1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانان له المان سره په ستراتيژيک سند کي څه غواړي؟

ټاکل شوې ده چي روانه اوونۍ افغانستان او المان د ستراتیژیکو همکاریو یو مهم سند لاسلیک کړي. دا به تر امریکا وروسته د نړۍ له یوه بل ستر اقتصادي هیواد سره د کابل د اوږد مهالي ملګرتیا بله هوکړه وي.

المان تر امریکا او بریتانيا وروسته د نړیوال سوله ساتي ځواک په چوکاټ کي تر ټولو ډیر سرتیري لري.

يو شمېر افغانان له المان سره د ستراتيژيک سند په لاسليکولو کښي د امنیت، پرمختګ، د امنیتي ځواکونو روزنه، د دیموکراتیکو بنسټونو غښتلي کول او د بشري حقونو ساتنه غواړي.

د کابل په لارو کوڅو کي یو شمیر ولسي خلکو له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل، چي ځکه له المان سره د ستراتیژیکو همکاریو له پاره خوښ دي چي کابل به وکړای شي په اوږد مهال کي د ورته ملکونو په ملاتړ نه یوازي دا چي ځان له اقتصادي ډوبیدو وژغوري، بلکي د پردیو له لاس وهني به هم خوندي وي.

ځیني افغانانو د زور پالولاس ته د دوی د ملک له بیا لویدو هم په ویره کي دي، ځکه نو دغه راز هوکړو ته هرکلی وايي:

«موږ له المان هیواد سره د ستراتیژیک سند د لاسلیکولو هرکلی کوو، دا زموږ د هیواد راتلونکې تضمینوي، المان کولای شي زموږ اقتصادي بنسټونه ورغوي، او زموږ فابریکې فعالي کړي.»

تر اوسه پوري له المان سره د ستراتیژیک سند جزئيات نه دي په ډاګه شوي. خو تمه ده چي المان له تروریزم سره په مبارزه کي د افغان دولت ملاتړ وکړي، افغان امنیتي ځواکونه وروزي، دیموکراتیکي موسسې غښتلي کړي، د پرمختګ ملاتړ وکړي او د ټولو افغانانو د بشري حقونو په ساتنه کي مرسته وکړي.

يو شمېر سیاسي کارپوهان د المان او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون اجرايي ضمانت ته د شک په سترګه ګوري. هغوی وايي هيڅ راز ضمانت نشته چي له ۲۰۱۴ كال وروسته دي المان پر خپلو ژمنو ولاړه وي.

خو يو شمېر کارپوهان بيا بل نظر لري او وايي چي دا د افغانستان په گټه دي. د سیاسي چارو مبصر عصمت الله غلجی وايي:

«د اوسني زمان اړتيا ده چي موږ بايد د ګاونډيو د لاسوهنو په خاطر ستراتيژيک تړونونه ولرو، موږ کولای شو د نړۍ د مقتدرو هیوادونو په همکارۍ ځان د ګاونډیانو له مداخلې وژغورو، خپل اقتصادي بنسټونه غښتلي کړو او سیاسي ثبات ته لاره هواره کړو.»

افغانستان تر دې دمخه له امریکا، فرانسي، ایټالیا، بریتانیا او هندوستان سره هم د اوږد مهالو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي. په ټوله کي افغانان دغو هوکړو ته په ښه سترګه ګوري.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل