1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

اختر او اتڼونه

اتڼ له پخوا څخه د افغاني کلتور د خوشاليو يو توده برخه ده، چي د پيړيو راهيسي په زياته بيا پښتني کلتور کي ﺉې ځان ته ځای پيدا کړی دﺉ. ويل کيږي چي د دغي لوبي يا ګډا تاريخي لرغونتيا اريايي ټولني ته رسيږي.

دغه ملي او ولسي ګډا معمولاً له ډول او سورنا سره تر سره کيږي، او پکښې د اجرا کوونکي د وجود ټول غړو په ځانګړې توګه سر، لاسونه، پښې، غاړه، اوږې، ځيګر او نور ته په مخصوص او منظم ډول حرکت ور کوي.

لا هم د هېواد د نورو سيمو ترڅنګ په پکتيا ولايت کې د ځوانانو او سپين ږيرو ترمنځ ژوندى پاتې ټولمنلى دود دى او په هره خوشالۍ،نغره او ښادۍ کې ځوانانو له خپل ځوک سره سم د ډول ډنګ ته تاويږي او څڼې اچوي.

اتڼ چي یو وخت جګړې ته د تياري له پاره يو ورزش بلل کېدی د وخت په تيريدو سره دا ملي ورزش د افغاني موسيقۍ او هنر يوه په زړه پوري برخه وګرځېده. اوس اټن په و دونو،ملي ورځو او اخترونو کي ترسره کيږي او په هره سيمه کي مختلف ډولونه لري.

اتڼ د افغانستان په ډيرو سيمو خو په ځانګړې توګه پکتيا کي بيا خپل ځای لري. د دغه ولايت يو اوسېدونکی محمود له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل:«زه تقريباً٨٠ کاله عمر لرم، زموږ د ځوانۍ په وخت به ډولونه او شپيلۍ وې او موږ به شاړۍ اغوستې وې او اتڼ ته به مو يوه مياشت مخکي تياري نيوله، پښې او لاسونه به مو ورته په کلکو تيږو پاکول او ډېر وخت به مو څڼي غوړولې، چې د اتڼ ورځو ته ښې برابري وي.»

په افغانستان کي مشهور اتڼونه د پکتيا، غزني او کټواز دا بلل کېدل خو په دې وروستيو کي دغه ميدان د نويو ځوانانو په منځ کې د اکاخېلو اتڼ نيولى دﺉ.

اتڼ په پکتيا کې اوس هم ډېر مينه وال لري، يو شمېر ځوانان وايي، چې دوى د اتڼ کولو او يا د هغې د نندارې له پاره له خپل کلي پرته نورو کليو او ليرو سيمو ته هم ځي.

افغاني پېغلي د ملي اتڼ پر مهال

افغاني پېغلي د ملي اتڼ پر مهال

حسن جان چې د ګردېز اوسيدونکى دﺉ، وايي چي اتڼ ﺉې زده دﺉ، خو تر کولو ﺉې له نندارې ډېر خوند اخلي: «زموږ په سيمه کې واړه او غټان ټول له اتڼ سره مينه لري، هر څوګ، چې واده کوي، بيا د ډولونو او سورنا کسان راغواړي او له ليري ليري سيمو ورته خلک راځي، چې په فلاني ځاى کې واده دﺉ او اتڼ هم پکې شته. ما پخپله هم اتڼ زده دﺉ، خو د دې پر ځاى، چې ميدان ته ووځم، تر هغه ﺉې ننداره ډېره خوند راکوي.»

اټن په لومړيو وختونو کي يوازي د ځوانانو لوبه وه خو اوس ﺉې ورزشي احميت ډير کم دﺉ او اوس ﺉې د يوې ډله ييزي نڅا بڼه خپله کړې ده.

دغه نڅا اوس پر نارينوو سر بيره ښځي هم کوي او تقريباً د پښتنو په ټولو خوشاليو کي ښځي هم په ډله ييزه توګه اتڼ کوي.

فريدالله ظاهر/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض