1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان ـ پر پوله د مهاجرو له بحرانه ۲ کاله وروسته

په ۲۰۱۵ کال د آلمان د بايرن ايالت وېګشاېډ سيمه د خبرونو سرټکی وګرځېده چي پر دغه سيمه په لسهاؤ زره مهاجر آلمان ته راداخل سول. اوس هلته وضعه څنګه ده؟ نينا هازه او سومي سوماسکاندا هلته ورغلي وې.

موږ له په اُتريش کي يو چي د سيند پر بله غاړه د پوليسو يو موټر مو وليد. د آلمان پر اړخ اوس هم د پوليسو موټر په غيردوامداره توګه ګزمه کوي. کله چي موږ تر پولي ورواوښتو نو پوليسو د نورو موټرو تر منځ زموږ مني بس موټر ته اشاره وکړه چي ويې دروو. پنځه پوليس چارواکو زموږ موټر معاينه کړ او زموږ آلماني او امريکايي پاسپورټونه يې وکتل او بيا يې راته د مخ په وړاندي تلو اجازه راکړه.

خو پر دغه ځای دوه کاله تر مخه يو ډېر غير عادي او  اضطراري حالت واکمن ؤ. په ۲۰۱۵ کال د مهاجرت د اوج پر وخت پر دغه پوله په لسهاؤ زره مهاجر آلمان ته راداخل سول. په دې ترڅ کي د شپږو اونيو په جريان کي تقريبا ۶۰ زره مهاجر له اُتريش څخه آلمان ته راداخل سول او سيميز آلماني چارواکي ګوته په غاښ پاته ول. هره ورځ تقريبا د ۳۰ او ۴۰ تر منځ اُتريشي سرويس موټرونه راتلل دلته به يې مهاجر راوړل او په سمدلاسه توګه به بېرته روانېدل تر څو نور مهاجر له اُتريش څخه د آلمان پولي ته راوړي.

ناڅاپه اضطراري حالت

د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر مياشتي د ۲۶مې نېټي په ماښام يو شمېر مهاجرو د پولې کټارې ماتي کړې او له اُتريش څخه و آلمان ته تقريبا ۲۰۰۰ انسانان په يو وار راداخل سول. دا په داسي حال کي چي د پوليسو موټر دغه ۲۰۰۰ کسان بدرګه کول.

د وېګشايډ په نوم دغې سيمي د اوسېدونکو شمېر ۵۰۰۰ کسان دي. ښاروال جوزېف لامپرستورفر وايي چي «نه غواړم داسي يوه منظره خامخا يو ځل بيا وګورم.» دغه ښاروال وايي چي د بايرن د داسي يوې کوچنۍ او آرامي سيمي د چارواکي په توګه يې هيڅکله داسي اټکل نه ؤ کړی چي په داسي يو اضطراري حالت کي به واقع کيږي چي د دومره زياتو انسانانو سره مرسته وکړي. ښاروال وايي چي نه يوازي آلمانی اړخ بلکه د اُتريش چارواکي هم تر سخت فشار لاندي راغلي ول. لامپرستورفر زياتوي: «دا چي هيچا ته زيان نه واوښت يو لامل يې دا ؤ چي اُتريشي او آلماني چارواکو که اطفاييه وه، که  سرحدي پوليس او که اُتريشي پوليس ول، ټولو خپل کارونه سره همږغي کړل او همکاري يې سره وکړه.»

په لسګونو زره له يادي لاري آلمان ته راغلي مهاجر د آلمان پر بيلو برخو ووېشل سول. خو څلور سوريايي کورنۍ په وېګشايډ کي پاتي سوې چي پکښي د الجمعه محمود کورنۍ هم شامله ده. محمود د پاساؤ منطقې له لاري دغه سيمي ته په ۲۰۱۵ کال راغلی او يو کال وروسته يې خپلې دوې لوڼي او مېرمنه هم آلمان ته راوبلله. د لوڼو عمرونه يې ۶ او ۸ کاله دي او اوس په بهترينه آلماني ژبه خبري کوي، خو د بايرن په لهجه.

پناه غوښتونکي په راتلونکي آلماني اتباع

د الجمعه کورنۍ وايي چي هغوی په وېګشايډ کي په ډېره ښه توګه ښه راغلاست سوي دي. د هغوی پناه غوښتنه په آلمان کي قبوله سوې خو راتلونکي ته اندېښمن دي. محمود وايي: «زه په آلمان کي له سياستوالو څخه يوه پوښتنه کوم: ايا موږ مهاجر يو او که موږ بايد ځانونه مدغم کړو؟» هغه زياتوي: «که موږ ځانونه مدغم کړو نو بيا خو موږ آلمانيان يو. معنی دا چي موږ نور پناه غوښتونکي نه يو.»

د الجمعه کورنۍ له دې څخه اندېښنه لري چي ښايي آلمان د سوريايي پناه غوښتونکو په وړاندي هم خپل سياست هغسي تبديل کړي، لکه د افغان مهاجرو په وړاندي چي يې تغير کړ. دغه کورنۍ وايي چي د افغانستان بعضي سيمي د سوريې له بعضو سيمو څخه ډيري خطرناکي دي خو بيا هم آلماني چارواکي افغانستان ته د يو مسؤن هيواد په سترګه ګوري. هغوی پوښتنه کوي چي څه به کيږي که يو وخت آلمان سوريه هم امن هيواد اعلان کړي؟

دولدونګ او بيا؟

مسيح رحيمي يو افغان دی. هغه د خپلي کورنۍ سره يوځای له هرات څخه د آلمان و پاساؤ ښار ته راغلی چي د دوناؤ سيند پر غاړه پروت دی. هغه ډېر ژر آلماني ژبه زده کړه، د فټبال په يو کلب کي يې غړيتوب تر لاسه کړ، او په يو شرکت کي يې د کمپيوتري مسلکي زدکړو له پاره زدکړي پېل کړې.

د مسيح رحيمي د کورنۍ ټول غړي د پناه غوښتونکو په توګه قبول سول خو هغه پخپله رد سو. نوموړي ته ليک ولېږل سو چي د يوې اونۍ په دننه کي له آلمان څخه ووزي. خو په پاساؤ کي د هغه ملګري او دوستانو ډېر ژر غبرګون وښود او فعال سول او يو وکيل يې استخدام کړ. رحيمي د يو څو ورځو راهيسي د دولدونګ په نوم هغه سند لري چي د زغمېدونکو رد سوو بهرنيانو له پاره دی. هغه وايي: «د دې څخه تر مخه چي زه دولدونګ واخلم، دا بيره زياته وه چي پوليس کومه ورځ په شپه کي زما د کور مخي ته راسي، د ځان سره مي بوزي او د افغانستان پر لور په روانه الوتکه مي کښېنوي. زه له دې څخه ډېر زيات بېرېدم.»

د ادغام برياليتوبونه کم سوي

ماريه لېسينګ يو آلمانۍ د مهاجرو مرستندويه ده. هغه وايي چي دغه ناڅرګندوالی چي ايا تازه رارسېدلي مهاجر به د پاته کېدو حق ولري او که نه، پر ټولو اړخونو منفي اغېز کوي که هغه مهاجر دي، که يې مرستندويان دي او که نور ښکېل کسان دي.

۲۸ کلنه مرستنديه لېسينګ د «موږ مرسته کوو» په نوم مرستندويه اتحاديې مشري په غاړه لري چي په ۲۰۱۵ کال په مونشن کي په وجود کي راغله. دا يوه له هغو اتحاديو څخه ده چي غړو يې په اونيو اونيو د اورګاډو د مونشن په تمځي کي مهاجرو ته ښه راغلاست وايه او هغوی ته يې له مرستو ډکي کڅوڼي په لاس کي ورکولې. په زياته بيا هغو انځورونو په نړيوالو رسنيو کي زيات ګردش وکړ چي د مهاجرو ماشومانو ته پستې ناوکۍ په لاس کي ورکول کېدلې.

لېسينګ وايي چي په مونش کي د مهاجرو سره د مرستي جذبه او ولوله هغه د پخوا په شان تازه ده. هغه وايي چي د لومړنيو مرستو وروسته اوس د مهاجرو سره داسي مرستې مطرح دي چي هغوی نورمال ژوند ته راوګرځېدلای سي، د بېلګي په توګه يو آپارتمان ومومي، يو کار پيدا کړي او داسي نور. خو لېسينګ وايي چي يادي مرستي د ډيرو ستونزو سره مل وي ولي چي که حتی مهاجرو داسي اسناد ولري چي ګواکي په آلمان کي د پاته کېدو حق لري، نو بيا هم کار ورکوونکي او يا د اپارتمانونو مالکان تضمينونه غواړي. هغه وايي د دې وجه دا ده چي پخپله کار ورکوونکي او د کورونو مالکان ناډاډه دي. د لېسينګ په وينا له همدې کبله په آلمان کي اړونده مهاجرو ادغام په میاشتو مياشتو ځنډيږي.

په بايرن کي د ځايي خلکو سره خبرو اترو کي ټول په دې نظر ول چي د مهاجرو د راتګ لومړی قدم په برياليتوب اخيستل سوی او مهاجر په امن کي دي. هغوی وايي خو اوس حکومت بايد پناه غوښتونکو ته دا ډاډ ورکړي چي هغوی په آلمان کي راتلونکی لري او يا د راتلونکي درلودنې چانسونه لري.