1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ائتلافي ځواکونو افغاني پوليسو ته درنه مرگ ژوبله اړولي

د امريکې د متحده ايالتونو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د يو هوائي بريد په ترځ کې 7 تنه افغان پوليس وژل سوي.

د ننگرهار چارواکي وايي چې دامريکايي ځواکونوپه بمبارۍ کي سهوآ افغان پوليس وژل سوي

د ننگرهار چارواکي وايي چې دامريکايي ځواکونوپه بمبارۍ کي سهوآ افغان پوليس وژل سوي

د ننگرهار د امنيې قوماندانۍ نن ويلي دي چي مخکي له دې پېښي د خوگياڼیو ولسوالۍ په سيمه کې پر افغان پوليسو باندي د طالبانو لخوا ډ زي سوي وي چې وروسته دوی د امريکايي ځواکونو څخه مرسته غوښتې وه او امريکايي ځواکونو په ناسم پوهاوي ددوي پوسته بمبارد کړې وه.
بله خوا بيا وسلوالو طالبانو په سيمه کې رسنيو ته ويلي چې د وي تيره شپه په خوگیاڼيو ولسوالۍ کې پر يوي دولتي پوستي بريد کړی او دولس تنه يي افغان پوليس يي وژلي دي.
خو دولتي چارواکو تر اوسه پوري ددي خبرپه اړه څه نه دي ويلي.