1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

آلمان کي د اروپايي مهاجرو نوی تر ټولو اوچت ریکارډ

آلمان ته له اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو څخه د راغلیو مهاجرو ریکارډ تر ټولو پورته حد ته رسیدلی دی. په دغو مهاجرو کې تر ټولو زیات شمیر یې د رومانیا او ورپسې د پولنډ او بلغاریا هیوادونو وګړي دي.

د فرانسې خبري آژانس د آلمانۍ ورځپاڼې دي ویلت له قوله لیکي چې تیر کال له اروپایی هیوادونو څخه نژدې ۷۰۰ زره مهاجر آلمان ته راغلل.

بله خوا د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، چې په یونان کې تم شوي په زرهاو مهاجر، د نړیوالو ادارو په مرسته بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي چې په هغو کې پاکستاني مهاجر هم شامل دي.

دې ویلټ ورځپاڼې ویلي دي، چې په ۲۰۱۵م کال کې له اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو څخه آلمان ته ټولټال ۶۸۵۴۸۵ تنه مهاجر راغلي وو چې له هغو څخه نژدې درې سوه زره یې بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.

خو بیا هم، په ۲۰۱۵ کال کې د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو څخه آلمان ته د راغلیو مهاجرو شمیره، د ۲۰۱۴ کال په پرتله لوړه وه.

ډي ویلټ ورځپاڼې ویلي دي چې دغه ارقام یې د آلمان د مهاجرت ادارې (BAMF) څخه ترلاسه کړي دي.

آلمان ته د زیاتو مهاجرو د راتلو دلایل د دغه هیواد ښه اقتصاد او په کې د بیکارۍ ټیټه کچه ښودل شوی ده.

د آلمان د مهاجرت ادارې د ارقامو له مخې، تیر کال د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو څخه آلمان ته تر ټولو زیات راغلي مهاجر د رومانیا څخه ول چې شمیر يې ۱۷۵ زره کسان ښودل شوي دي.

له رومانیا څخه وروسته په دویم قدم کې د پولنډ نوم اخیستل کيږي چې د مهاجرو ټولیز شمیر یې ۱۵۰ زره ښودل کیږي. دې ویلډ ورځپاڼه په دې برخه بلغاریا هیواد د ۷۰ زره مهاجرو په شمیره په دریم ردیف کې راوستلای دی.

آلمان د روان کال په اپریل میاشت کې د مهاجرت په برخه کې یو نوی قانون جوړ کړ، چې له مخې یې د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو مهاجرو له پاره په کې ټولنیز خدمات په دراماتیکه توګه محدود کړل شول.

د دي ویلت ورځپاڼې پر حواله، اوسمهال په آلمان کې څلور اعشاریه یو میلیون اروپايي مهاجر اوسیږي.