1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

آيا د پناه غوښتني نوي قانون نتیجه ورکړې؟

د جرمني د يوه خيريه سازمان په نظر د پناه غوښتني تر نوي قانون یوکال وروسته هغه مهاجر چي مرکې ته وربلل کيږي، د وخت تر فشار لاندي راوستلي دي او ضد ونقیض خبري ورڅخه کیږي. دا د دوی د ژر ردیدو سبب کیږي.

دویچه ویله د خیریه سازمان «ډیاکوني- Diakonie» د مهاجرينو د مسایلو د مسؤل «سباستیان لودویگ» سره په دې اړه مرکه کړې ده، چي آیا د پناه غوښتني د پروسې د چټیکیدو تر نوي قانون یوکال وروسته هغه کومه نتیجه ورکړې ده او تر اوسه پوري یې اغیزي څه وې؟ وویل:

«میرکل د ۲۰۱۵ م کال په سپتمبر کي ویلي وه، چي «موږ د مهاجرينو پر بحران کامیابه کیدلای سو.» خو اوس پوښتنه دا ده، چه د هغې د یوې بلي لنډي څرگندوني، چي «په ملي سطحه باید کوښښ وسي، ټوله ردسوي مهاجر ژر تر ژره اخراج سي» هدف څه دی. ایا د میرکل د څرگندوني مطلب دا وو چي ټوله بیرته ژر اخراج سي؟ ځکه  ټولو گومان کاوه چي موږ پردې کار باندي کامیابه کیدلای سو ،چي مهاجرين هم ومنو. خو که اوس موږ د هغه نتایجو ته وگورو، نو ښکاري چي د میرکل خبري بل ډول معنی درلوده. زما په نظر ددې خبري په حقیقت کي دامعنی ورکړه، چي «موږ پردې باندي کامیابه کیدلای سو، چي نور هیڅ مهاجرين جرمني ته را نه سي او هغه کسان چي هم راغلي دي، باید ژر تر ژره اخراج سي.»

نوي قانون د پناه غوښتني پروسه نه، بلکي د اخراجیدو پروسه چټکه کړه

د سباستیان لودویگ په خبره د پناه غوښتني پروسې د چټیکیدو قانون په حقیقت کي داسي مقررات نه دي چي د پناه غوښتني پروسه واقعأ چټکه سي، بلکي هغه داسي پاراگرفونه هم لري چي په مرسته یې د مهاجرو اخراجیدل ژر عملي کیدلای سي. د جرمني د پناه غوښتونکو او مهاجرو د ادارې (BAMF) د رئیس دا خبره چي: «په همدې کال کي به د یو ميلیون پناه غوښتونکو دوسیې وڅېړل سي» پخپله دامعنی لري چي خبره پر کیفیت نه، بلکي کمیت باندي ده.

د پناه غوښتونکو او مهاجرو پر ادارې فشار ډیر دی

له بلي خوا په داسي حال کي چي مهاجرين په اصطلاح د تجمع په مرکزونو کي پراته وه، د اوږده وخت له پاره یې  د پناه غوښتني پروسو همهلته دوام درلودی. څرنگه چي په ۲۰۱۵م کال کي ډیر مهاجرين جرمني ته راتلل، نو د پناه غوښتونکو او مهاجرو پر ادارې باندي رش جوړ سو او نه په رسیدله.

په همدې حال کي ډیر مهاجر له دغو مرکزونو څخه ووتل، بې له دې چي د پناه غوښتنه وکړي او نورو ځایونو ته ولاړل. خبره داسي سوه چي د خارجیانو اداره نه پوهیده، چي څوک د پناه غوښتني له پاره رادعوت کړي.

داسي حالات هم راغلل چي ځیني وختونه به د پناه غوښتني او انټرویگانو وخت او مهلت تیر سوی وو او بلنلیکونه به وروسته مهاجرو ته ورسیدل.

د پناه غوښتني په پروسه کي تر ټولو مهمه په اصطلاح د مهاجرو عمومي انټرویو ده، چي په جریان کي یې هغه باید ووايي چي ولي راتښتېدلی دی، او په څه دلیل غواړي پناه واخلي. خو که دغه انټرویو د وخت تر فشار لاندي وي، بیا نو ډیر مهاجر سم حقیقت نه وايي، او يوازي دومره وايي چي بیره یې درلوده چي ونه وژل سي، او د خپلي تیښتي سم دلایل نه وايي.

خو په دې منځ کي ضد ونقیض خبري ورڅخه کیږي او همدا ددې سبب کیږي چي نوموړی په اسانی سره رد هم سي. یوه سمه پروسه باید اصلأ داسي وي چي هغه څوک چي د ضد و نقیضو خبرو په سبب رد سوی وي، باید ددې چانس هم ولري چي خپلي ضد ونقیض خبري اصلاح کړي.

له بلي خوا د مهاجرو تر راجستر کیدو وروسته هغوی مجبوره دي چي د پناه غوښتنه وکړي او لږ وخت وروسته له هغوی سره انټرویو کیږي او يوازي څو ساعته وروسته ورته جواب راځي. په داسي یوه حالت کي پناه غوښتونکي ددې له پاره وخت نه لري چي د مشورو مرکزونو ته ولاړ سي او د خپل کیس په باب مشوره واخلي.

په همدې حال کي ددې له پاره چي د پناه غوښتونکو او مهاجرو اداره له کاله یو ميلیون عریضې وڅیړي، باید هغه کسان چي ردیږي او هغه کسان چي د قبلیدو چانس لري، سره بېل کړل سي. خو هغه کسان چي د قبلیدو چانس یې ډیر وي، د هغوی پروسې حتی تر دوو کلونو پوري ځنډیږي او په دې منځ کي هغوی هیڅ هم نسي کولای.

اروپا ته مهاجرت

DW.COM