1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

آلمان په افغانستان کي ۸،۸ مليارده يورو مصرف کړي

د افغانستان جګړه د آلمان د وسله وال پوځ د تاريخ تر ټولو خونړۍ او قيمتي جګړه وه. آلمان د ايساف ماموريت په چوکاټ کي ۱۲ کاله په افغانستان کي خپل عسکر مستقر کړي ول. پر دغه ماموريت ۸،۸ مليارده يورو مصرف راغلی دی.

د نن څخه ۱۶۰ کاله تر مخه د افغان انګليس جګړې په هکله آلماني شاعر او ليکوال «تيودور فونتانه» يو شعر ليکلی ؤ. د دغه شعر په يوه برخه کي راغلي: « هغه چې بايد واوري، نور نه اوري، ټول لښکر له منځه تللی، د حرکت په پېل کي تعداد ۱۳ زره ؤ، خو صرف يو د افغانستان څخه ژوندی کور ته راغلی.»

دا د آلماني ليکوال او شاعر تيودور فونتانه د ۱۸۵۷م کال هغه مشهور شعر دی، چي په افغانستان کي يې د بريتانوي لښکر د ماتېدو په هکله ليکلی ؤ.

د فونتانه د پورتني شعر څخه تقريبا ۱۶۰ کاله وروسته د افغانستان په ماموريت کي د آلماني پوځ هغسي دراماتيک نه دی، لکه په هغه وخت کې چي د بريتانوي لښکر ؤ. خو په افغانستان کي د ۱۲ کلن ماموريت وروسته د آلماني پوځ وضعه او نتيجه ګيري په ډاډه توګه داسي هم نه ده چي د يوې ستايونکي سندري موضوع دي وګرځي.

په افغانستان کي د آلمان ۵۴ عسکر ووژل سول. په همدې راز د ۲۰۰۲م کال راهيسي په افغانستان کي د روان خونړي بحران له کبله په زرهاؤ افغانانو هم خپل ژوندونونه دلاسه ورکړي دي. دا د انساني ژوند هغه بې بها تاوان دی چي په پيسو کي نه سي اندازه کېدلای. خو برعکس هغه مالي مصارف چي د آلمان پوځ د افغانستان په ماموريت کي کړي دي، ډېر دقيق معلوم دي. د آلمان و «تاګسشاؤ» نومي رسنۍ ته د دغو مصارفو په تړاو د آلمان د دفاعي چارو د وزارت يو محرم سند رسېدلی دی.

پلورل سوي، کباړ سوي، تحفه سوي

د «تاګسشاؤ» د ژورنالست کرستيان تېل د راپور په حواله په دغه محرم سند کي راغلي چي په افغانستان کي د آلماني پوځ د ماموريت د ختمېدو وروسته د تقريبا ۲۸ مليونو يورو مواد پلورل سوي، کباړ سوي او يا هم د افغانستان ادارو ته تحفه سوي دي. په دغو پيسو کي د هغو سامان آلاتو او موادو قيمت هم شامل دي چي په بشپړه له منځه وړل سوي دي.

د آلمان د دفاعي چارو وزارت وايي چي هيڅ داسي پوځي تجهيزات يې افغانانو ته نه دي پرې ايښي چي د آلمان د وسلو د ځانګړي قانون سره په ټکر کي وي. دغه وزارت وايي چي د افغانستان څخه د وتلو پر وخت افغانانو ته هيڅ وسلې نه پرېږدي. دا د هغه باوجوده چي کابل څو واري د آلماني ټانکونو «ماردر» په هکله زياته دلچسپي ښودلې ده.

آلماني پوځ حتی دا نه غوښتل چي داسي موټر چي زرغون رنګ ولري افغانانو ته وسپاري. هغه د دې بيري له کبله چي داسي نه چي دغه موټر په ځانمرګو بريدونو کي ونه کارول سي. له همدې کبله د آلمان پوځ په افغانستان کي خپل «ؤلف» ډوله ۲۰۰ بينز جيپان پرزه پرزه کړي او هغوی يې له منځه وړي دي.


د انخلأ اوسني مصارف ۶۶،۲ مليونه يورو

د افغانستان څخه د آلماني پوځ د انخلأ د مصارفو معلومات هم ډېر په زړه پوري دي. دغه مصارف د ۲۰۱۴م کال تر پای پوري ۶۶،۲ مليونو يورو ته رسېدلي ول. په دغه مصرف سره ۱۱۶۱ موټر او ۲۴۶۵ کانټنر مواد او سامان آلات بېرته آلمان ته را انتقال کړل سول.


د آلمان د دفاعي چارو د وزارت په وينا د يادو سامان آلاتو د لېږد له پاره ۲۵۷ الوتنې سوي چي په هغو کي ۶۶ يې د بار وړونکو الوتکو مستقيم پروازونه ول. د آلمان پوځ په دغو الوتکو کي د بېلګي په توګه وسلې او ټانکونه بېرته آلمان ته رانتقال کړل. دا په داسي حال کي چي ترکيې د خپل بندر څخه تر آلمان پوري د وژونکو وسلو د مځکني انتقال سره مخالفت درلود او د دغه اجازه يې نه ورکوله.

د آلمان پوځ وايي چي د ترکيې څخه تر آلمان پوري د وسله د هوايي انتقال له پاره يې په خپله دومره امکانات درلودل چي دغه انتقال بېله خنډه تر سره سوی دی.

د زرغون سياستوالو تنقيد


په ۲۰۱۳م کال د آلماني پوځ د سامان آلاتو پر انتقال تاوده بحثونه روان ول. د هغه وخت د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د پارلمان د بوديجې د جرګه ګۍ د اجازې پرته د «کيون ناګل» په نوم شرکتونو ته د سامان آلاتو د انتقال پروژه ورکړه. دغه پروژه د يادو شرکتونو له پاره په اقتصادي توګه ډېره ګټوره وه.

د يادي پروژې له مخي بايد تر ۱۲۵۰ پوري الوتنې تر سره سوي وای چي د مصارفو حجم يې ۱۵۰ مليونو ته رسېدی. دفاعي وزير ديميزير د دغه پروژې د چټک سپارلو وجه دا بيان کړې وه چي وخت ډېر لنډ ؤ. د هغه په وينا د بېره درلوده چي د ترانسپورت په نړۍ وال بازار کي ښايي پر وخت اړين امکانات نه سي برابر.

خو د دفاعي چارو د وزارت هغه سند چي «تاګسشاؤ» ته رسېدلی دی، د هغه له مخي د «کيون ناګل» شرکت په مرسته صرف پنځه الوتنې تر سره سوي چي د مصارفو حجم يې ۶۲۵ زره يورو ته رسيږي. د آلمان د زرغون ګوند سياستوال د انتقال له پاره پر ټاکل سوي مهال وېش سختي نيوکي کوي.

د ياد ګوند د مالي چارو مسؤل او د پارلمان غړی توبياس ليندنر وايي: «د اقتصادي تاوان کچه ښايي د زغم د حدودو دننه وي، خو د پلن جوړونې پروسه بايد چي په بشپړه توګه وڅېړل سي. دا په دې خاطر هم ولي چي د پارلمان د اړين مشارکت څخه صرف نظر سوی ؤ. موږ به د آلمان د محاسبې د ادارې څخه غوښتنه وکړو چي دغه پروسه وڅېړي.»