1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آيا تروريستان کيمياوي وسلې لري؟

په عراق کي د «اسلامي دولت» افراطي ډلي په اړه داسي اندېښنې زیاتي سوي دي چي گويا د صدام حسين له وخته پاته سوي کيمياوي وسلې ئې لاس ته ورغلي دي.

د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي پلټني چي په دې وروستيو کي ئې خپرې کړي دي ښيي چي کېدای سي بغداد ته نژدې په «ال مثني» سيمه کي د کيمياوي وسلو د جوړولو په يوه پخواني تخريب سوي مرکز کي «سارن» او اوښکن گاز پاته سوی وي.

په دغه سيمه کي دوه داسي ډيپوگان ول چي امکان لري په هغو کي بمونه او د توغنديو خولۍ پاته سوي وي.

يو شمېر هغه سيمي چي شک کيږي زهرجن گاز به پکښې پټ وي له هغې جملې څخه «آل مثني» د اسلامي دولت ډلي په کنترول کي دي.

خو د کيمياوي وسلو کارپوهان وايي چي فکر نه کوي د اسلامي دولت ډله دي دومره توان ولري چي په ۱۹۸۰م کال کي د فارس خليج جنگ پرمهال د مهماتو ضايعات دي بيرته په پوځي برخه کي په سيستماتيکه توگه وکاروي.

سارين لنډ وخت لري

کيميا پوه رالف تريپ، چي له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۶م کاله پوري ئې د ملگرو ملتونو د کيمياوي وسلو د منع سازمان (OPCW) د مشورتي هيئت غړی وو، له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د دوو ډول گازو ترمنځ بايد توپير وسي. يو سارين دی او بل اوښکن: «عراقيانو هر وخت په هغه برخه کي چي سارين گاز داسي جوړ کړي چي ډېر دوام وکړي ستونزي لرلې.»

هغه زياته کړه: «موږ د وسلو په محتوياتو پوهيږو چي ډکييږي. دغه وسلې تر يوې لنډي مودې وروسته د حرارت له کبله په تجزيه کېدول پيل کوي، چي وروسته نو بیا دغي وسلې له کار لويږي.»

د فارس خليج د جنگ پرمهال په عراق کي د کيمياوي وسلو بمبار سوي ډېپوگان

د فارس خليج د جنگ پرمهال په عراق کي د کيمياوي وسلو بمبار سوي ډېپوگان

خو هغه څه چي له دغو وسلو څخه پاتيږي بيا هم ډېر خطرناکه وي، که سړی تماس ورسره پيدا کړي ډيري جدي پايلي به ولري. خو په جنگ بيا د دغو وسلو کارلو څه په لاس نه راوړي.

تريپ زياته کړه: «د اوښکن گاز بمونه بيا خطرناکه دي. هغه وايي په هغو وسلو کي چي اوښکن گاز کارول سوی دی هغه تر اوسه هم ډېر خطر لري.» هغه وويل: «موږ د لومړي نړيوال جنگ تجريبه لرو چي دغه کيمياوي ماده ډېر پايښت لري او حتی که دغه وسلې په تجزيه کولو پيل وکړي پاته سوي ئې هم ډېرخطرناکه او زهري وي.»

کارپوهان په دې نظر دي چي عراق پر خپلو يو شمېر کيمياوي وسلې له لويه سره هغه نړيوالي نخښي نه دي ولي چي د وسلې نويت ئې معلوم سي. د دوی په خبره کيدای سي داسي وسلې هم وي چي نوښانونه ئې زنگ وهلي او اوس له پيژندلو وتلي وي.

په برلين کي د پوهي او سياست بنياد غړی اوليويا ماير په دې نظر دي چي کيدای سي تروريستان بې له دي چي پوه سي چي په لاس ورغلي کيمياوي وسلې څرنکه وکاروي، استعمال کړي.

په عراق کي د تروريستانو له خوا د کیمياوي وسلو د کارولو يوه پيښه چي نيويارک ټايمز ثبت کړې ده رامنځ ته سوې ده. خو پوښتنه دا ده چي آيا هغوی په دې پوهيدل چي په دغه بم کي چي دوی ځای پر ځای کړی دی کيمياوي مواد کار سوي دي؟ د دغه بم په شڼدولو او انتقال کي امريکايي عسکر ټپيان سول خو څوک نه ووژل سو.

کارپوهان په دې نظر دي چي کېدای سي د تروريستانو لاس ته د اوښکن گاز بمونه ورغلي او هغوی ئې استعمال کړي. دغه بمونه به خلک ټپيان او حتی ووژني خو د ډله ييزه وژني بيره بايد نه وي.