1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانان د بدلون په تمه دي

د نړیوال کړکېچ ډلې «ICG» په نظر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د جنگي ماموریت ۱۳ کاله وروسته هم په دغه هیواد کې د جنگ ټغر ټول شوی نه دی. افغانان باید تر دې وروسته خپل امنیتي او اقتصادي پیټی پر خپلو اوږو واخلي.

د نړیوال کړکیچ له ډلې څخه د افغانستان د چارو تحلیلونکی، گریم سمیت په لومړي وار په ۲۰۰۵م کال کې افغانستان ته ورسید. هغه له کابل څخه کندهار ته پر لویه لار سفر وکړ. دغه سړک تر کلونو جنگونو وروسته بیرته پوخ شوی وو او د موټر د ۱۴ ساعتونو مزل شپږو ته رالنډ شوی وو.

سمیت وايي ۱۳کاله وروسته له هغې چې د امریکا په مشرتوب نړیوال ائتلاف د طالبانو رژیم نسکور کړ او په ميلیاردو ډالره په دغه بې وزلي هیواد کې مصرف شول، نن پر دغه ۴۶۰ کیلو متره اوږده سړک باندي سفر، د خپل مرگ د سند د لاسليکولو په معنی دی.

د نړیوال کړکېچ د ډلې دغه تحلیونکي له اسوشتید پرس آژانس سره په یوه مرکه کي ویلي دی: «دغه سفر اوس بیرته ۱۱ ساعته وخت نيسي، ځکه چادونو سخت زيانمن کړی دی. سربیره پر دې د لاري په اوږدو کې حکومتي او د طالبانو پلټنځایونه وجود لري. په همدې وجه زما په شان د یوه بهرني له پاره اوس پر دغه سړک باندي سفر یو انتحار دی. تر هغه وخت پوري چې بغاوت روان وي، دغه او نور سړکونه په امن کي نه وي.»

اوس امریکا متحد ایالات او ناتو د دسمبر مياشتي پر ۳۱ نېټه يعني پنځه ورځي وروسته خپل ټول جنگي عسکر له دغه هیواد څخه باسی. په ۲۰۱۰م کال کې په افغانستان کي ۱۴۰ زره بهرني عسکرو حضور لاره. خو سر له نوي میلادي کاله به یوازي۱۲۵۰۰پاته شي، هغه هم نه د جگړې له پاره، بلکي د افغان امنیتي ځواک د روزني په خاطر.

جنگي ماموریت پای ته ورسید، خو جنگ ختم نه شو

بهرني عسکر په داسي حال کې له افغانستان څخه وځي چې د جنگ ټغر ټول شوی نه دی، بلکي د ۲۰۰۱م کال راهسي دغه ډگر اوس تر بل هر وخت لا تود شوی دی. ۲۰۱۴م کال د افغانستان د اولسي وگرو له پاره تر بل هر وخت خونړی وو. د ملگرو ملتو د احصائيې له مخي د ملکي افغانانو د تلفاتو شمېر سږکال ۱۰ زرو ته رسیږي، چې دا تر ۲۰۰۸م کال وروسته بې ساری دی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتو ځانگړي استازي نیکلاس هاسوم، تیره اونۍ وویل، چې د ۲۰۱۴م کال د نومبر مياشتي تر ۳۰ نېټې پوري په ټولیزه توگه ۹۶۱۷ ملکي وگړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. په دې جمله کې ۳۱۸۸ مړه او ۶۵۲۹ نور ټپیان شوي دي. د ملگرو ملتونو د راپور له مخي د دغو مرگ ژوبلو د ۷۵ سلني مسئولیت د طالب یاغیانو پر غاړه دی.

په کابل کې د بېړنیو مرستو د نړیوالي اداري کارکوونکی «امانویل نانیني» په خبره، په داسي حال کې چې امریکايي او د ناتو عسکر نور د جگړې ډگر ته نه ځي، یاغیانو په اطرافي سیمو کې خپل يرغلونه ډېر کړي دي او په ډيرو سیمو کې يې ولسي وگړي د ژوند له خطر سره مخامخ کړي دي.

له خوا د افغان امنیتي ځواک په لیکو کې د مرگ ژوبلو شمیره هم زیاته شوې ده. یوازي سږکال د افغان امنيتي ځواک نزدې۵۰۰۰ عسکر او پوليس وژل سوي دي. حال دا چې په تیرو ۱۳ کلونو کې د نړیوال ځواک د وژلو شوو عسکرو شمیر په ټولیزه توگه تر ۳۵۰۰ پوري ښوول شوی دی، چې په هغوی کې۲۲۱۰يې امریکايي عسکر دي.

د «ښو» او «بدو» طالبانو ترمنځ توپیر نه شته

له پاکستان سره د نوي افغان حکومت په اړیکو کې تودښت یوه کوچنۍ هیله ده، چې د طالبانو د پرمختگ مخه ونیوله شي. ولسشمر محمد اشرف غني په پاکستان ته په خپل وروستي سفر کې هیله څرگنده کړه چې له طالباتو سره د سولي په خبرو اترو کې کیدای شي اسلام اباد د زړه له کومې مرسته وکړي.

د هغه دغه ډول هیلو له هغه وروسته قوت پیدا کړ چې څه د پاسه یوه اونۍ دمخه په پيښور کې په یوه ښونځي کی پاکستاني طالبانو خونړی يرغل وکړ او نزدې ۱۴۰ تنه د ښونځي زده کونکی او نور منسوبین یی ووژل. دغي پیښي دواړه هیوادونه دې ته متوجه کړل چې طالبان د هغوی دواړو اولسونو ته یو ستر خطر گڼل کیږي. په دې موده کې د دوړاو هیوادونو پوځي مشرانو په کابل او اسلام اباد کې سره ولیدل او د ترهگرۍ پر ضد ېې د گډو عملیاتو په هکله خبری وکړې.

افغان ولسمشر غني او د پاکستان صدراعظم نواز شریف دواړو تینگار وکړ چې وروسته له دې به د «ښو» او «بدو» طالبانو ترمنځ توپیر ونه شي. دا اشاره هغه یوې پالیسی ته وه چې تر اوسه پوري پاکستان د خپلو طالب یاغیانو پرضد پوځي عملیات کولو، خو پر افغان طالبانو باندي يې سترگې پټي کړي وې.

یوه لویدیځ دیپلومات چې د خپل هویت د نه بربڼدولو په شرط يې د افغانستان د کورني موضوعاتو په هکله خبري وکړې وویل: «د دواړو مشرانو له پاره د رښتیا ویلو شیبه رارسیدلی ده. دا به یوه بد مرغي وي چی دوی پر هغه څه باندي موافقه ونه شی کړای چی دوی یی کولای شي. دا به یو قدم مخ پر وړاندي وی. که چیري دا کار ونه کړي نو یو قدم شاتگ دی. د بې تفاوتۍ له پاره نور دلیل نه شته.»