1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«افغانان لاس ته راوړني د طالبانو په رژیم نه بدلوي»

د ۲۰۱۴م کال دسمبر په پای کې د نړیوالو ځواکونو جنگي ماموریت پای ته رسیږي. د ایساف د قوماندان مرستیال، تورن جنرال کارستن یاکوبسون له دویچه ویلې سره په ځانگړې مرکه کي د تیرو ۱۳ کلونو ارزونه وړاندی کړه.

دویچه ویله: ښاغلی یاکوبسون! له نن څخه ۱۳ کاله مخکې د طالبانو رژیم د امریکا متحده ایالاتو تر سختو هوايي بمباریو وروسته نسکور شو. اوس بیاهم کابو هره ورځ د طالبانو د حملو شاهدان یو. فکر کوئ چې رښتیا هم ناتو په ښه زړه خپل جنگي ماموریت پای ته رسوي؟

یاکوبسون: د ناتو جنگي ماموریت په حقیقت کې په ۲۰۱۳ کال کې تر زیاتې کچې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتی مسوولیت د انتقال په موده کې وسپارل شو. د افغانستان امنيتي ځواکونو سږ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو او د هغو د نتایجو د حسابولو په وخت کې د څه د پاسه د ۹۰ سلنه پوځي عملیاتو مشري په غاړه درلوده. په دې برخه کې البته هغوی تر یوې کچې د ناتو له ملاتړ څخه هم برخه من ول. خو وروسته له دې به دغه مرستې په پوځي سلا مشورو او د افغانستان د امنیتي ارگانونو د مشرۍ څخه ملاتړ پورې محدودې شي. نو زه خوشبین یم چې د افغانستان وسلوال پوځ په داسي وضعیت کې قرار لري چې په خپل هیواد کې امنیتي مسولیت په غاړه واخلي او د هغه ضمانت وکړي. دوی د دوبي په دوو فصلونو کي دغه آزموینه ورکړه. البته مونږ په یو نوي ماموریت کې له یوې نوې دندې سره دلته پاتي کیږو او له هغوی سره مرسته کوو.

دویچه ویله: د ۱۹۸۰مې لسیزې په پای کې کله چې پخواني شوروي اتحاد خپل پوځونه له افغانستان څخه وایستل، د هغه وخت د نجیب الله رژیم وکړای شو چې یواځې دوه درې کاله د یاغیانو په وړاندي مقاومت وکړي. د هغه له نسکورېدو سره په افغانستان کې کورنۍ جگړه پیل شوه؟ عام افغانان انديښنه لري چی دوه کاله وروسته د ناتو او متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو څخه وروسته به دغه تاریخ بیا تکرار شي. تاسي دغه اندیښنه تر کومه ځایه پر ځای گڼئ؟
یاکوبسون: اوسنی وضعیت له هغه وضعیت سره چې شوروي اتحاد خپل پوځونه وایستل هیڅکله د پرتله کیدو وړ نه دی. په هغه وخت کې چې د شوروي د پوځو پر ضد مقاومت روان ؤ، په افغانستان کې هغسي یو رژیم واکمن ؤ چې د اشغالي ځواک له خوا قدرت ته رسول شوی ؤ او دغه رژیم په دې وجه ټینگ پاتې نه شو چې د خلکو لپاره د منلو وړ نه ؤ. دا د خونړۍ کورنې جگړې سبب شو.

خو نن په بشپړه توگه بل ډول وضعیت لرو. نړیوالې ټولنې په پوره زیار سره د افغانستان وسلوال پوځ وروزه او هغه ېې په وسلو سمبال کړ. په نتیجه کې افغان امنتي ځواکونه وتوانیدل چې د خپلې دیموکراتیکې پروسې سره ملگرتیا وکړي او د یاغیانو د خوښې پر خلاف په پوره بریالیتوب سره د ټاکنو امنیت خوندي وساتي.
مونږ په همدی تیر دوبي کې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له یو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته د قدرت د لیږد شاهدان ؤ. که چیري سړی اوسني ټولیز وضعیت او پرمختگ ته نظر واچوي، نو دا په بشپړه توگه د شوروي د ځواکونو له وتلو سره توپیر لري. مهمه دا ده چې اوس مونږ د پخوا په پرتله په افغانستان کې نسبتا یو با ثباته وضعیت لرو، دلته یو با ثبات حکومت شته چې د ودې په حال کې دی او د دې توان لري چې افغانستان په اقتصادي، امنيتي او په سیمه کې د همکاریو په برخو کې رهبري کړي او بریالیتوب ته یې ورسوي.


دویچه ویله: ناتو څرنگه کولای شي چې دغه لاس ته راوړنې چې تاسي ترې یادونه وکړه د عراق په څير بیرته د خاورو او ایرو سره برابرې نه شي؟

یاکوبسون: کوم بریالیتوبونه چې ما ترې یادونه وکړه هغه د حساب وړ ارقام دي. خبره یواځې د امنیتي ځواکونو د روزنې او سمبالونې پورې چې شمیر يې ۳۵۰ زرو ته رسیږي، نه محدودیږي. په ټول هیواد کې په مختلفو برخو کې پرمختگونه لیدل کیږي: د بنسټيزو تأسیساتو جوړول، د بریښنا غزول او د روغتیايي خدماتو پراخوال.

سربیره پر دې د خلکو د ژوند په سطح کې هم بدلون راغلی. د مړیني کچه راټیټه شوې ده، څرنگه چې اوسط عمر له ۴۸ څخه اوس ۶۳ ته لوړ شوی دی. دا نه یواځي د روغتیايي خدماتو له پرمختگ څخه بلکه د ژوند د شرایطو له ښه کیدو څخه ویندويي کوي. دا ټولې هغه لاس ته راوړنې دي چې په یقین سره افغانان یې نه غواړي چې له خطر سره مخامخې شي. تاسې به ډیر لږ افغانان پیدا کړئ چې د طالبانو د رژیم د اعادې په لټه کې وي. ځکه ټولو هغو خلکو چې د نوموړي رژیم تر واکمنۍ لاندې دلته ژوند کړی دی، پوهیږي چی په هغه وخت کې څه تیریدل.

له دې وروسته هم په ځینو برخو کې البته د ناتو مرستو ته اړتیا شته: په خاصه توگه د امنیتي ځواکونو د روزنې، سازمان ورکولو، رهبري او د پوځي تجهیزاتو د اکمال په برخو کې. دا ټول د نوي «پریکړن ملاتړ» ماموریت مهمې دندې دي چې په وزارتونو او د رهبرۍ په لوړو ارگانونو کې ترلاس لاندي نیولي کیږي.

دویچه ویله: تاسو له نوي ماموریت څخه یادونه وکړه. د افغان امینتي ځواکونو د روزنې په پروسه کې د «داخلي حملو» یا په اصطلاح «دوست دښمن بریدونو» سره د افغانانو او د هغوی نړیوالو متحدینو ترمنځ اعتماد ته سخت تاوان ورسید. د بیلگې په توگه څو میاشتې مخکې د کابل په یوې پوځې اکادمۍ کې یو افغان سرتیري یو امریکايي جنرال وواژه او یو آلمانی جنرال یې ټپي کړ. د داسي یو پسمنظر په پام کې نیولو سره په نوي «پریکړن ملاتړ» ماموریت کې څرنگه د اعتماد وړ همکاري ممکنه ده؟

یاکوبسون: جنرال هیرولد گرین چې د اگست په پیل کی مونږ له لاسه ورکړ، زما یو شخصي ملگری ؤ. زه د هغه وخت په وضعیت ډيره ښه خبر یم، ځکه زه خپله هم په دنده کې وم. په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې رښتیا هم «داخلي حملې» یا «دوست دښمن» نومې بریدونه د اندیښنې وړ موضوع وه. له ۲۰۱۲ کلونو څخه را په دې خوا مونږ په یو گڼ شمیر تدابیرو لاس پورې کړ. نه یواځې مونږ بلکه افغانانو هم. دا ډول بریدونه اوس ډير زیات کم شوي دي.

د افغانستان په پوځي اکادمۍ کې نوموړې پیښه یوه استثناء وه. دا د جون د میاشتې او زما د دندې د پیل څخه را په دې خوا یواځنۍ پیښه ده چې رامنځ ته شوه. دا ډول بریدونه البته اصلي گواښونه نه دي. اصلي گواښونه چې د انسان زړه بریښوي، هغه دي چې طالبان یې په پټو سترگو، قصدي او هدفي توگه پر افغانانو کوي، څرنگه چې په دې تیرو څو ورځو کې مونږ شاهدان یو.


دویچه ویله: ناتو د افغانستان له پوځي ماموریت څخه د یو بل ماموریت او یا راتلونکو نړیوالو ماموریتونو لپاره څه درس اخیستی دی؟

یاکوبسون: د دې ماموریت مهم اړخ دا دی چې: دوه ماموریتونه هيڅکله یو بل ته ورته نه دي. د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې شرایط سره توپیر لري. خو یو مهمه زده کړه له دې ماموریت څخه دا ده چې مونږ یو سیستم ته اړتیا لرو چی د هغه په مرسته پرته له خنډ څخه د دې توان ولرو ترڅو په هغو دولتونو کې چې اړتیا لیدله کیږي داسي امنیتي نظام یې جوړ کړو، د نړیوالو نورمونو او ارزښتونو تصور سره سمون ولري.

البته حتمی نه ده چې په دې اړه لویدیځه دیموکراسي یې نمونه وي، بلکه هغه باید د بشري بین الدوله حقوقو د چوکاټ ټول شرایط مراعت کړي او دا امنیتي ځواکونه په داسي ډول وروزل شي، مجهز، سمبال او ملتیا ورسره وشي چی د دې توان ولري چې پریږدي ترڅو سیاسي قدرت د دولت په لاس کي پاتي شي او دوی د امنیت ضمانت وکړي. کله چې دغه هدف تر لاسه شي، بیا نو مونږ ویلای شو چې زمونږ دنده ختمه شوې ده او کولای شو چې بیرته ووځو.

دویچه ویله: د آلمان د دفاع پخواني وزیر پیتر شتروک چې اوس وفات شوی دی، یو وخت ویلي ؤ چې «د آلمان دفاع د هندوکش د غرو په لمن کي کیږي.» آیا دغه جمله ل اتراوسه هم صدق کوي؟
یاکوبسون: دغه جمله چې فقیر وزیر، پیتر شتروک په هغه وخت کې کړی وه، استعاري معني لري. هغه په دې اړه اشاره هغو پیښو ته وه چې په هغه وخت کي د لوېدیځو هیوادونو په سړکونو کې رامنځ ته شوي وې، لکه په واشنگتن، نیویارک او بیا وروسته په لندن او مادرید کې. او اوس هم په دې ورځو کې د لوېدیځې نړۍ په ډيرو ښارونو کی سړی ويني. د هغه له دې جملط څخه هدف دا ؤ چې زمونږ د وگړو د سولې او امنیت څخه هغو ځایونو کې دفاع نه کیږي، چیرته چې دغه حملې سرته رسولي کیږي، بلکه هلته چې دغه حملې طرحه او پلان کیږي. دا دلیل ؤ چې مونږ افغانستان ته راغلو او ۱۳ کاله هلته پاتي شوو. په همدې وجه مونږ له افغانانو سره مرسته کوو. مونږ گډې گټې لرو چې بیا د افغانستان په خاوره کي یو تروریستي رژیم رامنځ نه شي.

دویچه ویله: ښاغلی یاکوبسون! تاسي د آلمان د پوځ د یو منصبدار او اوس د ایساف د قوماندان د مرستیال په توگه له څه ډول یو احساس او انگیرنې سره له دې هیواد سره مخه ښه کوي؟

یاکوبسون:زه لا تراوسه له دې هیواد سره مخه ښه نه کوم. زه به د «پریکړن ملاتړ» ماموریت په چوکاټ کې شپږ میاشتې نور هم په دې دنده کې پاتې شم او د ایساف د قوماندان د مرستیال په توگه به له دغه ماموریت سره ملتیا ولرم.
زه له دې مخکې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې هم دلته وم. زه د زړه له کومې او خوښې سره بیرته افغانستان ته راغلم، ځکه د دې هیواد خلک پر ما گران دي او د دوی لپاره د سولې پیرزوینه لرم. زه هیله من یم چې دا هیواد وروسته له ۳۰ کلونو جگړې څخه بالاخره وتوانیږي چې د زورزیاتۍ ټغر ټول کړي، بغاوت ته د پای ټکی کیږدي او د دولتي عادي ژوند بیرته ستون شي.
زما لپاره دا یو ډير ښه او ښایښته پاداش دی چې د هغو ماشومانو چې ښونځیو ته ځي او د دې هیواد راتلونکی دي، سترگو ته گورم. زه د زړه له کومې افغانستان کي یم او د دې هیواد خلکو تر څنگ ولاړ یم او غواړم د زړه له کومې هغوی سره مرسته وکړم. کله چې تیر ځل بیرته خپل هیواد ته ستون شوم، نو د افغانستان یوه کوچنۍ خاطره مې ځان سره یوړه او دا ځل د راتلونکي کال د جون په میاشت کې به هم دغسي یوه خاطره له ځان سره وړم.