1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

اسراييلو ته د جرمني د بهرنيو چارو د وزير سفر

دنازي المان په وخت کي ديهودو دوژل کیدو ديادګيرني له ځاي يادواشم څخه کتنه دهرسياستوال مکلفيت دی، چي له اسراييلو څخه کتنه کوي. خو د المان دبهرنيو چارو ديو وزير لپاره له نوموړي ځايه څخه کتنه سخت کاردي...

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ويسترويله

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ويسترويله

د المان د بهرنيو چارو نوي وزير وسترويلي دنازي المان په وخت کي د شپږو مليونو وژل شويو يهودو په ياد يو لمبه لرونکی څراغ و لګاوه او په هغه ځای کي يې دهغه ځاي دکتونکو دنومونو دثبتولو په کتاب کي يي خپل نوم و ليکه. وستر ويلي وايي:

«ماپه کتاب کي وليکل چي موږ به داپيښه هيڅکله هيره نکړو زموږ مکلفيت په خپل حال پاته کيږي، او زموږ دوستي وده کوي.»

وروسته له هغه وسترويلي د اسراييلو له لومړي وزير نيتان يا هو سره يوه ګړۍ وکتل . ددې کتني د ګډون کونکو د وينا له مخه داليدنه کتنه د دوستۍ په فضا کي شوې ده. د ورکړل شوي خبر سره سم وسترويلي د اقتصادي او مالي پوښتنو ترڅنګ د نژدې ختيځ د سولي د خبرو اترو په لاره کي د وروستيو خنډونو مسله هم ياده کړې ده. د المان د بهرنيو چارو وزير وسترويلي له خپل دې سفر څخه پخواد خپلو سياسي موخو چوکاټ جوړ کړي وو. ده ويلي :

د نازي آلمان په وخت کي د وژل سوو يهودو د ياد ځای څخه د ويستر ويله کتنه او احترام

د نازي آلمان په وخت کي د وژل سوو يهودو د ياد ځای څخه د ويستر ويله کتنه او احترام

«زموږ مطلب دادی، چي په سيمه کي د دوو دولتونو دمنځته راتلو له لاري دا لانجه حل سي. البته چي اسراييل په ډاډه سرحدونوکي د ژوند کولو حق لري، خو سربيره پردي دا خبره هم ده، چي فلسطينيان هم په خپل دولت کي د ژوند کولو حق لري.»

وسترويلي ۷کاله پخوا اسراييلوته تللي ووپه ۲۰۰۲کال کي دده په نوموړي سفر باندي چي د حکومت د يوومخالف ګوند دمشر په حيث يي هغه هيوادته کړي وو، په المان کي د آزاد ډيموکرات دګوند د مرستيال لخوا ديهودو پر ضد بحثونو ترسيوری لاندي راغلي وو. ويسترويلي هغه مها ل لدي نظر سره خپله نه موافقه ډيره وروسته اعلام کړه .

دنژدي ختيځ پدې سيمه کي د دوو دولتونو د منځته راتلو په لاره کي ستر خنډ د اسرايیلو لخوا د عربي بيت المقدس په سيمه کي يهودوته دکورونو د جوړولوسياست دي. د المان اتحادي جمهوريت له اسرايیلو څخه ددې کورونو د ودانولو دکار د درولو غوښتنه کوي په دي اړه به وستر ويلي نن د اسراييلو له حکومت سره خبري وکړي.

همدغسي به دی د فلسطينيانوله منځ پلوه نماينده ګانوسره هم وګوري. اسرايیلو ته د المان د اتحادي جمهوريت د بهرنيو چارو د نوي وزير سفرته په ډيري کنجکاوۍ او د شک په سترګه کتل کيږي. ځکه چي دا تراوسه هيره شوې نه ده چي کله چي دده دګوند مرستيال ۷کاله پخوا د اسرايیلو پر ضد څرګندوني وکړې د هغه له خبرو سره په ښکاره توګه نه موافقه اعلان نکړه، اوفاصله يي تري ونه نيوه. وسترويلي اوس د يوونوي پيل هڅه کوي.

List, Arno/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل