1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آیا د نگورنو قره باغ د لانجې کوم حل تر سترگو کیږي؟

د آرمنستان او آذربایجان تر منځ د نگورنو قره باغ د سیمې په سر جگړې یو ځل بیا زور اخیستی. د قفقاز د چارو کارپوه او وي هلبخ، د دغې کړکیچ علت د پخواني شوروي وخت پورې تړي. هغه د دې کړکیچ په اړه دویچه ویله ته معلومات ورکړي دي.

دویچه ویله: ښاغلي هلبخ، که سړی یې په لنډو ټکو راونغاړي، د نگورنو قره باغ پر سر شخړه په څه ده؟

هلبخ: دا د ملکیت پر سر شخړه ده چې د پخواني شوروي اتحاد د انتقالي دورې پر مهال رامنځ ته شوه او تر پاشل کیدو وروسته موده کې لاپسې پراخه شوه. دغه شخړه په ۱۹۸۸م کال کې هغه مهال پيل شوه چې د نگورنو قره باغ د سیمې پارلمان چې په ۱۹۲۳م کال کې له آذربایجان سره یو ځای شوی وو غوښتنه وکړه چې د آرمنستان له جمهوریت سره دې وتړل شي. دغه څه د دواړو جمهوریتونو آرمنستان او آذربایجان تر منځ د سخت کړکیچ سبب وگرځید. په اصل کې دا د ځمکنۍ بشپړتیا پر سر شخړه ده چې د پخواني شوروي اتحاد له وخت سره تعلق نیسي.

ډاکټر او وه هالبخ، د برلین میشته پوهې او سیاست په بنسټ کې د قفقاز د چارو کارپوه

ډاکټر او وه هالبخ، د برلین میشته پوهې او سیاست په بنسټ کې د قفقاز د چارو کارپوه

دویچه ویله: اوس نگورنو قره باغ په کوم مقام کې قرار لري؟ یعنې ملگري ملتونه اوس هم هغه د آذربایجان یوه برخه گڼي؟

هلبخ: په حقیقت کې تر اوسه هیڅ کوم هیواد نگورنو قره باغ د د یوه آزاد هیواد په توگه په رسمیت نه دی پیژندلی، آن د آرمنستان له لوري هم نه چې د نگورنو قره باغ سره نزدي اړیکي لري او د دغو ټولو تحولاتو په ترڅ کې یې د نگورنو قره باغ ملاتړ کړی.

دویچه ویله: ولې آرمنستان نگورنو قره باغ په رسمیت نه دی پیژندلی؟

هلبخ: آرمنستان به د دغسې پر رسمیت پیژندلو سره د دغه کړکیچ په هکله د خبرو اترو ټوله پروسه چې له ۱۹۹۲م کال راهیسې یې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان پر مخ وړي، گډوډه کړی وای او آرمنستان دغه کار نه غوښت. آرمنستان په دغو خبرو اترو کې ونډه درلوده او د آرمنستان له لوري د قره باغ په رسمیت پيژندلو به په دغه پروسه کې خلل رامنځ ته کړی وای او کیدای شوای چې آرمنستان د مذاکراتو له بهیر څخه تر یوه معین حده وتلی وای. خو آرمنستان په ځانگړو کړکیچونو وضعیتونو کې د قره باغ د رسمیت پيژندلو گواښ کړی دی.

دویچه ویله: د ۹۰ یمې لسیزي په پیل کې د جگړو وروسته یو اوربند رامنځ ته شو. ولې اوس هغه مات شو؟

هلبخ: دغه اوربند اوس نه دی مات شوی، بلکه هر کال ترې سرغړونه شوې ده. دغه اوربند له ۱۹۹۴ کال راهیسې هیڅکله حقیقي او پایداره سوله نه ده رامنځ ته کړې. اوربند د جگړې یوه حالت ته خاتمه ورکړې، خو هیڅکله یې یو سوله ییز حالت نه دی رامنځ ته کړی. سړی کولای شي د ۱۹۹۴ کال د اوربند کرښه د لومړنۍ نړیوالې جگړې له خندقونو سره پرتله کړي، ځکه چې د اوربند د کرښې په دواړو اړخونو کې د کړکیچ د دواړو اړخونو پټ نخښه ویشتونکي شته. هر کال د متقابلو ډزو او د تاوتریخوالي ډکو پيښو په پایله کې څو تنه وژل شوي دي. خو اوس چې کومې نښتې رامنځ ته شوې له ۱۹۹۴م کال راهیسې یې سارې نه لیدل کیږي.

دویچه ویله: دغه شخړه د دوو سیمه ییزو قدرتونو روسیې او ترکیې سره څه اړیکه لري چې هر ځل یې د حفاظتي قدرتونو په توگه مداخله کړې؟

هلبخ: طبیعي خبره ده چې دغه کړکیچ به اوس د سوریې په شخړه کې د روسیې او ترکیې پر اړیکو باندې اغیز ولري. د تیر کال د نومبر میاشتې په پای د ترکیې د هوایي ځواک له لوري د یوې روسۍ جېټ الوتکې د ویشتلو وروسته د دواړو هیوادونو اړیکي خړې پړې شوي دي. دواړه لوبغاړي د قره باغ په شخړه کې ښکیل دي. ترکیه په څرگند ډول د آذربایجان اړخ نیسي. روسیه بیا د امنیتي سیاست له کبله له آرمنستان سره ډیر نزدیوالی لري. روسیه هلته یوه پوځي اډه لري چې خپل ۵۰۰۰ عسکر یې په کې ځای پر ځای کړي دي. خو د روسیې دریځ په دې شکل یو طرفه نه دی، ځکه چې روسیه بیا آذربایجان ته د وسلو اصلي صادرونکی هیواد دی. آذربایجان خپلې ۸۰ سلنې درنې او عصري وسلې له روسیې څخه تر لاسه کوي. روسیه په دغه ځای کې یو دوه اړخیز نقش لوبوي، په داسې حال کې چې ترکیه په څرگند ډول د آذربایجان اړخ ته نیولی او له تاریخي لحاظه له آرمنستان سره په مخالفت کې قرار لري.

دویچه ویله: تاسې کومه ممکنه حل لاره وینئ او څوک باید نقش ولوبوي؟

هلبخ: اوسمهال زه کومه واقعي حل لاره نه وینم. اوس د زیانونو د محدودلو خبره ده. اوس دا موضوع مطرح چې ده وروستۍ پيښې د قره باغ په دوهمې جگړې باندې وا نه اوړي. نړیوالې ټولنې اوس په دې هکله خپلې هڅې پیل کړي دي. د سه شنبې په ورځ د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان OSCE چې له دغې کړکیچ سره سر او کار لري، په دې هکله غونډه کوي او ټول بهرني لوبغاړي چې د منځگړي نقش لوبوي نا آرامه دي.

ډاکټر او وه هالبخ، د برلین میشته پوهې او سیاست په بنسټ کې د قفقاز د چارو کارپوه دی.

DW.COM