استرالیا غیر قانوني گډوال نایورو او نوي گینه ته لېږي | آلمان او نړۍ | DW | 14.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

استرالیا غیر قانوني گډوال نایورو او نوي گینه ته لېږي

استرالیا د داسي یوه قانون د معرفي کولو په درشل کې ده، چې له مخې ئې د نایورو په جمهوریت او نوي پاپوا گینه هیواد کې د ناقانونه کډوالو له پاره د ساتلو مرکزونه پرانیستل کیږي.

د استرالیا لومړۍ وزیري یولیا گیلارد، په داسي حال کې د دغه خبري اعلان وکړ، چې یوه بله کښتۍ چې پکښې ۶۷ گډوال سپاره ول د استرالیا په اوبو کې ورکه شوې ده. دغي کښتۍ شاوخوا يوه مياشت پخوا له اندونیزیا څخه حرکت کړی وو، او کيدای سي چي ډوبه شوې وي.

د استرالیا د کورنیو چارو وزیر جیسو کلیر، د خپل هیواد له یوه تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «داسي هیڅ شواهد په لاس کې نه شته چې دغه کسان دي استرالیا ته را رسېدلي وي.»

ډیري کسان د ځاني خطرونو په منلو سره، په کښتیو کې خپل ځانونه د اندونیزیا له لاري استرالیا ته رسوي او هلته د سیاسي پناه غواړي.

یوازي په روان کال کې په نزدې سلو کښتیو کې تر ۷۰۰۰ ډیر غیر قانوني کډوال د استرالیا کریسمس ټاپو ته رسیدلي دي. د دغو کډوالو په ډله کې ډیري ئې د افغانستان، عراق او سریلانکا وگړي دي چې د جنگونو او بې وزلۍ له کبله له خپلو هیوادونو څخه گډه کېدو ته مجبوریږي.

دوې اونۍ پخوا د استرالیا او اندونیزیا تر منځ په اوبو کې دوې کښتۍ ډوبې شوې، چې شاوخوا ۹۰ کډوال پکښي مړه شول. تر دې پېښو وروسته د استرالیا لومړۍ وزیري یو کمیسیون وټاکه چې د کډوالو په اړه څېړني وکړي او د ستونزي د حل له پاره خپل وړاندیزونه وکړي.

د دغه کمیسیو مشري د استرالیا پخواني د دفاع وزیر انگوس هوستون، کوله. هغه پخپل رپوټ کې لومړۍ وزیرې یولیا ته وړاندیز کړی دئ چې باید د نایور په جمهوریت او نوي پاپوا گینه هیواد کې د کډوالو د ساتنې مرکزونه پرانیستل شي چې نور کډوال استرالیا د رارسیدو له پاره دومره خطرونه پر خپل ځان و نه مني.

د استرالیا لومړۍ وزیرې دغه وړانديزونه منلي دي او د دې له پاره چې هغه په قانون بدل شي د پارلمان د تأیید له پاره ئې استولي دي. د نایور په جمهوریت او نوي پاپوا گینه هیواد کې د کډوالو د ساتلو مرکزونه نزدې لس کاله پخوا جوړ شوي ول.

د بشري حقونو فعالانو د دې وړاندیزونو عملي کیدل د استرالیا د کډوالو په پالیسي کې یو پر شا تگ بللی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل

DW.COM