«نوي والیان د حالاتو د کابو کولو له پاره ټاکل شوي»
۱۳۹۴ مهر ۱۶, پنجشنبهاعلان
د ملي یووالي حکومت د څلورو شمالي ولایتونو نوي والیان وټاکل. د اجرائیه ریاست ویاند په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د عبدالستار بارز د بغلان، محمد یاسین ضیا د تخار، ظاهر وحدت د سرپل او سید انور سادات د فاریاب ولایت د والي په توګه ټاکل شوي دي. د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې دغه کسان د افغانستان د شمال د وضعیت خرابیدو په پام کې نیولو سره د حالاتو د کابو کولو په موخه سیمې ته استول کیږي.