1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان: يو شمېر بهرنيان او پولېس ډ بول سوي

يو شمېر آلماني ځوانانو پر بهرنيانو باندې حمله کړې او څو تنه يې د ٢ تنو پوليسو په شمول زخمي کړي دي

پوليسو ويلي چې شاوخواپنځوسوتنو آلماني ځوانانو څوتنه هند يان وهلي او ټپيان کړي دي

پوليسو ويلي چې شاوخواپنځوسوتنو آلماني ځوانانو څوتنه هند يان وهلي او ټپيان کړي دي

د آلمان په يوه کوچنی موگلن نومي ښارکې، چې د زاکسين په ايالت پورې اړه لري، د يکشنبې په شپه د يوې مېلې په ترځ کې، څو تنو، چې زيات شمېر يې ځوانان وو، پر يوه ډله هندي اصله بهرنيانو باندې حمله کړې او هغوی يې له مېلې څخه شړلي دي.

د پوليسو د معلوماتو له مخې، څه نا څه ٥٠ تنو جرمنيانو پر هغو هندوانو باندې يرغل وروړی، کوم چې د پيزې پخولو په يوه دکان کې پټ شوي وو. د پېښې په لړ کې ١٢ تنه ټپي شوی هم دي، چې له هغوی نه ٨ تنه هندوان او ٢ تنه پوليس دي.

رپوټ زياتوي چې د اخ وډب په منځ ته راتگ کې امکان لري شرابو هم رول لوبولی وي.