1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

اسرائيلو او فلسطيني تند لارو پر یوه اور بند باندي موافقه کړې ده

د مصري چارواکو په حواله د غزې په تراډه کي د اسرائيلو او فلسطيني تندلارو تر څلور ورځینیو نښتو وروسته اوس پر یوه اوربند باندي موافقه سوې ده. په تیرو ورځو کي هلته بیا تشدد رامنځته سوی وو.

اسرائيلو د غزې له تراډې څخه د توغندیو د فیرونو پر مقابل کي په هوايي بمباریو لاس پورې کړ. په وروستیو پېښو کې لږ تر لږه ۲۳ فلسطينیان وژل سوي دي. د دغو نښتو دلیل د اسرائيلو له خوا د دوو تند لارو مشرانو هدفمندانه وژنه وه.