1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان نن خپل د يوالي 17 کاليزه لمانځي

د 1990 مېلادي کال د اکتوبر د مياشتي په د ريمه نېټه د آلمان د يوالي تړون ليک لاسليک سو چي له مخې يي د واړه شرقي او غربي جرمني سره يو ځای سول.

دې موخي ته د رسېد و له پاره د پخواني شوروي اتحاد مشر ميخائل سرگيويچ گرباچوف لاره هواره کړه.

دې موخي ته د رسېد و له پاره د پخواني شوروي اتحاد مشر ميخائل سرگيويچ گرباچوف لاره هواره کړه.

مخکي لدې چي داتړون ليک لاسليک سي د آلمان د ديموکراتيک جمهوريت خلگو په پراخو احتجاجي لاريونونو لاس پوري کړی وو چي په پايله کي يي د 1989 عيسوي کال د نومبر په مياشت کي د برلين د يوال چپه سو.
دې موخي ته د رسېد و له پاره د پخواني شوروي اتحاد مشر ميخائل سرگيويچ گرباچوف لاره هواره کړه.
ددې ورځي په وياړ د آلمان مسيحي کليساوددې غوښتنه کړې چي بايد په نړۍ کي دداسي ټولنيزو نيظامونو د منځ ته راتلو له پاره هلي ځلي وسي چي د آزاد ۍ او پيوستون په بينا ولاړ وي.
سښ کال دا مراسيم د آلمان د شويرين په ايالت کي په يوه ستره کليسا کي د د عا او عباد ت په مراسيمو سره پيل سول.
په دې کليسايي غونډه کي د هامبورگ د کليساوو مشر ويرنا تيزن ددې گواښ کړی دی چي بايد په آلمان کي د کېڼ لاسو توندلارو په وړاندي په کلکه مبارزه وسي. د هغه په وينا ځکه چي د وی دديموکراسۍ پرضد خلگ دي او په ختيځ آلمان کي د وی ډ يري ريښې غځولي دي.