1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

اسراييل د يونسکو او فلسطين پر ضد اقداماتو باندي مشورې کوي

د اسرائيلو صدراعظم، بنيامين نتنياهو، د سې شنبې په ورځ د خپلي کابنې غوڼډه را وبلله ترڅو د يونسکو د هغي پريکړي په وړاندي خپل عکسل العمل وښيي، چي له مخه يي فلسطين د دغه سازمان پوره غړيتوب تر لاسه کړی دی.

«کيدای سي اسراييل پر يونسکو باندي خپلي مرستي ودوري.»

«کيدای سي اسراييل پر يونسکو باندي خپلي مرستي ودوري.»

اسراييلي دولت اوس پر دې فکر کوي، چي د يونسکو ددغي پريکړي په وړاندي څرنګه غبرګون وښيي.

د امریکا او اسراييلو د مخالف سره سره فلسطين د يونسکو غړيتوب تر لاسه کړ، او اوس په دې هڅه کي دی، چي د ملگرو ملتونو غړيتوب هم تر لاسه کړي.

فلسطين ته د غړيتوب تر ورکولو وروسته امريکا پر يونسکو باندي خپلي مرستي ودرولې.

متحده ايالتونه پر هر هغه سازمان، چي فلسطين ته غړيتوب ورکوي، خپلي مرستي دروي.

امريکا د يونسکو د ټولي بودجې ۲۲سلنه جوړوي.

امريکا او اسراييلو پر يونسکو فشار اوچولی وو، چي د فلسطين د غړيتوب رای اچونه وځنډوي. اسراييلو خو حتي ددې گواښ کړی وو، چي د فلسطين غړيتوب کيدای سي د دواړو هيوادونو تر منځ د سولي چانسونه له منځه يوسي.

د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت هم په يونسکو کي د اسراييلو غړيتو غندلی او ويلي يي دي، چي دا د فلسطين لخوا يو اړخيز عمل دي، او داچي د سولي د خبرو اترو چانسونه به له منځه يوسي.

نتنياهو د دوشنبې په ورځ په يونسکو کي د فلسطين غړيتو وغانده او دا يې بې له کومي مذاکرې څخه د يوه هيواد جوړول وبلل.

«د دې پرځای چي هغوی د سولي د خبرو اترو له پاره حاضر سي، له هماس سره تړونونه کوي او په ملګرو ملتو کي يو اړخيزه گامونه پورته کوي.»

هغه زياته کړې، چي هيواد به يې د دغه شان کارونو په وړاندي آرام پاته نه سي. دده په اند د فلسطين دغه راز هلي ځلي اسراييلو ته زيان رسوي، او د هغو موافقو پر ضد دي، چي د دواړو هيوا دونو تر منځ د سولي د پروسې پر وخت سوي دي.

د اسراييلي رسنيو د راپورونو پر اساس، د دغه هيواد د کابنې په ننۍ غونډه کي به د فلسطين د دغه کار په وړاندي سخت ګامونه پورته سي.

د رسنيو په حواله، په يونسکو کي د فلسطين د غړيتوب په غبرگون کي، کيدای سي اسراييل د کورنو جوړولو ته زور وکړي او دغه به د فلسطين د يو شمير مشرانو څخه اسراييلو ته د سفر کولو اجازه ليکونو واخلي.

د يونسکو سازمان د غړيتوب په ترلاسه کولو سره فلسطين اوس کولای سي، چي خپل تاريخي اثار د «نړيوالو تاريخي اثارو» په توګه کانديد کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM