1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د متين مېرمني له هغه سره مرسته کړې؟

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ خرداد ۲۶, چهارشنبه

د امریکا په اورلنډو کې هغه کس چې د همجنسبازانو پر نڅا کلب باندې یې په برید کې ۴۹ تنه ووژل ښایي میرمن یې له پلان څخه خبره وه. کیدای شي اوس هغه هم تورنه شي. یو فدرالي منصفه پلاوی ترمخه لا جوړ شوی او ښایي نن غونډه وکړي.

https://p.dw.com/p/1J6k9
انځور: Imago/ZUMA Press

فاکس نیوز د اف بي آی د سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په امریکا متحدو ایالاتو کې څارنوالان په دې لټه کې دي چې د عمر متین میرمن نور سلمان باندې د ۴۹ کسانو د وژلو او ۵۳ کسانو د ټپي کېدو په هڅه کې د مرستې کوونکې تور ولگول شي.

ځکه چې هغه په دې کې پاتې راغلې چې د قانون نافذونکو ادارو ته د راتلونکې حملې په هکله معلومات ورکړي او فدرالي پولیسو ته یې درواغ ویلي دي.

د یکشنبې په سهار وختي د فلوریډا په اورلنډو کې برید د امریکايي ځانگړو ځواکونو له لوري د متین په وژلو سره پای ته ورسید. په پيښه کې د ۵۳ ټپي شوو کسانو څخه د ۶ کسانو روغتیايي وضعیت د انديښنې وړ ښوول شوی دی.

د پيښي په اړه نور معلومات

سناتور انگوس کېنگ چې د سنا د استخباراتي جرگه گۍ غړی دی د سه شنبې په ورځ د برید په هکله د معلوماتو ورکولو پر وخت وویل: «داسي بریښي چې هغه [نور سلمان] په دې پوهیده چې څه روان دي.» نوموړي سناتور د سي ان ان، له تلویزوني شبکې سره د خبرو پر مهال ویلي دي چې ښایي دغه میرمن په قضیه باندي خبره اوسي او داسې بریښي چې اوس همکاري کوي او دوی ته مهم معلومات ورکړي.

د ان بي سي په نوم تلویزوني چېنل ویلي دي چې نور سلمان د متحدو ایالاتو فدرالي استخباراتي پولیسو ته ویلي دي چې هڅه یې کړې وه چې له خپل خاوند سره د خبرو له لارې د دغه برید مخه ونیسي. دغي شبکې په خپل رپوټ کي ویلي دي چې د عمر متین میرمن خپل خاوند د پالس، نومي نڅا کلب ته په موټر کې رسولی وو.

۲۹ کلن عمر متین او د هغه ۳۰ کلنه میرمن نورسلمان له ۲۰۱۳م کال راهیسې واده کړی دی او یو درې کلن زوی لري. د «واشنگټن پوسټ» په نوم ورځپاڼې د رپوټ له مخې سلمان تر یرغل مخې ښایې متین ترک کړی وي.

د ان بي سي شبکې ته سرچینو دا هم ویلي دي چې هغې اف بي آی ته ویلي دي چې له متین سره د وسلې د خریدارۍ پر مهال هم ملگرې وه.

امریکا میشتي افغانان په شوک او ویره کې

د فرانسې خبري آژانس له یو شمیر افغانانو سره د مرکو پر مهال د هغوی تر منځ د شوک او ویرې د رامنځ ته کیدو په هکله رپوټونه ورکړي دي. نوموړي خبري آژانس د فاطمه رحمتي له قوله لیکلي دي چې کله هغه په دې پوهه شوه چې د اورلنډو قاتل په خټه افغان امریکایي دی نو ویریده چې ښایي ټولنه یې مخ پر زیاتیدونکي زهرجني سیاسي چاپیریال کې له غچ اخیستنې څخه وکړیږي.

دغه میرمن چې د افغان ښځو د یوه پروگرام له پاره کار کوي ویلي دي: «تر اوسه هم هر کس په شوک کې دی. دا ډارونکی دی.» د هغوی گروپ په نیویارک کې اوسیدونکو افغانانو ته د انگلیسي ژبې او موټروانۍ د زده کړې په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې داسي اټکل کیږي چې په امریکا کې د اوسیدونکو افغانانو شمیر له ۸۰ زرو څخه تر ۳۰۰ زرو تنو پوري. زیاتره افغانان په کلفورنیا او ویرجینیا کې اوسیږي، خو په نیویارک کې هم په زرونو افغانان اوسیږي. عمر متین هم په ۱۹۸۶م کال کې په نیویارک کې زیږیدلی وو.