1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

اشرف غني به له مېرکل سره د مهاجرو پر موضوع وغږیږي

په ۲۰۱۴م کال کې د افغان ولسمشر په توگه تر ټاکل کیدو یو کال وروسته دا برلین ته د محمد اشرف غني دوهم سفر دی. د آلمان له صدراعظمې انگلا مېرکل سره به د هغه خبرې اترې د مهاجرو کړکیچ ته متمرکزې وي.

سږ کال آلمان او افغانستان د خپلې دیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه لمانځي. اوسکار نیدرمایر او د هغه پلاوی چې په ۱۹۱۵م کال کې افغانستان ته یی سفر کړي وو تر څو په لومړنۍ نړیواله جگړه کې د افغان حکومت ملگرتیا راجلب کړي، تصور نه کاوه چې د دوستۍ دغه سلمه کلیزه به د افغان مهاجرو څپه تر خپل سیوري لاندې راولي.

اوس هم ډیری افغانان د دوو ولسونو تر منځ د همدغې دوستۍ په پام کې نیولو سره خپل هیواد پریږدي او په آلمان کې د خپل بخت د آزمویلو هڅه کوي. سږ کال تر ۱۴۰ زرو زیات افغانان اروپا ته رسیدلي چې زیاتره یې آلمان ته راغلي دي. د آلمان د مهاجرو او کډوالو د فدرالي چارو د ادارې د معلوماتو له مخې په نومبر میاشت کې تر ۳۱ زرو زیات افغانان په آلمان کې ثبت شوي دي. په دې ترتیب له سوریایانو وروسته افغانان د مهاجرو دوهمه لویه برخه جوړوي.

خو تر نیمایي د زیاتو افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي. آلمان لا تر مخه اعلان کړی دی چې په راتلونکي وخت کې ټول پناه غوښتنلیکونه نه شي منل کیدی او هغه افغانان چې د پناه غوښتنه یې رد شوي وي، بیرته خپل هیواد ته استول کیږي. په کابل کې د آلمان سفارت یو معلوماتي کمپاین پیل کړی دی چې په آلمان کې په آسانه توگه د منلو کیدو په هکله گونگوسي له منځه وړي. د مهاجرو ستونزه د افغان ولسمشر اشرف غني او د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل د ملاقات مهم ټکی جوړوي.

تیره اوونۍ د «دیر شپیگل» په نوم آلمانۍ مجلې په کابل کې د آلمان د سفارت د یوه داخلي رپوټ په حواله لیکلي وو چې په ۲۰۰۱م کال کې د ناټو د پوځي ماموریت د پیلیدو په پرتله اوس د طالبانو د فعالیتونو لمنه پراخه شوې ده. په رپوټ کې وړاندې راغلي وو چې د افغانستان دغه وضعیت به د وړاندوینې وړ مودې پورې د افغانانو د توجیه وړ پناه غوښتنې سبب وگرځي. په عین وخت کې افغان حکومت د رد شوو افغانان د بیرته نیولو مخه نیسي.

د افغان ولسمشر ویاند ظفر هاشمي له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي وو: «موږ ټول هغه څه کوو چې له وسه مې پوره وي، تر څو دا خبره یقیني کړای شي چې افغانان خپل هیواد پریښوولو ته اړ نه شي.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي وو: «هغه کسان چې د افغانستان د پریښولو پریکړه یې کړې ده او د هغوی د پناه غوښتنلیکونه رد شوي هغوی سره د مرستې هڅه کوو، خو دا خپل حد هم لري.»

د میرکل او اشرف غني تر منځ د خبرو اترو دوهمه موضوع په افغانستان کې مخ پر خرابیدونکي توگه امنیتي وضعیت دی. د تندلارو طالبانو چې څو اوونۍ تر مخه یې د لنډې مودې له پاره د کندز ښار ونیو د گواښ تر څنگ یو بل گواښ هم زیات شوی دی. افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش فعالیتونه زیاتیږي، په ځانگړې توگه د افغانستان په ختیځ کې. د نومبر په میاشت کې د شیعه مسلمانانو د وژلو او سرونو پریکولو وروسته په زرونو کسان د کابل سړکونو ته راووتل. هغوی پر ولسمشر غني تور لگاوه چې د ولس د امنیت ساتلو له پاره ډیر څه نه دي کړي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه آصف بکتاش وایي: «د نظامي مرستو په برخه کې د افغانستان وسله واله قوواې د هوايي ځواک تجهیز ته اړتیا لري. له دې نظره موږ هیڅ نه لرو. موږ باید ټانک، توپچي او دافع هوا ولرو، څو په افغانستان کې له بنسټپالنې سره مبارزه وشي.»

ډیری افغانان د خپل راتلونکې په هکله بې باوره دي. د کابل ښار یو اوسیدونکی ابراهیم وایي چې افغانستان د داعش، په نوم له نوي او خطرناکه گواښ سره مخامخ دی او دوست هیوادونه باید په دغسې شرایطو کې افغانستان یوازې پرې نه ږدي. د هغه په خبره په تیرو څوارلسو کلونو کې د نړۍ او د افغانستان د خلکو گډه لاس ته راوړنه باید له لاسه ولاړه نه شي او په وینا یې افغانستان مرستې ته اړتیا لري، څو له داعش سره مقابل وکړي. د آلمان او افغانستان سل کلنه دوستي ښايي هغه یو مناسبت وي چې انگلا مېرکل او اشرف غني وکړای شي دغو ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.