1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

آيا لويديز په افغانستان کي جنګ بايللی دی؟

د Quadriga په نامه د ډويچه ويلي د ټلويزيون سره هره اونۍ يو ګردی ميز جوړيږي ، چي دا پلايې موضوع د افغانستان پر سر وه

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د افغانستان د خپرونو مشر ډارکټر سيد موسي صميمي

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د افغانستان د خپرونو مشر ډارکټر سيد موسي صميمي

تقريباً هره ورځ ځان وژونکي بريد کونکي ځانونه هواته الوزوي، چي ورسره يوځای عسکر او نور ملکي خلګ وژل کيږي. خصوصاً د افغانستان په جنوب کښي ډير خلګ وژل کيږي. د طالبانو د سقوط څخه اوه کاله وروسته حالت تر پخوا ډير خراب دی، او د هر عسکر په وژلو سره پر دې باندي بحث راپورته کيږي، چي په افغانستان کي د پوځي ماموريت دوام معنی لري اوکه نه ؟ داچي ددغه ماموريت په اجراکولو کي څشي غلط دي. نو پدې خاطر مو د Quadriga ګردي مېز ته مېرمن سوزانه کوربل،ماريل کنوټ اوښاغلی سيد موسی صميمي رادعوت کړي دي، او هغو ته ښه راغلاست وايو.

مېرمن سوزانه کوربل، چي د المان د اتحادي جمهورريت د شپيګل (هنداره) مجلې خبرياله ده، پدې عقيده ده چي لويديز چي کمه ښوروا جوړه کړې ده، هغه يوازي نسي خوړلای. ځکه چي خبره يوازي پر افغانستان نه ده.

د کاناډا څخه آزاده ژورنالسټه مېرمن ماريل کنوټ، عقيده لري چي په نظامي لحاظ په افغانستان کي هيڅ وخت په واقعي ډول برياليتوب پلاس ندی راغلی،او پدې خبره اوس بايد غربيان هم پوه سي.

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د افغانستان د څانګي مشر ښاغلی سيد موسی صميمي عقيده لري، چي په افغانستان کي وضع ډيره خرابه ده،خو سربيره پر هغه افغانستان يوازي د لويديز په کومک يو چانس لري.

د دغه ګردي مېز چلونکی ښاغلی فريد ريش شميد دی، او لومړۍ پوښتنه يې مېرمن سوزانه کوربل ته متوجه ده.

شميد: مېرمن کوربل تاسي زيادتره وخت په افغانستان کي ياست،نو آيا وضع په رښتيا همداسي ده لکه څنګه چي يې موږ دلته اورو ؟

مېرمن کوربل : خبره پدې کي ده چي سړی چيري دی. په عمومي ډول وضع ډيره خرابه سوې ده،که څه هم ځيني پرمختګونه موجود دي، خو تقريباًپه هر ځای کي سړی لکه يو کال مخکي په آزاد ډول نسي ګرزېدلای. جنايي پيښي ډيري سوي دي، طالبانو ډير ځايونه نيولي دي، او خلګ په بيره او ډار کي ژوند کوي.

شميد : مېرمن کنوټ، ته د طالبانو تر سقوط لږ څه وروسته او بيا څو واري افغانستان ته تللې يې، د هغه وخت او اوس تر منځ څونه تفاوت موجود دی.

ميرمن کنوټ : دونه تفاوت لري لکه مځکه او اسمان. زه چي هغه وخت يعني د طالبانود سقوط څخه 6 مياشتي وروسته تللې وم ، هغه وخت هر څه ښکاره ،واضح او يوه اميدواري موجوده وه، او سړی کولای سي هغه د برلين د ديوال سره تر يو حده پوري مقايسه کي. د طالبانو تر سقوط وروسته چي د هغوی په مقابل کي کم نفرت موجود ؤ ، نو هغوی له منځه ولاړل ، او د هغوافغانانو سره چي ما کتلي وه ګمان يې کاوه، او هيله مندي موجوده وه چي واقعاً به تر شلو کلو جنګ وروسته د افغانستان د بيا آباد و لوکارونه شروع سي. په هر ځای کي غربي قواوو ته هرکلی ويل کيدۍ، او زموږ څخه هم د ژورنالستانو يا مرستندويانو په حيث هرکلی کيدۍ. او ما هيڅ وخت د بيري احساس نه کاوه. ډير ښه احساسات حاکم وه، داسي لکه په پسرلي کي چي هوا معتدله وي.

شميد: ښاغلی صميمي ، څه دليل دی چه دغه ښه حالت او وضعي اوس تغير وخوړۍ.

صميمي : زه فکر کوم چي د اوله سره هم موږ افغانان او نړيوالي ټولني يوه سلسله غلطۍ او اشتباه ګاني کړي دي. د اوله سره د افغانستان د آيندې دپاره سم اساسات کښېنښول سول ، او پر يوه سمه طرحه چي بين امللي، د نورو لانجمنو سيمو او افغانستان تجربې هم پکښي په نظر کي نيول سوي وي،کار ونسو. ډير لږ مالي، امنيتي او سياسي امکانات پکار يووړل سول او شروع يې هم غلطه وه. دا پدې مانا لکه سړی چي د اور په منځ کي د خلګو احتیاجات رفع کوي يعني په عاجل ډول اور مړ کړي، بېله دې چي سړی دوهم قدم واخلي، یعني اساسي او زيربنايي اقدامات سرته ورسوي. چي دا اصلي اشتباه وه.

شميد: مېرمن کوربل، آيا ته هم پدې ډول ورته ګورې؟ آيا ته دا فکر کوې چي هلته غربيان پدې شعار سره ولاړل،چي موږ تاسي ته ديموکراسي راولوو او که څه هم هغه به دوام وکي خو موږ يې راولو؟

کوربل : طبعاً غربيان هلته په ډير ښه فکر سره ولاړل. ټول هغه مرستندويان او عسکر چي ما ورسره ليدلي دي، پدې عقيده دي چي دوی غواړي د خلګو سره مرسته وکي. خو په عين حال کي زه دده نظر کاملاًتاييدوم، ځکه چي حالت هلته کاملاً غلط ارزيابي سو. هغه کارونه چي هلته په اوله کي تر سره سوه،ډير غلط وه. مثلاً ددې په عوض چي د جنګ سالارانو څخه وسلې راټولي سي، هغوی يې د خپلو ملګرو په حيث قبول کړه ،ځکه دوی دليل راوړۍ چي موږ دونه ډيري قواوي په اختيار کي نه لرو، او يا يې هم شايد نه غوښتل. او ددې په مقابل کښي جنګ سالارانوددغه خلا څخه استفاده وکړه، خپل نفوذ يې بيرته پراخ کۍ. طبعاً د خلګو په ګټه نه. د جنګ سالارانو د جملې څخه ډير لږ کسان پر دې قادر سول چي واقعاً ملګري او ورڅخه دولتي اشخاص جوړ سي. دوهم داچه موږ ونسوای کولای د خلګو امنيت وساتو، او د هغو د صبر کاسه ځکه ډکه سوه، چي موږ ونسوای کولای هغوی د امريکايانو د بمونو، د طالبانو د حملو او جنايت کارانود اعمالوڅخه وساتو. دا پدې مانا چي هغه څه چه موږ وعده ورکړې وه، هغه مو سرته ونه رسول. چي که څه هم هلته د ژوندانه په ځينو اړخو کي يو څه تغير راغلی دی، خو په عمومي ډول څشي تغير ندی خوړلی.

د لومړۍ برخي پای.