1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان کوسوو د يوه خپلواک دولت په توګه په رسميت و پېژنده

درې ورځي وروسته چي د سربستان جنوبي ولايت کوسوو خپله خپلواکي اعلام کړې ، اوس د آلمان حکومت دغه هيواد د يوه رسمي هيواد په توګه په رسميت پېژندلی دغه پرېکړه نن په برلين کي د جرمني د کابينې په يوه غونډه کي سوې.

د جرمني د کابينې غړي

د جرمني د کابينې غړي

د آلمان اولسمشر هورس کوله به د کوسوو د مشر Fatmir Sejdiu ته په دې اړه يو رسمي ليک هم ور ولېږي.

د صربستان حکومت به د خپلي پخوانۍ پرېکړي د مخه د آلمان څخه خپل سفير وروغواړي.

د صربستان حکومت وايي چي د کوسوو د خپلواکۍ اعلان يو غير قانوني عمل دی او هر هغه هيواد چي دغه سيمه ديوه خپلواک هيواد په توګه په رسميت وپېژني د صربستان حکومت به خپلي سياسي اړېکي ورسره وشلوي.

د صربستان تر ځنګ روسيې هم په يوه اړخيزه توګه د کوسوو د خپلواکۍ اعلامول د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړي پر خلاف يو عمل ګڼلی