1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان: د ترهگرو بريدونو خطر زيات شوی دی

د آلمان حکومت غواړي چې د گڼو خبري رسنيو په وينا ملکي وگړي پوه کړي چې په آلمان کې د اسلاميستي ترهگرو له لوري د بريدونو خطر زيات شوی دی. د کورنيو چارو د وزارت مرستيال اوگوست هنينگ وايي چې په تېرو څو ورځو کې د يو امکاني بريد په برخه کې شواهد ډېر شوي دي.

طالبانو گواښ کړی چې په کاناډا، لويې برتانيې او آلمان کې بريدونو ته چمتو دي

طالبانو گواښ کړی چې په کاناډا، لويې برتانيې او آلمان کې بريدونو ته چمتو دي

د امنيتي چارو کارپوهان دغه حالت هومره خطرناک بولي لکه د يولسم سپتمبر تر بريدونو وروسته. ښاغلي هنينگ زياته کړه چې »موږ د اسلامي ترهگرو يو اصلي هدف گرځېدلي يو.« نوموړي هغه ويډيويي پيغام ته اشاره وکړه چې دوې اونۍ وړاندې امريکايي ټلويزيوني شبکې اي بي سي تر لاسه کړی و. په هغه کې د طالبانو د وژل شوي قوماندان ملا دادالله ورور، منصور دادالله ليدل کېږي چې په افغانستان کې د اورپکو د يو کمپ څخه ليدنه کوي. په کمپ کې گڼ شمېر زلميان وايي چې دې ته چمتو دي چې کاناډا، لويې برتانيې او آلمان ته ولاړ شي تر څو ځانمرگي بريدونه تر سره کړي. آلمان امنيتي تدابير نيولي دي او په تېره بيا له افغانستان او پاکستان څخه اروپا ته راتلونکي سورلۍ څاري.