1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

احمد سعیدي: نوي والیان د حالاتو د کابو کولو له پاره ټاکل شوي

د ملي یووالي حکومت د څلورو شمالي ولایتونو نوي والیان وټاکل. په داسې حال کې چې ورځ تر بلې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جګړه د غځیدو په حال کې ده، کارپوهان وايي چې دا اقدام د حالاتو د کابو کولو په موخه شوی.

اوډيو واورئ 02:02

د سیاسي چارو له کارپوه احمد سعیدي سره مرکه

د ملي یووالي حکومت د څلورو شمالي ولایتونو نوي والیان وټاکل. د اجرائیه ریاست ویاند په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د عبدالستار بارز د بغلان، محمد یاسین ضیا د تخار، ظاهر وحدت د سرپل او سید انور سادات د فاریاب ولایت د والي په توګه ټاکل شوي دي. د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې دغه کسان د افغانستان د شمال د وضعیت خرابیدو په پام کې نیولو سره د حالاتو د کابو کولو په موخه سیمې ته استول کیږي.

DW.COM

د موضوع په اړه ویدیوگانې او غږونه