1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

آيا پر افغانستان باندي د بريد طرحه ارزول سوې وه؟

يوه سياسي طرحه چي پر هغې فکر او غور سوی وي، موجوده نه وه. متحده ايالات او متحدين يي چي د انتقام اخستني لپاره راپورته سوي ول، په يوي چټکي کاميابۍ باوري ول، اوس تر لس کالو جگړې وروسته هم 130 زره سرتيري په افغانستان کي لري.

د امريکا جمهوررئيس پر افغانستان باندي د بريد د اعلان پر مهال

د امريکا جمهوررئيس پر افغانستان باندي د بريد د اعلان پر مهال

پرافغانستان د امريکا د متحده ايالاتو پوځي بريدونه پر واشنګټن او نيويارک د ترورستي بريدونو څخه يوه مياشت وروسته پيل سول. لومړنۍ بمبارۍ د 2001 کال د اکتوبر د مياشتي پر ۷ نيټه ترسره سوي. هغه څه چي په پيل کي د طالبانو د رژيم په وړاندي د يو چټک برياليتوب په نامه تلقي کيده، وروسته د لسو کلونو څخه په يوي داسي جګړي بدله شوه چي يو څرګند محاذ يي نه درلود.

د2001 ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۷ نيټه، د وخت د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس جورج واکر بوش په سپينه ماڼۍ کي د خبريالانو مخي ته را څرګند سو او ويې ويل:

« زما په فرمان سره د امريکا د متحده ايالاتو پوځونو د القاعدې پر پوځي روزنيز مرکزونو او په افغانستان کي د طالبانو د رژيم په پوځي تاسيساتو بريدونه پيل کړل.»

بوش زياته کړه چي تر دي وروسته بايد افغانستان د نړيوال تروريزم اصلي مرکز ؤ نه اوسي. بوش په لومړي سر کي د امريکا د متحده ايالاتو حمله دا ډول توجه کړه چي طالبانو د اسامه بن لادن د تسليمولو او د القاعدي د شبکي سره د خپلو اړيکو د پريکول څخه سرغړونه کوي:

« د امريکامتحده ايالات د افغانانو دوستان دي. موږ په ټولي نړي کي د نږدې يو ميليارد مسلمانانو سره دوستي لرو. د امريکا متحده ايالات د هغو خلکو دښمنان دي، چي د تروريزم ملاتړ کوي او د يو لوي دين څخه د خپلو جنايتونو لپاره سوء استفاده کوي.»

طالب جنگيالي د وتلو په حال کي

طالب جنگيالي د وتلو په حال کي

دغه پوځي بريدونو د افغانستان په جنګ ځپلي هيواد کي يو نوي حالت رامنځته کړ. په ميليونو هغه افغانان چي بهرنيو او په خاصه توګه ګاونډيو هيوادونو ته مهاجر سوي ول، بيرته خپل هيواد ته ستانه سول.

په ميلياردونو ډالر د سړکونو، ښوونځيو، روغتونونو او پوهنتونونو د جوړولو لپاره  افغانستان ته راغلل. خو ددې ټولو سره سره تر اوسه ددې امکان، چي امنيت، سوله او ثبات رامنځته سي ډير لږ ښکاري.

يو بهرنۍ کارپوه توماس روتيش چي د کلونو راهيسي د افغانستان حالات له نژدې څاري يوايي:

« د امريکايانو يرغل د تشريح او پوهيدلو وړدی، او سياسي دليل يي هم معلوم دی چي ولي په تړون کي شاملو مهمو هيوادونو ددې کار پريکړه وکړه. د طالبانو د حکومتدارۍ په ترځ کي د خلکو د ژوند د هيڅ سره برابر وو. له همدي امله د افغانستان په تاريخ کي د لومړي ځل لپاره يو بهرني پوځي او ملکي يرغل د خلکو د استقبال سره مخامخ کيږي. د پاملرني وړ ټکی دا دی، چي ننی وضعيت په کامله توګه برعکس دی.»

د سولي په راوستلو کي اوس د بهرنيانو اعتبار او امتياز لمنځه تللی دی. د افغانستان په زياتو سيمو کي د جګړې لمن پراخه سوې. د زور زياتيو په نتيجه کي د ملکي وګړو د ترور او تلفاتو په شمير کي ورځ تر بلي زياتوالي راځي.

د لسو کلونو پر تيريدو سربيره هم نه په سمه توګه وسلې ټولي سوي او نه هم د قومونو او قبايلو تر منځ سوله راغله.

په پاکستان کي د المان پخوانی سفير ګونترمولاک چي افغانستان ته يي ډير سفرونه کړي وايي:

« تر ټولو ډير مهم پند دا دی، چي موږ نور د پوځي لاري هيڅ ډول برياليتوب تر لاسه کولای نه سو. که موږ غواړو چي د خلکو په زړونو کي ځای پيدا کړو نو بايد د پراختيايي سياست له مخي د ښووني او روزني په برخه کي خپلي مرستي زياتي کړو.»

امريکايي عسکر د کندهار په هوايي ډگر کي

امريکايي عسکر د کندهار په هوايي ډگر کي

که څه هم لويديځ په افغانستان کي پر خپل ملکي حضور ټينګار کاوه، خو توماس وايي چي هلته په ټولو برخو کي د امريکا پوځيان هرڅه ټاکي.

د حامد کرزي پر شاوخوا تر ټولو ډير د شمال د ايتلاف قومندانان، په افغانستان کي د بهرنيو د ماموريت څخه ګټه پورته کوي. کله چي په 2001 کال کي پر افغانستان د لويديځ يرغل پيل سو، په هغه وخت کي د افغان طالبانوغورځنګ دغه ايتلاف په غار ننيستلی و او د ماتي سره يې مخامخ کړی و. خو سربيره پر دې هم د شمال ايتلاف نن ځان بريالۍ احساسوي.

د دوی مشران هم د لويديځ پلويان دي او په هر وسيله چي وي ځان په قدرت کي ساتي. اکثره د دوي څخه په اداري فساد او د مخدره توکو په قاچاق کي لاس لري.

يو شمير د دوي څخه وروسته د دي چي په 1989 کال کي د روسيي پوځونه د افغانستان څخه ووتل د جاه طلبي او د قدرت د حرص له کبله يو له بل سره په جګړو کي شکيل سول او په دي توګه يي لا زيات خيانتونه وکړل.

لويديځ چي د جګړې څخه ستومانه سوی، اوس د طالبانو سره د خبرو اترو پلوي کوي. دغي ډلي د پاکستان په خاوره کي د افغانستان سره په سرحد کي د دوهم ځل لپاره ځان ځواکمن کړ. د لويديځوالو په  اند د طالبانو او ملا عمر موخه نړۍ نه، بلکي يوازي په افغانستان کي محدوديدله، خو د جرمني په پلازمينه برلين کي يو اسلام پوه پيتر هاينه وايي چي په افغانستان کي جګړې د نړۍ ټول مسلمانان راټول کړل.

« د مسلمان په ډول ځان ښکاره کول او د مسلمان په صفت د لويديځ په وړاندي دريدل، يقينآ شدت پيدا کړی دی. يعني د مسلمانانو دا تصور چي ګواکي لويديځ تيرۍ کونکي دي او د خپلو سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو لپاره کار کوي، بي تفاوته ده چي دا تصور صحيح وي او که غلط، خو دي تصور ډيره پراختيا موندلې.»

په چټکه توګه د جګړي ختمول او يا د دغي معضلۍ لپاره د حل د يوې لاري پيدا کول به په افغانستان کي د خبرو اترو له لاري موجوده نه وي. د طالبانو ډله هم د پخوانۍ شمالي ټلوالي په شان يوه غير متجانسه ډله ده. مختلفي ډلي د مختلفو موخو سره موجودي دي، چي په بهر کي هم مختلف مرسته کونکي لري.

افغانستان د قدرت غوښتونکو د داخلي جګړو، او د دغو جګړو څخه د بهرنيو ګټه اخستونکو تر منځ ټوټي ټوټي سوی دی او همداسي به باقي پاته سي. د ستراتيژيکو او اقتصادي دلايلو پر بنسټ د دې لږ احتمال ليدل کيږي، چي د امريکا متحده ايالات به په افغانستان کي خپل پوځي شتون ته په مکمله توګه د پای ټکی کښېږي دی.

د منځني آسيا د نفتو او ګازو د ترانزيت په برخه کي کيدای سي، چي افغانستان يو مهم رول ولري. سربيره پردې د سيمي ټولو مهمو قدرتونو خپل دريځونه روښانه کړي دي.

هندوستان، پاکستان، ايران، چين، روسيي او د ترکيي هيوادونه د مرکزي آسيا په زړه کي د يو چانس ترلاسه کولو لپاره په کمين کي ناست دي.

پيترسمن/ شمس الرحمن

کتونکی: نجيب الله زيارمل