1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آیا شېنګن له ګواښ سره مخامخ دی؟

تقريبا ۳۰ کاله پخوا په شېنګن کې د «بې پولې اروپا» بنسټ کېښودل شو. خو نن شېنګن خپل پای ته رسېدونکی برېښي ځکه چې سويډن او دنمارک يو ځل بيا په سرحدونو کې کنترول پيل کړی دی.

په راتلونکو کلونو کې د شېنګن سرنوشت اوس په بروکسل پورې اړه لري. چې آيا شېنګن به «تلپاتې» وي لکه څنګه چې يې اصلي پلان وو؟

شېنګن په لوکسنبورګ کې د موزل سيند ته پروت يو ښايسته کلی دی چې ۵۰۰ اوسېدونکي او د انګورو ډېر تاکونه لري. دغه کلی لکه يو موزيم غوندې دی چې د سړي ذهن ته ډېرې پخوانۍ او لرغوني زمانې په ياد راولي. څه باندې دېرش کاله پخوا په اروپا کې د آزاد تګ راتګ بنسټ کېښودل شو. يوازې د ګوتو په شمېر خلکو پکې ګډون درلود. د شېنګن د هغه وخت ښاروال روژر وېبر، وايي: «دا هغه وخت څه غټه خبره نه وه. ځکه نو ډېرو خلکو فکر کاوه چې تړون به يو کال اعتبار ولري او بيا به پولې بېرته وتړل شي.»

نن سبا دلته په زرګونو خلک د آلمان، لوکسنبورګ او فرانسې تر منځ تګ راتګ کوي. هغه زیاتوي: «خلکو هغه وخت تصور نه شوای کولای چې دغه کار به دومره بريالی وخيژي.»

د موزل سيند د پاسه ډېر راتګ راتګ کېدای شي ډېر ژر پای ته ورسيږي که دلته هم د پاسپورټونو کنترول بېرته پيل شي. بيا به خلک له پولې څخه د تېرېدلو له پاره انتظار وباسي.

دا حالت لا نه دی راغلی، خو هغه نور رديږي هم نه. د شېنګن تړون کېدای شي وار په وار بېرته واخيستل شي. په سويډن او دنمارک کې کنترول د دې بهير لومړنۍ نښې دي.

د لوکسنبورګ پخوانی لومړی وزير ژک سانتېر، د شېنګن له پای څخه خبرداری ورکوي ځکه چې شېنګن د ده په خبره يوه ډېره ښه مفکوره ده چې ټوله دنيا ورته د شاباسئ په سترګه ګوري: «شېنګن ډېر کوچنی پیل شو او اوس په ټوله دنيا کې شهرت لري. هيچا باور نه لاره چې يو څه به ځنې جوړ شي. نن سبا چينايان شېنګن ته راځي او د اروپا او د آزاد تګ راتګ ريښې پکې لټوي. هغوی حيرانيږي چې شېنګن يو کوچنی کلی دی. خو د ډېرو سرحدونو په منځ کې پراته دغه کلي کې مو دغه مهم تړون رامنځ ته کړی دی.»

په ۱۹۸۵ کال کې د شېنګن لومړی تړون لاسليک شو. لس کاله وروسته سرحدي پوستې وتړل شوې. لومړی دا کار په آلمان، فرانسه او بېنېلوکس هېوادونو کې وشو.

په شېنګن کې نن سبا څه باندې شل هېوادونه ګډون لري، نه يوازې له اروپايي ټولنې څخه، بلکې سويس، ليشتن شتاين او ناروې هم په شېنګن ساحې پورې اړه لري.

ژاک سانتېر زياتوي: «د سرحدونو په خلاصولو او د آزاد تګ راتګ په رامنځ ته کولو پورې اقتصادي ګټې هم تړلې دي. خو غيرقانوني کډوالي او د هېوادونو د ملي حاکميت زيانمنتيا هم د شېنګن په منفي اړخونو کې راځي.»

شېنګن يوازې هغه مهال کار کوي چې د شېنګن د ساحې بهرنۍ پولې ټينګې وي. خو د بهرنيو پولو ساتنه او د غړو هېوادونو تر منځ مسووليتونه هم صحيح وېشل شوي نه دي. ايټاليې او يونان خپل مسووليتونه د فشار د آلې په توګه کارولي دي.

که د بهرنيو پولو په اوږدو مشکلات پيدا شي، نو څرګنده ده چې دننه به هم يو عکس العمل ښکاره کيږي. هغه بيا د نويو پولو رامنځ ته کېدل دي. آيا شېنګن نور خپل پای ته نژدې شوی دی؟ ژک سانتېر، چې د شېنګن سيستم په تر ټولو مهمو کارپوهانو کې شمېرل کيږي، وايي چې شېنګن بېرته نه شي اخيستل کېدای.

د سويډن او دنمارک په څېر کنترول بايد ټول وخت براقراره پاتې نه شي: «پخوا به خلکو د لوکسنبورګ او فرانسې د سرحد په اوږدو یو ساعت انتظار ايسته. دا اوس له تصوره لېرې خبره ده. هيچا نه شو کولای دلته ژوند او هلته کار وکړي. سرحدونه د اروپايي ټولنې د داخلي مارکېټ له پاره لوی خنډونه وو چې د شېنګن په مرسته له منځه تللي دي.»

خو له شېنګن څخه به څه شی پاتې شي؟ کېدای شي هغه به يو کوچنی شېنګن وي چې ډاډمن او مسووليت منونکي هېوادونه پکې غړيتوب لري. هغسې هېوادونه چې نه غواړي په خپل منځ کې پولې ولري.

DW.COM