استرالیا: له افغانستان څخه مخکې له وخته نه وځو | افغانستان | DW | 31.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

استرالیا: له افغانستان څخه مخکې له وخته نه وځو

استرالیا د جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د میشتو استرالیایي ځواکونو وروستي تلفات به د هغوی پر عملیاتو باندې اغیزه وا نه چوي او دغه هیواد به په افغانستان کې خپل ماموریت بشپړ کړي.

epa03185318 (FILE) An undated Australian Department of Defense handout image made available on 18 November 2010 shows Australian Special Operations Task Group (SOTG) soldiers on patrol in Uruzgan province, Afghanistan. Australia is to start pulling troops out of Afghanistan in 2012 and could complete its withdrawal in 2013, Prime Minister Julia Gillard said on 17 April 2012 in Canberra. Australia was scheduled to hand over responsibility for security in the southern province of Uruzgan in 2014 but the transfer would now come a year earlier. EPA/CORPORAL CHRIS MOORE AUSTRALIA AND NEW ZEALAND OUT HANDOUT EDITORIAL USE ONLY

Australische Soldaten Afghanistan Kampfhandlungen

د استرالیا د دفاع وزیر ستیفن سمیت، د جمعې په ورځ وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د دندې پرمهال د پنځو استراليايي سرتیرو وژل کیدل د استرالیا له پاره تر ټولو سخت تلفات ول.

د چهارشنبې په ورځ یوه افغان عسکر درې تنه استرالیايي سرتیري ووژل او دوه تنه نور ئې ټپیان کړل. تر دې پېښي یوازې څو ساعته وروسته د پنجشنبې په ورځ دوه تنه نور استرالیايي سرتیري د افغانستان په جنوب کې د یوې څرخې الوتکې د رالوید له کبله ووژل شول. دا د ویتنام تر جگړې وروسته په یوه ورځ کې د استرالیا له پاره تر ټولو سخت تلفات دي.

سمیت خبریالانو ته وویل چې اوس په افغانستان کې د دندې جاري ساتل تر ټولو معقول کار دئ. هغه زیاته کړه:

«موږ په افغانستان کې د تل له پاره نه شو پاتې کیدای. موږ نه غواړو چې په افغانستان کې د تل له پاره پاتې شو. خو دا به هم یو غلط کار وي چې له افغانستان څخه مخکې له ټاکل شوي وخته ووځو.»

اوس په استرالیا کې یو شمیر کسان په عاجله توگه له افغانستان څخه د دې هیواد د سرتیرو د راوتلو غوښتنه کوي. خو سمیت وایي چې که له افغانستان څخه د استرالیا ځواکونه په عاجل ډول وایستل شي نو له دې کبله به ډیر گواښونه رامنځ ته شي.

د هغه په خبره باید د استرالیا ځواکونه د پلان له مخې لومړی د ارزگان ولایت امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري او تر هغه وروسته له افغانستان څخه ووځي.

په وروستیو وختوکې په افغانستان کې د افغان سرتیرو له خوا د بهرنیو ځواکونو د وژلو پېښې ډیرې شوي دي. یوازې په روان کال کې د دغه ډول پېښو په ترڅ کې ۴۵ بهرني سرتيري وژل شوي دي.

د استرالیا د دفاع وزیر وویل چې د افغان سرتیرو له خوا د بهرنیو عسکرو وژلو، د دواړو ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا زیانمنه کړې ده. د هغه په خبره د دغه شان پېښو د مخنیوي له پاره باید نړیوال ځواکونه په ځانگړو اقداماتو لاس پورې کړي. له دغو اقداماتوڅخه یو ئې هم د سرتیرو په هره ډله کې د «ساتونکې فرشتې» تر نوم د یوه سرتیري گمارل دي. دغه سرتیری تل د خپلو ملگرو ساتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د استرالیا د دفاع وزیر ویلي دي چې داسې کوم تضمین نشته چې په راتلونکې کې به دغه ډول پېښې بیا تکرار نه شي.

استرالیا تر اوسه پورې په افغانستان کې ۳۸ سرتیري له لاسه ورکړي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض