اروپايي ټولنه پر برما باندي بنديزونه له منځه وړي | دويچه ويله پښتو | DW | 23.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

اروپايي ټولنه پر برما باندي بنديزونه له منځه وړي

اروپايي ټولني په برما کی د نوو اصلاحاتو د رامنځته کولو له کبله خپل تعزیرات پر دغه هیواد باندي ورا په ورا له منځه وړي. په هغو کي به د نورو تر څنګ، اروپايي ټولني ته د برما د لوړ پوړو چارواکو د سفر کولو بندیز هم له منځه ولاړ سي. په دې اړه پرېکړه به نن دوشنبه په بروکسل کي د اروپايي ټولني د خارجه وزیرانو له خوا رامنځته سي. خو د وسلو د صادراتو د منع کولو موضوع به پر خپل ځای پاته وي.