1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

آلمان: موږ ګونتانامو ته د بنديانو په لېږلو کي مرسته نده کړې

امريکا دا مني چي بنديان په پټو زندانونو کي ساتي او يا يي کوم دريم هيواد ته لېږي

يو شمېر بنديان ګونتانامو ته د لېږلو پر وخت

يو شمېر بنديان ګونتانامو ته د لېږلو پر وخت

وروسته له هغه چي د آلمان د هوايي لاري څخه د امريکا د استخباراتي اداري CIA لخوا ګونتاناموته د بنديانو د ليږلو موضوع رسواسوه اوس د آلمان د بهرنیوچارو وزير شټاين ماير دا ردوي چي داکار دي سوی وي.

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو ژورناليست مارسل فورستناو ليکي چي، د امريکا متحده ايالتونه پخپله ددې څخه منکر نه دي، چي د 2001 ميلادي کال د سپتمبر د 11 نيټې د ترهگري بريدونو وروسته، د ترشک لاندي کسانو پلټنه کوي، هغوی نيسي او په الوتکو کي يې پټو زندانونو يا کوم دريم هيواد ته لېږي . خو له دې سره تل يو شمېر بې گناه کسان هم تر شکنجو او زورولو لاندي نيول کيږي. چي يو د هغو کسانو څخه مصری عبدالحليم خفاژي دئ. دا کس د آلمان د استخباراتو د معلوماتو له مخه د اخوان المسلمين سره نژدې اړيکي لري، خو د سپتمبر د 11 نېټې له گذارونو سره يې کار نه درلود. اوسره له هغه هم دوې اونۍ وروسته په بوزنيا هرڅوگوونيا کي د ناټو د موجودو سوله ساتونکو عسکرو لخوا ونيول سو.

د آلمان د تحقيقاتي پلاوي غړی، او ددې هيواد د جنايي چارو د ادارې مرستيال مشر برن هارد فالکه وايي، چي توزلا ته چي کله د دې مصري اصله آلماني د تحقيق لپاره ورغلو د دوی مامورينو له تحقيق څخه ډډه وکړه، دا ځکه چي دوی ته له نوموړي سره د زورزياتي نښي نښانې په لاس ورغلي وې.

د ګونتانامو د څلرم کمپ يوه برخه

د ګونتانامو د څلرم کمپ يوه برخه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير هغه وخت د استخباراتو د ادارې رئيس و. د سپتمبر د 11 نېټې له گذارونو وروسته دوی کوښښ کوی چي د امريکايي اړوندو ادارو سره نژدې اړيکي ونيسي:

شټاين ماير وايي: (اول دا چي موږ بايد په آلمان کي اوسېدونکي انسانان د ترهگرو له بريدونو څخه ساتلي وای. دوهم ځکه موږ له امريکايي ادارو سره شريک کار کاوه، چي د ترهگرو له ډلي څخه څلورو تنو د خپل ناوړه عمل سرشته له آلمان څخه کړې وه.)

د دې څخه مطلب په اصطلاح د هامبورگ د ښار ترهگره ډله ده او له دې جملې نه محمد عطا، چا چي خپله الوتکه د نيويارک پر نړيوال تجارتي مرکز باندي ور کاټ کړه.

شټاين ماير دا هم زياته کړې ده، چي د پټو الوتنو رپوټونه يې تل څېړلي دي. د وروستي ځل د پاره يې د همدې روان کال د مارچ په مياشت کي د امريکا د بهرنيو چارو له وزيري مېرمن کوندوليزا رايس څخه غوښتي دي، چي په دې هکله ورسره موجود معلومات ورکړي. خو تر اوسه پوري د امريکا حکومت دا اقرار نه دئ کړی، چي د آلمان د خاورې له لاري يې پټي الوتني کړي وې.

د آلمان د اتحادي شورا لخوا په گمارل سوي څېړندوی کمېسيون کي د مخالف اړخ استازي بيا د آلمان له بې غورۍ څخه خبري کوي. له آزادو دموکراتانو څخه ماکس شتادلر د حکومت څخه په دې باب د معاملې غوښتنه کوي او وايي: (کله چي بهرني جاسوسان زموږ په خاوره کي بېله اجازې څخه فعاليت کوي، نو ښه به داوي چي مخ يې ونيول سي.

يو بندي په ګونتانامو کي د آزادۍ په تمه

يو بندي په ګونتانامو کي د آزادۍ په تمه

دا کار د آلمان د اساسي قانون د ژغورني په ادارې پوري اړه لري. خو د بهرني سياسي ملحوظاتو له مخه هيڅ اقدام نه دئ سوئ. نو ځکه موږ دا اندېښنه لرو، چي اوس به هم د آلمان له خاوري څخه دا ډول الوتني کيږي. سړی بايد د هغه مخه ونيسي.)

د شنو له گوند څخه د شتادلر ملگرې هانس کرستيا شتروبله لا يو گام نور هم په وړاندي ږدي او څرگندوي: (موږ پوهيږو چي د امريکا د حکومت څخه پوهيږو، چي دا ډول الوتني بايد تراوسه هم په پلان کي ولري او عملي کوي يې. دا خبره په کلکه سره سوې ده. موږ بايد په دې پوه شو، چي دا کار نن، سبا او يا بله روځ د آلمان له خاوري څخه کېدونکی دئ. اما اجازه نه لري. د آلمان حکومت بايد په دې اړوند لازم تدبيرونه ونيسي.)

د دې کار د څېړلو د پاره گمارلي يواخيم يعقوب ته څرگنده سوې چي دا کار سوی او لږ ترلږه دوې الوتني د آلمان د لاري سوي دي. نوموړی کولای سي ،چي محرم سندونه هم وگوري او وايي چې، لومړۍ الوتنه د سپتمبر له11 ورځي څخه درې مياشتي وروسته وسوه او دوهمه د2003مېلادي کال د فبرورۍ په مياشت کي. په دې کار کي د آلمان له نظامي هډې رامشټاين څخه هم کار اخيستل سوی.