1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

اروپا یوه ډله افغانان بیرته افغانسان ته ستانه کړل

له تیرو څو کلونو راهیسي د لومړي ځل له پاره د افغان ځوانانو یوه لس کسیزه ډله له یوه اروپايي هیواد څخه د هغوی پر وینا په زور افغانستان ته واستول شول. دغه ځوانان د یکشنبې په ورځ له ناورې څخه کابل ته ورسیدل.

دغه ځوانان چي عمرونه یې د ۱۸ او ۲۵ کلونو تر منځ دي د یوې چارتر الوتکې په واسطه د یکشنبی په ورځ د کابل هوايي ډګر ته ورسیدل.

دغه کسان چې د ناروې له پلازمینې اوسلو څخه کابل ته شړل شوي دي، ادعا کوي چې د ناروې هیواد پرته له دې چې د افغانستان شرایط په پام کې ونیسي د دوی د کډوالۍ دوسیې وتړلې او د دوی له خوښي پرته یې افغانستان ته ورواستول.

دغه ځوانان وایي چې په سختو لارو او ډیرو پیسو یې ځانونه ناروې ته رسولي ول او له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې غږ يې واوري ځکه چې په وینا یې په افغانستان کي یې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

نظیف هغه ځوان دی چې د ایران، ترکيې او یونان هیوادونو له لارې په ډیرو کړاونو ناروې ته رسیدلی وو. نظیف زیاتوي چې له دوی سره په ناروې کې ډير بد سلوک شوی دی او په یوه نامناسب وخت کې چې خلک له افغانستان څخه د وتلو په حالت کې دي، بیرته دغه هیواد ته استول شوی دی:

«هغوی موږ ته ډیرې ستونزې جوړې کړې، نه یې کور راکاوه، نه یې د خوړو له پاره کوم څه، کار هم نه وو، تر څو چې څوک قبول نه شي هيڅ نه شي کولای.»

ویل کیږي چې افغان ځوانان اروپا ته پر ناقانونه لارو د تګ پر مهال له بېلا بېلو ګواښونوسره مخامخ کیږي.

محمدعلي یو بل ځوان دی چې وایي د غزني د جاغوریو اوسیدونکی دی او دی هم له ناروې څخه په زوره ایستل شوی دی. نوموړی وایي چې د خپلې کورنۍ دوه غړي یې هم ناروې ته پر لار، له لاسه ورکړل او ا وس په افغانستان کي کوم ځای نه لري:

د بشري حقونو په لسگونو تنو فعالینو د شنبې په ورځ د پارلمان د ودانۍ مخې ته له اروپایي هیوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پر ضد احتجاج وکړ.

د بشري حقونو په لسگونو تنو فعالینو د شنبې په ورځ د پارلمان د ودانۍ مخې ته له اروپایي هیوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پر ضد احتجاج وکړ.

«زه له خپلي کورنۍ سره د ترکیې له لارې ناروي ته تلم چې د شپې پر مهال مې په یوه بیړۍ کې خپل د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړل.» د هغه په وینا دغه بیړۍ په اوبو کې غرقه شوې وه.

له کورنۍ جګړې تیښته او په یوه اروپايي هیواد کې د ښه ژوند د جوړولو هیله هغه انګیزه وه چې دوی وايي اروپا ته یې د تللو ستونزمنه لاره غوره کړې وه.

یوه بل ځوان سردار د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: «د کوم چا د پناه غوښتنې دوسیه چې و نه منل شي نو مجبوریږي چې هلته په تور ډول په پټه ژوند وکړي، او دغه یو ډیر ستونزمن ژوند وي. وکیل ته لاس رسی نه لري، ډاکټر ته نه شي تلای او داسې نوري ستونزې.»

په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د کمشنرۍ (UNHCR) یوه چارواکي مرتضی روفي له اروپا څخه د افغان ځوانانو د یوې ډلې د را ایستلو په غبرګون کې وویل چې که څه هم افغانستان لا هم د یوه خوندي سیمي په توګه نه شمیرل کیږي لاکن افغانان باید پر هغو لارو اروپا ته له تلو څخه را وګرځول شي چې د انساني قاچاقبرانو له لوري پرانیستل شوي دي:

«افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې ډیری وګړي یې کډوالۍ ته مخه کوي خو هغه مسئله چې زموږ له پاره مهمه ده، دا ده چې دوی چې له کوم مسیر څخه تیریږي، د جنسي ځورونې، تښتونې، په لاره کې د ورکیدو او آن د قتل په څیر له ستونزو سره لاس او گریوان کیږي. دوی مهاجر کیږي او د هغوی یوه برخه پر دې توانیږي چې د خپلې خوښې وړ یوه هیواد ته د لکه د بیلگې په توگه انگلستان او جرمني ته ځانونه ورسوي خو دا حتمي نه ده چې هغوی دې ومنل شي. هلته د رسیدو وروسته د هغوی د پناغوښتنې عریضي څیړل کیږي.»

د افغان ځوانانو یوه څو کسیزه ډله پر داسې یوه وخت کې له ناروې څخه راایستل شوې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنین د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیټې په دریمه غونډه کې له هغو هیوادونو څخه مننه وکړه چې د افغانانو کوربه دي.