1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آيا دبوپال د کيمياوی ګازونو د فاجعې څخه درس اخيستل سوی دی

د 1984 ميلادی کال ددسمبر پر 3 نيټه ، يعني دنن ورځي څخه 25 کاله مخکی دهند دبوپال دښاردکيمياوي توليداتو په يوه فابريکه کی ديوې پيښی له امله چي علت يې تر نن ورځي پوری سم ندی معلوم ، څو ټنه زهرجن ګاز شاوخوا خپاره سول

25 کاله دمخه دهند دبوپال دکيمياوي توليداتو د فابریکې حالت

25 کاله دمخه دهند دبوپال دکيمياوي توليداتو د فابریکې حالت

او ددغه ښار فضا يې په زهرجنو ګازو سره ککړه کړې وه . دغه زهرجن ګاز ددغه ښار کورونو ته شرايت وکړی او په هماغه یوه شپه لږ تر لږه 3000 انسانو خپل ژنوند له لاسه ورکړی . هسی چی دبشر دحقونوسازمانونه وايی دبوپال دښار په کيمیاوی فابریکه کي ددغي پیښی له کبله وروسته دتلف شوو انسانانو شمير تر 30000 پوري رسيدلی اوکوم کسان چی ددغی فاجعې څخه په نوموړی ښار کي ژوندي پاته دی، هغوی هم په بيلا بیلو ناروغیو اخته دی .

دهند دبوپال په ښار کی دکيمیاوی مواودو دتوليدولو دغه فابريکه د يونین کاربد په نامه په يوه امريکايي شرکت پوري مربوطه وه . ددغه شرکت پر ضد دعوا اقامه شوې چي لا تر اوسه هم دوام لری .

خو لکه څنګه چی دديويچه ويلی دالمان غږ دراډیو اوانتر نيت دڅانګی خبر ياله پريا اسسلبورن ليکی ، دبوپا ل دکيمياوی فابريکې پيښه یو ه استثنايي بیشه نه ،بلکي هره ورځ دنړۍ په هر ګوټ کی په تيره بيا په بيرته پاته هیوادو کی دغه راز لويي او کوچنی پیښی منځ ته راځی .

که دبنګلاديش دټوکر جوړولو په فابریکو کی دی يا دپاکستان دسيال کوټ په ښار کی دفتبال دتوپونو دجوړولو په کارخانو کی يا دنایجریا دتيلو داستخراج په دستګاو کی . ددغه ټولو فابریکو ګټی او تولیدات دشتمنواو مړو جیبونو ته لويږي، خو تاوان او خطرونه يې ددغو هیوادوکاريګرانو ته متوجه دی . له همدی امله دا به کوم تصادفی خبره نه وی چی نړیوال ستر کانڅرنونه او شرکتونه خپلي څانګی په آسیايی او افريقايي هیودنو کی پرانيزی . هلته نه یواځی داچی کار ډير ازانه دی بلکی په دغه هیوادونو کی کاريګر دې ته غاړه ږدی چی تر ډیرو بدو شرايطو لاندی کار وکړی او په آسیا او افريقا کی څوک دچا پیریال دساتنی رعايت هم نه کوی .

Flash-Galerie Giftgaskatastrophe Bhopal

که بيرته دهند دبوپال دښار دکیمیاوي فابریکی هغي فاجعې ته راسو چی 25 کاله دمخه پيښه شوی ، په دې اړه هندی کار پوه او دچاپيریال دساتنی پلوی چندرا بوشان وايي چي :

«سره له دې چی دبوپال دښار فاجعه يوه ډیره دردونکی فاجعه وه خو بياهم تر نن ورځي پوري داسی تدابير ندی نيول شوي چی ددغه راز فاجعو مخ ونیول شی . همدا نن ورځ بیاهم په هند کی هره و رځ دبوپال دښار دپيښی په شان کوچنی پيښي منځ ته راځی . »

چندرا بوشان په نوی دهلی کی دچاپيریال ساتني په يوه مرکز کی کار کوی ، وايی چی دبوپال دکيمیاوی فابریکی دفاجعې څخه 25 کاله تير شوی ، طبعی خبره ده چی نن په شرايطو کی يو لړ مثبت بدلونونه راغلی دي، خو نه په هغه اندازه چی تمه يې کيده . زما له نظره په قانوني برخه کی بايد ډير نور کارونه شوی وای .

دی بيا وايي،

«طبعا دبوپال دښار ترفاجعې وروسته یو لړ نوی قوانين او مقررات نافذ شول ،خو له بده مرغه ددغه قوانينو ډیره کمه برخه په عمل کی تطبیقیږي .

نړیوال کانڅرنونه بايد ه دی چی دکارګرانو په مقابل کي خپل ټولنيز مسوليتونه تر سره کړی . خو رښتیا خبره داد چی دوی داشتهاراتو دپیسو پنځمه برخه هم دکارګرانو دټولنيزو چارو په برخه کی نه لګوی . »

ايزلبورن / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري