1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آیا یونان به د یورو په حوزه کې پاتې شي؟

تر اوسه پورې چا پر دې پوښتنه ډیر زیات فکر نه کاوه خو اوس دغه پوښتنه د یورو په غړو هیوادونو کې تر بحث لاندې ده. خو په یونان کې د یکشنبې د ورځې پارلماني ټاکنې به دې پوښتنې ته وروستی ځواب ورکړي.

یونان د اروپا د اتحادیې او بیا په خاصه توګه د یورو د حوزې له پاره له څه د پاسه یو کال را هیسې سر خوږ دئ. دغه هیواد له سخت مالي کړکیچ سره مخامخ شوی دئ او تر اوسه پورې نه دئ توانیدلی چې د حل لاره ورته پیدا کړي. د مې تر میاشتې پورې هم د یورو د حوزې د غړو هیوادونو رسمې دریځ دا وو چې یونان له یورو او یورو له یونان سره تړلي دي.

د یورو د ډلې له مشر ژان کلود یونکر، څخه به چې پخوا هر چا پوښتنه کوله نو هغه به ضد او نقیض ځوابونه ورکول:
«زه یوه ثانیه هم د یورو له حوزې څخه د یونان د وتلو په هکله فکر نه کوم. دا ټول هسې بې معنی خبرې او پروپاګندې دي. موږ باید د یونان دیموکراسي ته درناوی ولرو.»

خو لا شیبه تیره نه وه چې یونکر له خپلې خبری واوښت او ویویل: «موږ غواړو چې یونان د یورو په حوزه کې پاتې شي. خو هغه څه چې سړی د غوښتنې په توګه وړاندې کوي حتمی نه ده چې هغه دې پوره کړای شي.»

له دې خبرې داسې ښکاري چې د یورو غړي هیوادونه یونان ته عذر هم نه کوي چې نه هر مرو به پاتې کیږي. هغه څه چې تر یوې میاشتې مخکې اجازه نه وه چې څوک ئې په هکله خوله خلاصه کړي.

د اروپا د اتحادیې د کمیسیون غړي هم اوس په ښکاره توګه پر دې موضوع بحث کوي او پر هغه سناریو باندې کار کوي چې که چیرې یونان د یورو له حوزې څخه ووځي، وروسته له هغې به څه کیږي. د اروپا د اتحادیې د سوداګرۍ کمیسار کارل دی ګوخت، همدا څو اونۍ مخکې په یوه ورځپانه کې وویل: «د اروپا په مرکزي بانک او د اروپا د اتحادیې په کمیسیون کې کارپوهان پر هغه سناریو باندې کار کوي چې که چیرې یونان د هغې اتحادیې شرایط پوره نه شي کړای څه ډول چلند به ور سره وشي.»

ان د اروپا د اتحادیې د کمیسیون رئیس خوزی مانویل باروسو، د مې په یوولسمه نیټه ایتالوي ورځپاڼې ته وویل: «که چیرې یو غړی د خپل کلوپ مقررات مراعات نه کړي، ددې پرځای چي پاتې شي،غوره ده چې هغه ووځي.» که څه هم هغه د یونان نوم وانخیست، خو هدف همدا هیواد وو.

پر یونان باندې شرط ایښودل شوی دئ چې په خپلو دولتي لګښتونو کې باید ډیره سپما راولي. هغه څه چې ډیری یونانیان ورسره مخالف دي. په همدې وجه حکومتونه ئې یو پر بل پسې له قدرت څخه لیري کړای شول.

د یورو حوزه او د اروپا اتحادیه که له یوې خوا پر یونان په قهر ده، له بلې خوا ور سره خواخوږي هم لري. د المان د مالیې وزیر ولف ګانګ شایبله، څو اونۍ مخکې وویل: «که چیرې یونانیان پریکړه وکړي چې د یورو په حوزه کې نه پاتې کیږي، موږ هغوی مجبور کولای نه شو.

خو کله چې یونان او د دې هیواد اکثریت غواړي چې یورو د هغوی پیسه پاتې شي، فکر کوم له دې ډیره بله ښه لاره نه شته. دا دوه کاله کیږي چې موږ د دې له پاره زیار باسو. سړی نه شي کولای چې په یوه وخت کې هر څه ولري.»
یونان د راتلونکې یکشنبې په ورځ د همداسې یو انتخاب سره مخامخ دئ. په دې هیواد کې بیا پارلماني ټاکنې کیږي. د لوگزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر، پر یونانیانو غږ کړی دئ چې هغو ګوندونو ته خپلې رایې ورکړي چې د یورو په حوزه کې پاتې کیدل غواړي.

په تیرو ټاکنو کې د یونان کیڼ اړخې بلاک ډیرې رایې وګټلې. وروسته له هغې چې سیاسي ګوندونه ونه توانیدل چې یو ائتلافي حکومت جوړ کړي، کیڼ اړخې ګوند د نوو ټاکنو غوښتنه وکړه او اوس ډاډه ښکاري چې دا ځل به ښکاره بریالیتوب ته ورسیږي. دا بریالیتوب ښایي یونان ته د یورو له حوزې څخه د وتلو په قیمت تمام شي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش