1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان غواړی د افغانان پوليسو د روزنې لپاره نور پوليس افغانستان ته ولېږی

برلين: د آلمان حکومت د ديرو نيوکو څخه وروسته دې چمتو شوی دی، چې د افغان پوليسو د روزنې لپاره د خپلو پولیيسو شمير دوه چنده زيات کړی.

default

د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاين ماير او د آلمان د نننيو چارو وزير شايبلې په گډه سره دغه خبره په يوه آلماني ورځپانه Frankfurter Allgemeine Zeitung کې پرون بيان کړی ده. دوی دې ته چمتو دی، چې افغانستان ته شپيته نور پوليس ولېږی. اوسمهال په افغانستان کې شپيته آلماني پوليس د افغان پوليسو په روزنه د نور اروپايي هېوادونو پوليسو تر څنگ کار کوي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاين ماير او د آلمان د نننيو چارو وزير شايبلې د نورو اروپايي هېوادونو څخه هم غوښتنه کړی ده، چې افغانستان ته نور پوليس وليږی.