1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

آيا دهلمندپه عملياتو کي د ملکي خلګو ساتني ته پاملرنه کيږي ؟

د مشترک په نامه پوځي عملياتو برخوال او ملگري د خپلو عملياتو په دريمه ورځ د هلمند ولايت مرکز لشکرگاه ښار کې د رسنيو په وړاندې راښکاره شول

default

دا ځل په افغانستان کې د نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو قوماندان سټنلي مک کرستل په ښکاره ډول سره شا ته ولاړ وو، او پرېښي يې وو، چې افغانان وغږيږي . دا هغه ورځ وه، چې د ISAF دوه راکټونه پر ځای د دې چې د طالبانو پر مورچلو ورولگيږي، پر يوه کور وربرابر شوي وو او يو شمير بې گناه کسان يې له منځه يووړل . مک کرستل په ډاگه کړه:

(کله چې اولسمشر حامد کرزي د دې پوځي عملياتو د سر ته رسولو اجازه ورکړه، نو ورسره يې موږ ته د وړاندی تگ ټاکلی ټکي هم تعين کړل، يعنی چې د افغانستان وگړو ته زيان ونه رسيږي . او دا عمليات هم د همدې ټکو په نظر کې ساتلو سره پرمخ ځي . ولو که دا عمليات د افغاني ځواکونو تر قومانده لاندی روان دي، خو له هغه ملگرتيا څخه بې برخی هم نه دي، چې موږ يې سره لرو او پرې وياړو. زه غواړم چې د رسنيو پاملرنه د افغان پوځ او د هغه د ملگرو زړورتوب ته هم راواړوم، په کومو چې هم زه وياړم .)

NO FLASH Afghanistan Großoffensive U.S. Marines

امريکايي جنرال دا هدايت هم ورکړی، چې له هغه ډول توغونديو او راکټونو څخه، کوم چې د يکشنبې په ورځ پر يوه کور ورولگېدل، نور کار وانخلي . ددې تر څنگ د افغان پوځ قوماندان رپوټ ورکړی، چې د طالبانو دواړه اصلي هډې مرجه او نادعلي يې نيولي دي . تر هغه وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر پر طالبانو باندی غږ وکړ چې :

(ستاسې د پاره زموږ پيغام دا دی : ترټولوغوره کار چې تاسی کولی شی، له حکومت سره صلح او د پخولاينی په پروگرام کې برخه اخيستنه ده . ستاسی دپاره د جگړې گټلو هېڅ امکان نسته . افغانانو د جگړې گټلوهوډ کړی دی . که تاسی غواړی چې برخه پکښې واخلی، نو بيا به د حکومت ځواب درته مثبت وي .)

زندرا پطرزمن وړاندې ليکي، د مشترک په نامه پوځي عملياتو موخه دا ده، چې په هملند کې د مرجې او نادعلي سيمی ونيسي او ويې ساتي . په مرجه کې امريکايي ځواکونه او افغان ملگري ډېر سوکه سوکه پرمخ ځي ،نظر و په نادعلي کې انگريزان او افغانان . ښکاري چې له هغه ځايه طالبان وتلي وي . له مرجې څخه د پرله پسې ډزو او نښتو رپوټونه راځي . ښايي چې په همدې نامه د سيمی مرکز کې زيات بمونه ښخ شوي وي، زياتره له هغه چې اټکل يې کېده . ځواکونه له پخپله جوړشوو چاودېدونکو توکو سره هم مخامخ کيږي . په مرجه کې امريکايی قوماندان باور لري چې، د هغی سيمه نيول او امنيت به لږترلږه 30 ورځې ونيسي .

زندرا پطرزمن / عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري