1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

احمدي نژاد د خليج او افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو غوښتنه کړې

د ايران جمهور رييس نن په تهران کي د وسلوال پوځ د ملي ورځي د لمانځني په مناسبت په يوې وينا کي وويل:« په سيمه کي د بهرنيو ځواکونو شته والي ته اړتيا نه سته.هغوی بايد ووځي او د سيمي دولتونه دي د خپلو چاروغم په خپله وخوري.».

د ايران جمهورريس محمود احمدي نژاد

د ايران جمهورريس محمود احمدي نژاد

له دې مخکي د شنبې په ورځ هم احمدي نژاد د امريکا پر متحده ايالاتو باندي تنده لفظي حمله وکړه.

په تهران کي د اټومي وسلو ضد يو کنفرانس کي د خپلي دي غوښتني ته چي ولي متحده ايالات د اټومي انرژۍ د څارني له نړيوالي ادارې IAEA څخه وايستل سي، د دليل په توګه احمدي نژاد وويل:« واشنګټن لا مخکي د نورو هيوادونو پر ضد له اټومي وسلو څخه کار واخيست او په راتلونکي کي يې هم د هستوي وسلو د استعمال ګواښ کړی دی.»

د ايران د دولت مشر، چي هيواد يې له څو کلونو را په دې خوا د خپل اټومي پروګرام له امله تر نړيوالو نيوکو لاندي دی يادونه وکړه: د اټومي وسلو د له منځه وړلو د کنترول لپاره بايد يوه نړيواله خپلواکه اداره جوړه سي.

په دې منځ کي د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کي پنځه دايمي غړي او آلمان په نيويارک کي خپلو غونډو ته دوام ورکړي، ترڅو د ايران پر ضد پر نوو بنديزونو باندي خبري وکړي.

په ملګرو ملتو کي د آلمان استازي، Peter Wittig چي په شپږ کسيزه غونډه کي د خپلو امريکايي، روسيي، بريتانوي، فرانسوي او چينايي همتاو ترڅنګ د ايران پر ضد د بنديزونو په غونډه کي برخه اخلي، وويل، چي راتلونکې غونډه د دوشنبې په ورځ جوړيږي.

دغه ډيپلوماټان د متحده ايالاتو له خوا پر هغه مسودې باندي نظر اچوي، چي د ايران پر ضد د وسلو د يو بشپړ او هراړخيز بنديز لپاره غوښتنه کوي.

ويل سوي دي، چي واشنګټن هيله من دی په همدې مياشت کي د ايران پر ضد دغه پريکړه په تصويب ورسيږي. خو چين او روسيه هڅه کوي چي د ايران پر ضد د متحده ايالاتو له خوا په وړاندي سوو بنديزونو کي نرمښت راوستل سي.

نړيواله ټولنه پر ايران باندي بد ګمانه سوې ده او وايي،چي دغه هيواد له هستوي انرژۍ څخه د ملکي استفادي په پلمه د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کي دي.تهران دا ډول تورونه ردوي.

په تهران کي د اټومي وسلو ضد کنفرانس

په تهران کي د اټومي وسلو ضد کنفرانس

په تهران کي د «اټومي وسلو ضد کنفرانس» په واشنګټن کي د جمهور رييس بارک اوباما په کوربه توب د تيري اونۍ د «هستوي مصونيت د سر مشريزي» په سيالي جوړ سو.

د ايران په پلازمېنه کي په دغه کنفرانس کي، چی د «هستوي انرژۍ د ټولو لپاره او هستوي وسلې د هيچا لپاره» تر شعار لاندي داير سو، د لسو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د کابو 60 هيوادونو کارپوهانوګډون درلو.

د فارس د خبري اژآنس د رپوټ له مخه د امنيت د شورا د پنځو دايمي غړو څخه تيټ پوړي پلاوی دې کنفرانس ته ورغلی دی.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د يو رپوټ له مخه، په خپل اټومي پروګرام کي د ايران د پرمختګونو له امله د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس په يو محرم ليک کي د متحده ايالاتو د يوې اوږد مهالي ستراتيژي د نشتوالي څخه خبرداری ورکړی.

ورځپاڼي د متحده ايالاتو د حکومتي چارواکو له خولې په يو مقاله کي ليکي دي، چي دغه چارواکي له هغه يو ليک څخه خبر دي، چي د اوباما امنيتي مشاور جيمز جانز په نامه ليکل سوی دی.

دغه ليک چي په سپينه ماڼۍ او د امريکا په استخباراتي ادارو کي د يو ډير محرم سند په توګه درجه بندي سوی دی، په دفاع وزارت کي د هغو هڅواو هلو ځلو څخه خبري سوي، چي د ايران په اړه جمهور رييس اوباما ته يې نوي لاري چاري په اختيار کي ورکړای سي.

د هغو په جمله کي يوه هم پوځي لاره چاره ده، که چيري د ايران پر خلاف ډيپلوماسي ناکامه سي او بنديزونه ګټه ونه کړي. خو په دغه پوځي لاره چاره باندي تر اوسه پوري په هر اړخيزه توګه کار نه دی سوی.

AG/DPA/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل