1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

آيا واقعاً د مارجې نظامی عمليات ډير بريالي وه ؟

په دې اړه د کابل پوهنتون له استاد نصرالله ستانکزی سره مرکه

په مرجه کښي نظامی عمليات

په مرجه کښي نظامی عمليات

ډويچه ويله:

په مارجه کي د طالبانو د واکمني د ختميدو څخه وروسته، په لومړي سر کي د بريتانيا صداراعظم ګوردان براون او دا دی د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتس هم پرون افغانستان سفر وکړ . د هغوی په يادونو کي راغلي دي چي غواړي د طالبانو په مقابل کي د نړيوالو ځواکونو د وروستيوعملياتو نتيجې له نژدې څخه ارزيابي کړي . تاسي د افغانستان د لويديځو متحدينو د دغو دوو لوړ پوړو چارواکو سفرونه د مارجې له عملياتو څخه وروسته چي د دوی په نظر،د نړيوالو ځواکونو لپاره لوی برياليتوب په توګه ګڼل شوی، څه ډول ارزيابي کوی او آيا دا رښتيا هم په پوځی ډګر کي يو ستر برياليتوب دی؟

ستانکزی :

اساساً زه فکر نه کوم چي د يوې يا دوو ولسواليو نيول دی يو لوی برياليتوب وي . په مارجه يا هلمند کي د طالبانو اضمحلال مطرح نه دی، يواځي د سيمي پريښودل مطرح دي ( یعنی هغوی د سيمی پريښودو ته مجبوره شوی دی) . په دې وجه د لويو برياوو نوم ورکول، زما له نظره، منطقي نه ښکاري . برعکس د دې مسألي لويه ول د امريکايي او انګليسي مقاماتو لپاره اهميت لری ، ځکه هغوی هڅه کوی چي په خپلو هيوادونو کی عامه ذهنيت ته قناعت ورکړي، داسی وښیی چی ګواکی دوی کولای او د دې توان لري چي جګړې ته ولاړ شي او په جګړه کي دښمن ته ماته ورکړي . دا په داسي حال کي ده، لکه چي دوی وايي، اساسي کرښو کي افغان ځواکونه جنګيدلي دي، نه امريکايي، انګليسي يا نور بهرني قوتونه . په هر صورت زه فکر کوم چي دا ډير تبليغاتي اړخ لري . له بلي خوا د امريکا او انګليس مواضع هم دلته سره توپير لري . انګليسان، خصوصاً صدراعظم ګوردان براون، د دې لپاره دلته سفر کوي چي څو مياشتي وروسته په انګلستان کي پارلماني انتخابات تر سره کيږي، ښايي د دې لپاره وي له دې څخه تبليغاتي استفاده وسي، براون خپل سرتيري وګوري . امريکايان ، بيا خصوصاً جمهور رييس بارک اوباما غواړي دا وښيي چي ستراتيژي يی په دې سيمه کي له برياليتوب څخه برخه منه شويده . نو په دې وجه دا مسايلو ته تبيلغات زيات کيږي او لوی ښودل کيږي . خو هغه وخت موږ دې ته بريالي عمليات ويلی شو چي ملکي خلکو ته صدمه نه وي رسيدلی، د افغانستان ټولي ناامني سيمي يو پر بل پسي د امنيت تر پوښښ لاندي راسي، او د عملياتو پايلي داسي وي چي بالاخره طالبان يا خبرو اترو ته حاضر شي يا اساساً د القاعدي پښې له افغانستان څخه غوڅي شي.

ډويچه ويله:

ستاسو له خبرو داسي ښکاری چي د مارجې نيول، نه شي کولای چي د افغانستان په ناکرارو سيمو کي د امن د راوستلو لپاره زيری وي، نو بيا ولي د دغو عملياتو لپاره دومره ستر پوځي تياری ونيول شو، په هغو کي 15 زره بهرني او 2000 افغان ځواکو برخه واخيسته او داسي وويل شول چي د مارجې له نيولو سره به د طالبانو د واکمنۍ ټغر ټوليږي...

ستانکزی :

په دې کی شک نه شته چي د دې ولسوالۍ نيول د افغانستان دولت ته يوه لاس ته راوړنه ده، او هم د بين المللي قوتونو لپاره او هم دطالبانو د تضعيف معني لري . خو د يوه لوی برياليتوب معنی نه لري . دا البته يو تبليغاتي اړخ لري، لکه چي مي مخکي تاسو ته وويل، براون ښايي له دې څخه په خپل انتخاباتي کمپاين کي استفاده وکړي . او اوباما غواړي نړۍ ته ښکاره کړي چي ګواکي هغه ستراتيژي چي هغه طرحه کړې، د بريالييتوب په لور روانه ده.

ډويچه ويله:

ګيتس په مارجه کي د نړيوالي ځواکونو د برياليتوب سره سره، د سختو راتلونکو جګړو څخه خبرداری ورکړی او وويل چي ډير سختي جګړې لا په مخکي دي، له دې خبرداري څخه ستاسو په نظر، د هغه څه مقصد دی؟

ستانکزی :

زه فکر کوم چي دوی اوس مجبوره دي چي جګړه ايزو عملياتو ته ادامه ورکړي . خو دا لومړنی جنګ نه دی، له هغې ورځي څخه چي امريکايان افغانستان ته راغلي دي، دوی له سره، له « توري بوړي» د عملياتو څخه نيولې تراوسه پوري په جګړه اخته وه او دي . نو دا لومړنی جګړه نه ده، خو دا هغه يوه جګړه ده چي «لوی تبليغات» ورته وشول.

ډويچه ويله:

په داسي حال کي چي له يوې خوا دطالبانو سره د روغي جوړي د خبرو اترو خبري کيږي او له بلي خوا د هغوی پر ضد پوځي عمليات په لاره دي چی پرون په مارجه کي وشول او ښايي سبا په کندهار یا کوم بل ځای کي تر سره شي . ستاسو په آند دا ډول عمليات د سولي د خبرو لپاره کومه ګته کوي او که هغه به نوره هم تاوانی کړي؟

ستانکزی :

زه لا تراوسه د سولي د خبرو اترو پر جزيياتو باور نه لرم، تر هغو پوري چي يو ځانګړې ستراتيژي او ميکانيزم او د سولي لپاره تګ لاره مشخصه نسي، هغسي يو تګ لاره چي رښتيا هم د سولي د رامنځ کيدو سبب وګرځي، د سولي روانی هڅي کوم ځاي نه نيسي . مونږ بايد د حمل تر مياشتي پوري انتظار وباسو کله چي د سولي يوه جرګه رابلل کيږي، د کابل کنفرانس دايريږي، تر څو په جزيياتو کي داخل شو . فعلاً زه فکر کوم ، د سولي دپاره دا پروسه چی دوی پيل کړ او تر څنګ یې عملیات کوی ښایی له یو خوا د سولي جرګې ته آمادګي وی او له بلی خوا طالبان تضعيف کړي ؤهم په افغانستان او هم په پاکستان کي، تر څو هغوی د سولي خبرو اترو کښيناستو ته مجبوره شی.

Flash-Galerie US Militär Afghanistan

ډويچه ويله:

په پام کي وه چي نن د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژاد هم کابل ته تللی وای، خو ويل شوي دي چي دغه سفر فسخه شو، دا په داسي حال کي چي د ايران د سر سخت دښمن د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير کابل ته په خپل سفر کي پيشقدمي وکړه.

فکر کوی دا دوه سفرونه يوبل سره په تړاو کي وه، معنی دا چي په لومړي سر کي په پام کي وه چي دواړه په يوه ورځ په کابل کي حضور پيدا کړي ، خو وروسته سلا مشوره داسي وشوه چي احمد نژاد را نسي، ځکه ګيتس په کابل کي دی . او که ستاسو په نظر، کوم بل څه د دې دوو سفرونو لپاره پلان شوي ؤ.

ستانکزی :

زه فکر نه کوم چي دومره دقيق پلان به ؤ چي د ګيتس اود احمدي نژاد سفرونه دي د وخت له لحاظه د «ټکر» په وجه د ایران جمهور رییس سفر سفر ځندول شوی وی . که چيري دا ټکر هم وای، ايراني چارواکي به حتمي افغانستان ته راغلي وای . اما ممکن ښايي ايران خپل ځيني ملاحظات ولري چي د ايران جمهور رييس کابل ته رانشي.

ډويچه ويله:

خو آيا دا په ديپلوماسي ساحه کي د جمهوري رييس کرزي د حکومت د ضعف او کمزروتيا څخه نمايندګي مګر نه کوي چي نه شي کولاي خپل هيواد ته د دوو لوړ پوړو بهرنيو چارواکو هغه هم، يو يې د ګاوندي هيواد جمهور رييس او بل يي د يو ستر قدرت چي له دغه ګاوندي هيواد سره دښمني لري، په سفرونو کي همآهنګي رامنځ ته کړي.

ستانکزی :

يو شی دلته واضح دی، هغه دا چي متأسفانه غربي چارواکي، خصوصاً امريکايي او انګليسي چارواکي تر ډيري کچي داسي احساسيږي چي د افغانستان له دولت سره خپل سفرونه نه هم همآهنګ کوي، دوی حتی د پايتخت ته د خبرولو څخه پرته، د افغانستان په هرکنج او څڼده کي چي غواړي کښته کيږي او پورته کیږی، حال دا چي داد ديپلوماتيکو له ټولو اصولو سره مخالف عمل دی.

ډويچه ويله:

د مارجې له عملياتو وروسته د ګوردان براون او رابرت ګيست پر سفرونو سربيره د اونی په پيل کي د پاکستان د پوځ مشر اشفق کياني هم په کابل کی ؤ او اوس چي احمد نژادي هم غوښتل کابل ته سفر وکړي، ايا دا په مارجه کی د پوځي عملياتو څخه وروسته د کوم سياست خوځښت زيری ورکوي که څنکه ستاسو په نظر؟

ستانکزی :

زه فکر نه کوم چي د مارجې عمليات دي د دې مقاماتو په سفرونو پوري ډير زيات تړاو ولري، بلکه زه فکر کوم چي د پاکستاني او ايراني مقاماتو دا سفرونه عادي دوره يي شکل لري . لکه چي ما مخکي عرض وکړ، دا کوم کُلي تغيير نه دی چي د افغانستان په وضعيت کي دي راغلی وی چي د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو لوړ پوړي چارواکي دي د وضعيت د څيړلو لپاره افغانستان ته راغلي وي.

ډويچه ويله:

د مارجه عملياتو او د افغانستان په نارکرارو ولايتو لکه کندهار کي د پلان شوو عملياتو په پام نيولوسره فکر کوي چي 2010 ميلادي کال به په افغاسنتان کي د امنيت په برخه کي يو بدلون رامنځ ته کړي.

ستانکزی :

دا قضاوت مخکي له وخته دی، زما عقيده دا ده چي جګړه د افغانستان د مسايلو د حل یواځینی لاره نه ده.

نصرالله ستانکزی/ عبدالباري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري