1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

آیا پاکستان د اوبو له کمښت سره مخامخ کیدونکی دی؟

کارپوهان انديښنه څرگندوي چې که چیرې په پاکستان کې د اوبو بیړنۍ زیرمې جوړې نه کړل شي، نو دغه هیواد په راتلونکو لسیزو کې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

په اسلام آباد کې د یوه سیمینار په ترڅ کې وینا والو وویل چې چارواکي دغه مسله نه درک کوي. هغوی د ثبوت په توگه ادعا وکړه چې په هیواد کې په دې تړاو د اوبو کومه پالیسي نه ده موجوده.

د واپډا یا پاکستان د اوبو او بریښنا پرمختیا ادارې پخواني مشر شمس الملک په خپله وینا کې وویل: «پاکستان د اوبو کومه پالیسي نه لري او د پالیسۍ جوړونکو چلن د غیر حاضرو ځمکو خاواندانو په څیر دی. د دغه چلن له کبله پر اوبو د ځمکو خاوندانو یو ډول اجاره خپله کړې او غریبان له خپلې برخې محرومه دي. لهذا په پاکستان کې د اوبو مسلې سیاسي شکل غوره کړی دی.»

په بهاولپور کې د اوبو د چارو کارپوه عرفان چوهدري، د شمس المک دا خبره تائیدوي چې د اوبو مسله سیاسي شوې ده. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په پاکستان کې د اوبو پر مسله باندې سیاست کیږي، چې له کبله یې د اوبو زیرمې نه شي جوړیدای. په تیرو څلورو لسیزو کې د اوبو د زیرمه کولو کومه ستره پروژه بشپړه نه شوه. پاکستان په داسې سیمه کې دی، چې اورښت تل یو ډول نه وي. په ډیر کم وخت کې ډیر زیات بارانونه کیږي. د اوبو د زیرمو د نامناسب شمېر له کبله موږ اضافي اوبه نه شو استعمالولی.»

هغه ویلي دي چې له دې کبله ډیري اوبه سمندر ته ځي. د عرفان چوهدري په خبره کې که چیرې په همغږۍ سره د اوبو نوې زیرمې رامنځ ته نه شي، نو په راتلونکو لسیزو کې به هیواد د اوبو له سخت قلت سره مخامخ شي، ځکه چې یوازې د دیرشو ورځو اوبو د زیرمه کولو ظرفیت موجود دی. د هغه په خبره که چیري وضعیت همداسې دوام ومومي نو هیواد به د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي چې له کبله یې ښایي سیاسي ترینگلتیا هم ډیره شي او د ایالتونو تر منځ د ناندریو سبب هم گرځیدلی شي.

د فیصل آباد له زراعت پوهنتون څخه حامد شاه د دې ستونزې په هکله وایي چې زموږ د اوبه خور نظام د هغه وخت دی چې په بنسټیزه توگه په کال کې د یوه فصل له پاره په پام کې نیول شوی وو، خو اوس په کال کې درې، درې فصله کیږي او له دې کبله د اوبو استعمال هم ډیر شوی دی: «ټیوب ویلز (ژورو څاه گانو) څخه استفادې دغه وضعیت لا پسې پیچلې کړی. په هیواد کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه مخ پر کمیدو ده.

په ۱۹۵۱م کال کې د نفر پر سر ۵۲۰۰ کیوبک متره اوبه وې، چې اوس یوازې ۸۰۰ کیوبک متره، ته رارسیدلي دي. د پنجاب ایالتي حکومت اوس د اوبو د پالیسۍ مسوده چمتو کړې ده. داسې ښکاري چې حکومت خپله توجه د مېترو، سرویسونو او سړکونو پروژو ته اړولې ده او د اوبو په شان مهمه مسله یې له پامه غورځولې ده. دغه څه به نه یوازې زراعت ته زیان واړوي، بلکې د هیواد صنعت به هم زیانمن کړي.»

د مرکزي حکومت د پلان کمېسیون یوه چارواکي د نوم د ښوولو په شرط د دویچه اردو څانگې له خبریال سره په خبرو کې پر دې باندې اعتراف کړی دی چې په هیواد کې د اوبو د کمښت په هکله کومه پالیسي نه شته: «حکومت په تیرو یوولسو کلونو کې په دې نه توانیدلی چې آیا د اوبو پالیسي د پلان کمېسیون جوړه کړي، که د اوبو او بریښنا وزارت. اوسني حکومت دا پریکړه چې دغه پالیسي به د اوبو او بريښنا وزارت جوړوي. وزارت د اړونده پالیسې مسوده جوړه کړې ده.» هغه ویلي دي چې اوس به وکتل شي چې څه وخت دغه پالیسي وروستی شکل غوره کوي.

د دغه چارواکي په خبره د کومې پالیسې یا تگلارې پرته په هیواد کې د اوبو ۸۵ پروژې دي چې پکښې د بهاشا او منډا په شمول ځیني واړه بندونه شامل دي. پر دې سربیره د نهرونو د پراخوالي ځینې پلانونه هم شته.

په پاکستان کي د موسمي بارانونو انځورونه(له ارشيف څخه)

DW.COM