگړو له کبله په ورته کار باندې قادر نه دئ.

په باميان کي د امير بند

په باميان کي د امير بند

ضيايي وايي، افغانستان کې هر کال له واورې او اوبو څخه 57 مليارده مکعب متره اوبه لاس ته راځي. خو له بده مرغه د دې اوبو هسې په سلو کې 30 تر 35 برخو پورې افغانستان کې لگول کيږي پاتې ټولې بهرنيو ملکونو ته ځي.

د اوبو له لاسه ورکونه په دې معنی، چې د افغانستان له قريب 28 مليونه وگړو څخه يواځې په سلو کې 25 يا څلورمه برخه پاکې اوبه په لاس وروړي. افغانستان د خپلې اړتيا له 23000 ميگاواټ برېښنا څخه هسې په سلو کې يوه برخه خپله توليدوي، همدا شان د غنمو او نورو غلو د پاره ډېرې لږ اوبه لري.

په 2002 ميلادي کال کې افغانستان 1,5 مليارده هکټاره ځمکه اوبه کوله او له هغه راهيسې 300000 هکتاره نوره پرې ورزياته شوې. په 1979 ميلادي کال کې کله چې افغانستان جگړه ونښته، نو له دې اندازې څخه تر نيمايي کمه ځمکه خړوبېدله.

کندهار د دهلې بند

کندهار د دهلې بند

د تينک تانک په نامه يوې ټولنې د تېرکال خپل رپوټ کې يادون کړی، چې د افغانستان او گاونډو تر کت د اوبو په برخه کې د شريک کار نشتوالي، د سيمې پراختيا او امنيت ته لوی خطر جوړ کړی.

د طالبانو له تگ يعنی 2001 ميلادي کال راپديخوا، د ضيايي د څرگندونو له مخې، افغانستان کې د برېښنا او ځېرمې بندونو د جوړولو په برخه کې زياته سروې شوېده. دې سروې کالونه دوام کړی او اوس نږدې ختمه ده، مگر عملي کولو ته يې بې وزله افغانستان 11 ملياردو ډالرو ته ضرورت لري.

کابل سږ کال په نظر کې لري د 110 مليونو ډالرو په لگښت سره څلور واړه بندونه جوړ کړي، د کومو کار به چې د ضيايي له قوله ډېر ژر پيل کيږي.

AG/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل