1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

اسرايلي پوځ پنځه تنه فلسطينيان ووژل

اسرايلو ديوې هوايي حملې په ترځ کي د غزې په تراډه کي پنځه تنه فلسطينيان وژلي دي.

د اسرايلو يوې وياندي وويل ، چي دغه حمله د اسرايلو د نظامي استخباراتو سره په ګده تر سره سوې ده

د اسرايلو يوې وياندي وويل ، چي دغه حمله د اسرايلو د نظامي استخباراتو سره په ګده تر سره سوې ده

د فلسطين د خبر په اساس د هغو په ډله کي د حماس پنځه غړي هم شامل دي. د عيني شاهدانو په وينا دغه کسان څه عمر د مخه د سوريې او ايران د پوځي هډو څخه را ګرځېدلي وه. د حماس ډلي دغه خبر رد کړی دی.

د اسرايلو اردو د چهارشنبې په ورځ هغه لارۍ موټر چي د حماس غړی پکښي سپاره وه خان يونس ته نژدې يي په نښه کی.

د اسرايلو يوې وياندي وويل ، چي دغه حمله د اسرايلو د نظامي استخباراتو سره په ګده تر سره سوې ده. ددغه استخباراتو په وينا هغه وخت چي د غزې د تراډي پوله د مصر سره د حماس لخوا څو ورځي خلاصه سوه د حماس ډېر غړي بيرته وطن ته راغلل.