1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

استراليا او ماليزيا يوې موافقې ته سره رسيدلی

دواړو هيوادونو داسي يو تړون لاسليک کړي چي له مخي به يې د پناه غوښتونکو په اړه د يو بل سره معلومات تبادله کوي. دغه کار دواړه هيوادونه په غير قانوني توګه د خلکو د قاچاق د مخنيوی له پاره يو کو ښښ بولي.

په استراليا کي د مهاجرو يو کمپ

په استراليا کي د مهاجرو يو کمپ

د آستراليا د مهاجرينو وزير کرس بوين د ماليزيا د کورنيو چارو د وزير حسام الدين حسين سره د دغه تړون تر لاسليک وروسته خبريالانو ته ويلي:« دا يو ازمايښتي پروژه ده، که چيري دې په ښه توګه کار ورکړ، موږ به په مناسب وخت کي بل ګام پورته کړو، او په سيمه ييز چوکاټ کي آستراليا د نورو هيوادونو سره د خبرو اترو له پارخپلي دروازې خلاصي پريښي.»

دغه تړون، چي د سې شنبې د ورځ څخه وروسته به عملي بڼه ولري، په پام کي ده چي د مهاجرينو هغه ۸۰۰ کسيزه ډله چي د بيړيو په واسطه د آستراليا اوبو ته دننه سوې په دقيقه توګه ترچاڼ وروسته به د دريو ورځو په اوږدو کي بيرته ماليزيا ته وليږل سي.

دوی به هلته په يو مؤقتي ځای کي د ۴۵ ورځو له پاره وساتل سي تر څو د مهاجرينو له پاره د ملګرو ملتونو اداره د دوی د پناه غوښتلو دوسيه وڅيړي.

په ماليزيا کي به وروسته دوی ځايي ټولنو ته انتقال سي او دوی ته به د کارونو او زده کړو له پاره اجازه هم ورکړل سي. پر دې سربيره تر هغه وخته چي د دوی راتلونکې معلوميږي د صحي خدماتو څخه به هم ګټه پورته کولای سي.

سياسي مسله

په آستراليا کي د پناه غوښتونکي مسئله يوه سياسي مسئله ده. د واکمن کارگر ګوند لومړۍ وزيره جوليا ګيلراد د عامه خلکو تر سختو نيوکو لاندي وه، چي د پناه غوښتونکو سره د نرم چلند څخه کار اخلي او د ماليزيا څخه په بيړيو کي د راتلونکو پناه غوښتونکو په مخ نيوي کي پاته راغلې.

تير کال ګيلراد د ټولټاکنو په کمپاين کي د پناه غوښتونکو په اړه ويلي ول، چي دوی به ختيځ تيمور ته وليږل سي، خو د ډلي د انکار وروسته دغه پروژه د ناکامۍ سره مخ سوه.

د آستراليا د شنو ګوند دغه نوی تړون غندلی او دا يي يو غير انساني کار بللی، خو په دې اړه نور څه نه سي کولای. ځکه چي دغه پريکړه د پارلمان د تصويب پرته هم د منلو وړ ده.

د بشري حقونو ټولنو هم دغه تړون غندلی او د ماليزيا له اړخه يې د پناه غوښتونکو سره د ممکنه ناوړه چلند په اړه خپله انديښنه څرګنده کړې.

ګيلارد په کانبيرا کي خبريالانو ته ويلي، چي ماليزيا ته ليږونکي مهاجرينو ته به د قدر او احترام په سترګه کتل کيږي.

آستراليا په اوسني وخت کي په بند ځايونو کي د ايران، عراق، ويتنام، سري لانکا او افغانستان څخه ۶۰۰۰ پناه غوښتونکي لري.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM