1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

افغانستان تر بون کنفرانس يوولس کاله وروسته

د بون کنفرانس يوولس کاله تيريږي. د دغه کنفرانس هدف د افغانستان د راتلونکي بنسټ ايښوول ول. د دغه کنفرانس يوه مهم هدف د افغان امنيتي ځواکونو روزنه وه. خو کارپوهان وايي چي دغه روزنه له نيمگړتياوو سره مل وه.

دويچه ويله په دې اړه په برلين کي د پوهي او سياست د بنسټ داکتر ميشايل پاول سره ځانگړې مرکه کړې چي پښتو لنډيز يې تاسو ته وړاندي کوو.

دويچه ويله: د پېترسبېرگ کنفرانس يوه موخه په افغانستان کي امنيت ټينگول ول. فکر کوی چي دغه مقصد ته رسېدلي دي؟

پاول: د افغانستان اوسنی حالت که له ۲۰۰۹ کال سره پرتله کړو، نو اوس وضعيت خراب دی. دلته دا پوښتنه هم مطرح ده چي آيا له پلان سره سم به افغان اميتي ځواک ته د خپل هيواد د امنيت ساتلو دنده وسپارل سي که څنگه؟ دا په دې پوري تړلې ده چي په دغه هيواد کي وضعيت څه ډول دی او په دې پوري هم اړه لري چي د افغان امنيتي ځواکونو روزنه څه ډول ده. له پلان سره سم بايد د پوليسو او عسکرو شمېر۳۵۲۰۰۰ تنو ته لوړ سي او هغه په داسي ډول چي روزنه يې باکفيايته وي.

دويچه ويله: ويل کیږي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به يوازي هغه سرتيري په افغانستان کي پاته سي، چي افغان ځواکونه روزي. خو تاسي واياست چي افغان امنيتي ځواک د خپل هيواد څخه د دفاع جوگه نه دی؟

پاول: د افغان امنيتي ځواکونو د روزني شاليد له ستونزو سره مل وو او له سره پکښې نيمگړتياوي موجودي وې. په لومړي سر کي هڅه دا وه چي يوې مرستندويي پوځي توپچي ډلي ته ورته يوه ډله جوړه سي، ځکه نو په روزنه کي يې لږ پانگونه کېدله او روزنه يې هم باکفايته نه وه. زما په فکر پر دې سبېره به افغان امنيتي ځواکونه په ۲۰۱۴ مېلادي کال کي نه بلکي په ۲۰۱۷ مېلادي کال د دې جوگه وي چي د خپل هيواد د امنيت ساتل پر غاړه واخلي.

دويچه ويله: افغانان د ځايي پوليسو د بې کفايتي روزني او د هغوی له بې سوادۍ څخه سر ټکوي. دغه ستونزه څرنگه حل کېدلای سي؟

پاول: په افغانستان کي د اداري فساد تر څنگ بې سوادي يوه بله لويه ستونزه ده. ويل کيږي چي په سلو کي صرف ۱۸ عسکر ليک او لوست کولای سي. دلته هم دغي ستونزي ته ډېر ناوخته پام وسو. لکه څرنگه چي عسکر بايد د مغلقه وسلو او سيستمونو سره ځان عيار کړي نو ليک او لوست ورته ډېر مهم دی. د يوه خپلواک ځواک جوړېدل په لیک او لوست پوري هم اړه لري. دا چي اوس امنيتي وضعه کړکېچنه ده، نو دغه ستونزه يې لا جدي کړې ده.

دويچه ويله: د دوست دښمن بريدونو په خاطر د افغان امنيتي ځواک او بهرنيو سرتيرو ترمنځ اعتبار هم زيانمن سوی دی. آيا دغه اعتبار بېرته لاس ته راتلای سي؟

پاول: مشکله ده! بيا که څوک دې ته پاملرنه وکړي چي پر اړخونو فشار زيات دی چي تر ۲۰۱۴کال پوري داسي افغان ځواک وروزل سي چي د امنيت ساتنې دنده پخپله پر غاړه واخيستلای سي. که څوک فکر وکړي چي د لوېديځ پوځي برخورد د افغانستان د خوش اخلاقۍ سره سمون نه خوري، نو بيا ورته د دغه ډول لانجو امکان په ذهن کي راځي. له بله اړخه چي د افغان امنيتي ځواکونو روزنه په هر څومره کفايت سره هم تر سره سي، د افغان ځواکونو اندېښنې له منځه نه سي وړلای. له بله اړخه کله چي اعتبار يو واري زيان وويني، نو بيا په ډېر مشکله سره پکښي ښه والی راتلای سي.

مرکه کونکې/ وصلت/ اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زیارمل