1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

آیا له تاپي پروژې سره لیوالتیا لږ شوې؟

«د خدای په امان تاپي، سلام تیی» د دیپلومات مجلې د یوې مقالې سرلیک دی چې د مایع ګاز د نړیوالي انترنتي پاڼې په شمول ډیرو رسنیو خبري پرې کړي دي. په افغانستان کې د ناامنیو په خاطر هند د ګاز رسولو د یوې بلې لارې په لټه کې دی.

د تاپي پروژه په سیمه کې یوه لویه پروژه ده چې له ترکمنستان څخه ګاز لومړی افغانستان، بیا پاکستان او وروسته هندوستان ته رسیږي. د دغې پروژې د پلې کولو له پاره یو کنسرسیوم جوړ شوی دی. پلان شوې وه چې پر تاپي باندي عملي کار به په ۲۰۱۵م کال کې پیل او تر ۲۰۱۷م کاله پوري به بشپړ شوي. خو اوسه لا هم د دغې پروژې د پلي کیدو پر څرنګوالي باندي کار روان دی.

د ایران د اتومي پروګرام پر سر توافق یووار بیا د نړیوالو پام په دغه هیواد کې پانګه اچووني ته جلب کړی دی. د دیپلومات په مقاله کې راغلي دي چې هندوستان او ترکمنستان د تاپي پروژې ته د یوه «مړه اسپ په توگه» ګوري.

دیپلومات ویلي دي چې د سیمې هیوادونو تر منځ په دیپلوماتیکو اړیکو کې بدلون په پانګونو کې هم د بدلون سبب شوی دی. په دې لیکنه کې راغلي دي چې هند او ترکمنستان د ایران له لارې هندوستان ته د ګازو له لیږدولو سره لیوالتیا لري، خو اوس هم په دې باور دي چې د اجرا کیدو په صورت کې د تاپی پروژې موثریت لوړ دی.

په هند کې د تاپي غونډه

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند محې الدین نوري، له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل چې اوس هم په تاپي کې د ښکیلو هیوادونو تر منځ خبري رواني دي. هغه زیاته کړه: «په کابل کې د تاپي پروژې د راتلونکې غونډي د جوړېدو پر سر بحث روان دی او دا په دې معنی ده چې د تاپي او د هغې اجرا د ښکیلو هیوادونو په پلان کې شامله ده. انشاالله ژر به د راتلونکې غوندې او د دغې پروژې د پلي کیدو شاهدان یو.»

د تاپي ۲۱مه غونډه د ۲۰۱۵م کال په مارچ میاشت کې په کابل کې جوړه شوه. تر هغه وروسته بیا په اسلام آباد کې بله غونډه وشوه. اوس رسنیو په هندوستان کې د تاپي د غونډې خبره کړې ده. د اذربایجان «ترند» رسنۍ لیکلي دي چې یو ترکمنستانی استازی د سه شنبې په ورځ هندوستان ته تللی چې د تاپي په اړه خبري وکړي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند وویل چې د دې غونډي په اړه معلومات نه لري. هغه زیاته کړه له دې کبله چې په افغانستان کې رخصتي وه، نو نه پوهیږي چې آیا د افغانستان او پاکستان استازي به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

خو هغه پر دې خبره ټینګار وکړ چې د تاپي په اړه به یوه بله غونډه وشي چې ټول ښکیل اړخونه به پکې ګډون ولري.

د ګازپروم شرکت پورونه

په عین حال کې د دیپلومات مجلې ویلي دي چې له تاپي پروژې سره د ترکمنستان د لیوالتیا د کمښت یو بل علت د ګاز پروم شرکت له خوا د دغه هیواد د پورونه نه ادا کیدل دي چې ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي. دغه شرکت د تاپي پروژې د کانسرسیوم یو له لویو پانګوالو څخه دی.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «زه په دې باور نه یم چې د یو څو ملیتي شرکت له خوا د یوه هیواد د پورونو نه ادا کول به پر دغې پروژې باندي اغیزه ولري.»

د تاپي پروژې د څنډېدو چې په ۲۰۰۲م کال کې بحثونه پر پيل پیل شوي، یو علت په افغانستان او پاکستان کې ناامنۍ ده. د دغي پروژې د پلي کیدو له پاره د «تاپي پایپلان لمتد» په نوم یو کانسرسیوم جوړ شوی دی چې څلور هیواده یې غړيتوب لري. خو تر اوسه پوري لا د دغه بنسټ د مشرتوب په اړه پریکړه نه ده شوې.

د اقتصادي چارو کارپوه استاد سید مسعود، د افغانستان پر وړاندي د پاکستان دوه مخی سیاست او د نوي دهلي او اسلام آباد تر منځ خړي اړیکي د دغې پروژې د ځنډیدو سبب وباله. هغه زیاته کړه چې پاکستان غواړي په سیمه کې د یاغیانو په ملاتړ کولو سره امتیازات ترلاسه کړي: «ښاغلي غني او د افغانستان حکومت له همدې کبله له طالبانو سره د سولې ګړندۍ هلې ځلې پیل کړي دي، چې بل اړخ آرام شي او په افغانستان کې خپلي ګټي وویني او په پای کې پریږدي چې په افغانستان کې دغه ډول پروژې پلي شي.»

د مسعود په خبره افغانستان به هر کال د تاپي له پروژې څخه څلور میلیارده ډالر ترلاسه کړي او له دې کبله به يې په افغانستان کې اقتصادي وده رامنځته شي. دغه کارپوه وایي چې په وروستیو وختونو کې هندوستان او چین افغانستان ته ځان نزدې نه بولې: «په هغه صورت کې چې موږ هندیان له خپلو سیاسي حلقو څخه ليري کړي وي، نو دا هغه اشتباه ده چې موږ په وروستیو کلونو کې له خپلې سیاسي حلقې څخه د چین له ایستلو سره کړې وه. چین او هند دوه داسې اقتصادي قدرتونه دي چې افغانستان یې باید له لاسه ور نه کړي. د دغو دوو هیوادونو په مرسته موږ کولای شو چې اقتصادي او آن امنیتي حرکتونه وکړو.»

د تاپي پروژې لګښت اته میلیارده ډالره اټکل شوی دی چې یوه برخه یې د اسیا پراختیایي بانک ورکوي. پر دې سربیره په پروژه کې ښکیل څلور نور هیوادونه هم د خپلې ونډه په اندازه پانګونه کوي. افغانستان به د دې پروژې ۲۵ سلنه شریک وي او د کاله به ۴۰۰ ميليونه ډالره گټه ورته راځي.

DW.COM