1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

آیا اوس هم افغانان غواړي اروپا ته مهاجر شي؟

اوس هم په زرونه افغانان غواړي له خپل هيواده ووځي. طالبان پیاوړي شوی دي، خو په یونان کې وضعيت ته په کتلو سره اندیښنې مخ پر ډیریدو دي. انساني قاچاقبران په کومو شرایطو خلک له افغانستان څخه اروپا ته رسوي؟

قاچاقبرانو ته د رسیدلو له پاره باید د کابل د خریدارۍ لوې مرکز په زیرزمینۍ کې د سفر نمایندگیو سره تماس ونیول شي. دلته په لسونو قاچاقبرانو د خپل دفتر پر کړکیو رنگه رنگه پوسترونه نښلولي دي.

له یوې اوږدې مودي راهیسې نور نو دوی د مکې معظمې او تفریحي ځایونو ټکټونه نه پلوري، بلکې دوی اوس بل تجارت ته مخه کړې ده. جان په دغه هیواد کې د مخ په ډیریدونکو زور زیاتيو او فقر له امله غواړي اروپا ته مهاجر شي او هیڅکله نه غواړي چې بیرته خپل هیواد ته را ستون شي.

جان هم دغه لوی مرکز ته راغلی او د قاچاقبر پوښتنه کوي. ډیر ژر هغه له یو چا سره مخامخ کیږي. یوازی یو ساعت دوام کوي. د باندي په یو ټیوټا کورولا موټر کې قاچاقبر حرکت کولو ته اماده ناست دی.

د موټر د شا سیټ نه غږ کیږي چې وخیژه. په مخ سیټ کې یو موټر چلونکې او کلینر یې ناست دي. په هرو دوو دقیقو کې هغه ته یو زنگ راځي. دغه قاچاقبر وایې چې د هغه دنده دا ده چې مهاجر له افغانستان څخه تر ترکیې پوري ورسوي.

«وروسته بیا دغه مهاجر نورو کسانو ته سپارل کیږي، چې د اروپا په ځانگړي توگه آلمان راه بلدان دي.» په دې خبره په افغانستان کې ټول پوهیږي چې د یو ښه ژوند له پاره دا کوم آسانه سفر نه دی. رسنۍ هره ورځ د مدیترانې په سمندر کې د انسانانو د ډوبیدو او په سرحدونو کې د بند پاتې کیدو رپوټونه ورکوي.

خو دغه قاچاقبر وایې چې تر اوسه پوري یې کاروبار ښه روان دی. هغه وایې: «زه هره اونۍ تر۳۰ تنو پوري مشتران لرم.» هغه څه چې دغه قاچاقبر ته قانوني په کار دي یو پاسپورت او تر لومړي ستیشن یعنې ایران یا ترکیې پوري ویزه ده، چې په عادي طریقه یې څوک نه شي ترلاسه کولای.

خو قاچاقبر وایې چې: «موږ په سفارت کې خلک پیژنو. د ترکیې ویزه شاوخوا ۶۵۰۰ ډالره قیمت لري. په سپتمبر کې لا ۴۵۰۰ ډالره وه. همدارنگه د ایران یوه ویزه ۶۰۰ ډالره تمامیږي.»

بې له ویزې سفر په ۳۰۰۰ ډالره تمامیږي. قاچاقبر وایې چې ډیر سرحدونه تړلي وي: «خو د قاچاقبرو له پاره نه». دغه خبره دوی خپلو هغو مراجعینو ته هم کوي چې د بالکان په مسیر کې د لارو بندیدو په هکله پوښتنه کوي.

قاچاقبر وایې هغه خلک چې د یونان په سرحد کې بند پاتي دي پیسې نه لري چې سرحدي پولیسو ته یې ورکړي. دوی د سړي پر سر له ۴۰۰ تر ۵۰۰ يورو اخلي، څو دغه کډوال بل هیواد ته پریږدي.

که څه هم ډېر خلک د قاچاقبرانو پر ډاډمنتوب باور کوي، خو ځيني نور بیا خپل د سفر پلان بدلوي. یوه څلور کسیزه کورنۍ له غزني څخه د دې پر ځای چې د اروپا پر لور حرکت ورکړي پاکستان ته ولاړل.

دوی هزازه او شعیه مذهبه دي. کله چې په تیرو میاشتو کې طالبانو څو واره هزاره گان وتښتول او وې وژل، له دوی سره هم ویره پیدا شوه چې کیدای شي په راتلونکي کې د طالبانو له خوا په نخښه شي.

دغې کورنۍ اوس د پاکستان په کوټه کې د ملگرو ملتونو دفتر ته د مهاجرت عریضه کړې ده، خو دا یو غیر مطمئن گام دی. په پاکستان کې همدا اوس تر ۲،۵ میلیونه ډیر افغانان اوسیږي. د دغه هیواد حکومت غواړي چې د روان کال تر پایه پوري هر څومره ډیر چې ممکن وي دغه کډوال بیرته خپل هیواد ته واستوي.

همدارنگه یوه بله اووه کسیزه کورنۍ پلان لري چې هند او له هغه ځایه اندونیزیا ته ولاړه شي او هلته د ملگرو ملتونو دفتر ته د پناه غوشتني عریضه ورکړي. هغه وایې چې د هندوستان ویزه په اسانۍ سره ترلاسه کیدای شي، خو د اندونیزیا په هکله نه پوهیږي؟ او یا هم کیدای شي د مالیزیا له لاري سفر وکړي.

د کابل یو تن اوسیدونکي ۱۹ کلن احسان الله وایې چې هغه تیر کال دوه واره اروپا ته د تلو هڅه کړې وه. احسان الله وایې چې له اتو کلونو راهیسې د هغه یو ورور په آلمان کې دی. د طالبانو پرمختگ ته په کتو سره د هغه کورنۍ غوښتل چې یو بل زوی یې هم خارج ته ولاړ شي چې په اضطراري حالاتو کې پیسې ور ولیږلای شي او د نوري کورنې د ژغورني هڅي وکړي. خو هغه په ایران کې ونیول شو.

«سږکال هغه غوښتل یو وار بیا کوښښ وکړي، خو دا وار یې کورنۍ اجازه ورنه کړه.» ورور یې ورته وویل چې اوس په آلمان کې وضعیت بل ډول دی. احسان الله وایې چې موږ اورو چې په زرونو افغانان پر لاره بند پاته دي.»

احسان الله اوس غواړي یوازي تحصیل ته خپل پام را واړوي. هغه وایې «شاید زه په یو بورس سره وکولای شم له دغه هیواد څخه ووځم.»