1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانستان : آيا سوله په پيسو رانيول کيدلای سي

د خطر زنګونه، چاودني او د مرميو ږغونه، د کابل کوڅو او سړکونو د جنګ انځورونه وړاندي کول . سږکال څو ځلي طالبانو د کابل پر هغو سيمو چي د حکومتي ادارو دفترونو پکښي قرار لاره، بريدونو وکړل

default

او په ساعتونو ساعتونو د امنيتي چارواکو سره وجنګيدل.

د ناټو د اټکلونو د مخه په ټول افغانستان کي د طالبانو کابو 25000 جنګيالي موجود دي . د افغانستان ولسمشر کرزی غواړي چي، د جنګ څخه د لاس اخيستو د يوه نوي پلان له لاري، په زرهاو دا جنګيالي دې ته وهڅوي چي وسله کښيږدي او د طالبانو او القاعدې سره همکاري پريږدي . حامد کرزي په دې برخه کي د ناټود غړو هيوادونو د مرستي څخه برخه من دی .

د المان د بهرنيو چارو وزير ګيډو ويسټرويله په دې اړه وايي:

« مونږ يوې سوله ايزه ټولني ته د هغو طالبانو لپاره چي مرور دي، يو پل جوړول غواړو . دا پروګرام د هغو سخت دريزو، چي د ترهګرۍ زړي جوړوي، د پخلايني لپاره نه دی، بلکي د هغو لپاره دی، چي دوکه شوي، ليک او لوست نسي کولای او د خپلي غريبۍ د امله د دوو سوو ډالرو په بدل کي جنګيږي . او د جګړې څخه ستړي دي او بيرته عادي ژوند ته ستنيدل غواړي »

ويسټر ويله د ناټو د زياترو هيوادونو په څير په دې خبره مطمن دي چي افغانستان يوازي د يوه سياسي حل له لاري د سولي مرام ته رسيدلی سي . دی غواړي د همدي لپاره په راتلونکو څلورو کلو کي 70 مليونه ډالر ورکړي . دا پيسي به هغه صندوق ته لويږي چي په مجموعي ډول به 260 مليونه ډالر ولري . دهغه لپاره د امريکې متحده ايالتونو د 100 مليونونو ډالرو د ورکړي ژمنه کړې ده . جاپان او برتانيه دغه صندوق ته دډيرو پيسو نور دوه ورکونکي هيوادونه دي . خو د منتقدينو په وينا په افغانستان کي سوله سړی په پيسو نسي اخيستی . يو ددوی څخه په بون کي د اروپايي ادغام د څيړنيز مرکز د افغانستان د مسايلو کارپوه کونراډ شيټر دی .

« دا ددغه پروګرام په برخه کي يو اساسي ستونزه ده چي د پيسو يو صندوق دلته ايښودل کيږي . اوس به هر سړی وايي چي زه طالب يم او غواړي به چي په دې پيسو کي دده برخه هم وشي . له همدې امله زه فکر کوم چي په راتلونکو مياشتو کي به مونږ د ډيرو زياتو طالبانو سره مخامخ سو.»

د جرمني حکومت نه غواړي چي پيسې مستقيمأ د را پخلا شوو طالبانو په لاس ورکړي . بلکي غواړي چي په مليونو پيسې د بيلا بيلو پروژو د لاري، لکه د ليک او لوست د زمينې د برابرولو، د مسلکي روزني او د کار د ځايونو د برابرولو لپاره مصرف کړې.

په لومړي سر کي به ددغو پيسو يوه برخه د ماين پاکۍ په پروژه کي د کار موندني په لار کي مصرف شي . د المان د بهرنيو چارو وزارت لا د نورو پروژو په اړه څه نه دي ويلي .

خو ددې برعکس د ناټو پوځيان بيا د لومړيو برياو څخه خبري کوي . په کابو 4000 کلو کي د ايساف سوله ساتکونکي عسکر د پخلايني دغه پروګرام بدرګه کوي . په تيرو درو مياشتو کي په سوونو پخلايني ته چمتو طالبانو مراجعه کړي ده . د ايساف جنرال يوسف بلوټز وويل چي دوی په جامعه کي د بيا شاميليدو په مختلفو مرحلو کي قرار لري .

« د هغو طالبانو سره چي پخلايني ته حاضر دي ،خبري رواني دي . خو مونږ په دغه پروګرام کي داسي مرحلې هم لرو چي په هغه کي طالبان راستانه شوي، خپلي درنې وسلې يې تسليم کړي، نومونه يي ثبت کړي او بيرته په خپلو کلو کي ژوند کوي . که په بل عبارت ووايو نو کومه تجربه چي مونږ اوس کوو هغه ډيره جرات ورکونکې ده.»

يوليا/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري