1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانان، د پخوانیو سندرغاړو د تشې احساس کوي

د افغانستان موسیقۍ په تیرو دولسو کلونو کې ښه وده کړې ده. په سلگونو افغان ځوانانو دغه هنر ته مخه کړې ده او د موسیقۍ نوی سبک یې بازار ته وړاندې کړی دی خو افغانان اوس هم د څو لسیزو پخوانۍ موسیقۍ ارمان کوي.

«یا مولا دلم تنگ است» په شان د خوږې سندرې غږ چې ساربان زمزمه کړې ده، د کابل په یوه څنډه کې له یوه رستوران څخه تر غوږو کیږي. په دغه رستوران کې ډیره گڼه او گوڼه وي او ډیری مشتریان د غرمۍ ډوډۍ له پاره دغه رستوران ته ورځي.

د دغه رستوران مشتریان نه یوازې د خوندورۍ ډوډۍ له پاره، بلکې د افغان اماتورانو د ښې او زړه راکښوونکي موسیقۍ له کبله دغه ځای ته ورځي.

۵۲ کلن امیر محمد چې دغه رستوران ته ورغلی دی وايي، افغانستان چې پخوا کوم هنرمندان درلودل اوس یې نه لري: «اوس سندرې تجارتي دي. خو هغوی [اماتور سندرغاړي] حقیقي سندرغاړي ول، هغوی استادان ول، هغوی منظم سندرغاړي ول. اوس چې هر څوک له کوڅې رابرابر شي، ځي سندرې وایي.»

په افغانستان کې د راک موسیقۍ یو گروپ

په افغانستان کې د راک موسیقۍ یو گروپ

استاد سر آهنگ، استاد هماهنگ، استاد اولمیر، ظاهر هویدا، احمد ظاهر، ناشناس او رحیم غمزده او دې ورته نور پخواني هنرمندان داسې سندرغاړي ول چې افغانان د هغوی د زړه راکښوونکي غږونو په اړه کیسې کوي. ډیری افغانان په دې آند دي چې دغه سندرغاړي جوړه نه لري او د ننۍ موسیقۍ په ډگر کې د هغوی ځای خالي دی.

د امیر محمد په وینا د دریو یا څلورو لسیزو پخوانیو هنرمندانو په سندرو کې چې کومه مینه او احساس رانغښتې وو، بې سارې دی خو نوې سندرې زړه ته لاره نه مومي: «موږ د اوسنۍ دورې له سندرو سره لیوالتیا نه لرو. دوی له یو بل څخه کاپي کوي، په داسې حال کې چې زموږ په دوران کې به سندرغاړو د حافظ، بیدل او د نورو شاعرانو شعرونه ویل.»

موسیقۍ ته کمه پاملرنه

په اوسني وخت کې د افغانستان د راډیو تلویزون د موسیقۍ ریاست یوازینی مرکز دی چې یو شمیر هنرمندان پکښې خپلې سندرې ثبتوي. د دغه ریاست ودانۍ په نیمه خراب حالت کې ده او کومه پاملرنه ورته نه ده شوې.

د استاد سر آهنگ په نوم د موسیقۍ یو ښوونځی

د استاد سر آهنگ په نوم د موسیقۍ یو ښوونځی

د افغانستان د راډیو تلویزون د موسیقۍ د تولید ریئس رفیق خشنود، وایي چې د جگړو په کلونو کې هنر زیاته صدمه لیدلې ده: «زموږ افغاني موسیقۍ واقعا ټینگه ضربه وخوړه. زموږ هنرمندان کډوال شول او د هغوی ډیری بیرته افغانستان ته را ونه گرځیدل.»

ښاغلی خوشنودي وایي په اوسني وخت کې په افغانستان کې د موسیقۍ د ښه والې له پاره هڅې پیل شوي دي، خو په وینا یې دغه هڅې کافي نه دي. د هغه په وینا په پام کې ده چې د افغانستان راډیو تلویزون آرشیف کمپیوتري شي او د افغان هنرمندانو سندرې د انټرنټ له لارې د خلکو په اختیار کې ورکړل شي.

په کابل کې د مجاهدینو له تسلط سره سم د سندرو ځای د ټوپک او توغندیو غږونو ونیو او د دغه ښار هره کوڅه د جگړې په سنگر واوښته. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د موسیقۍ اوریدل یو جرم گڼل کیده او د امر باالمعروف او نهې عن المنکر، سرتیرو به هغو کسانو ته سخته جزا ورکوله چې د موسیقۍ کاروبار یې درلود.

خو په وروستیو لسو کلونو کې د تکنالوژۍ د چټکې ودې او د سلگونو رسنیو په فعالیت سره، افغاني موسیقي هم وده وکړه او نوو سندرغاړو د موسیقۍ ډگر راووتل.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت

په کابل کې د امید په نوم یو تن سي ډي پلورونکی وایي چې موسیقۍ ته لاس رسی اوس ډیر آسانه شوی دی: «اوس ډیر سهولت رامنځ ته شوی دی او هر څوک کولای شي په خپل تلیفون کې موسیقي ثبت کړي او کولای شي هر رنگه سندرې واوري.»

د موسیقۍ ملي انستیتوت، د افغانستان راډیو تلویزون د موسیقۍ د ثبت ریاست او د خرابات کوڅه هغه مرکزونه دي، چې هنرمندان پکښې فعالیتونه کوي خو د موسیقۍ په لسگونو آزاد دفترونه د کابل په ښار کې د آماتورو هنرمندانو په واسطه فعالیت کوي.