1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان ته بهرني کډوال اقتصادي گټه ور په برخه کوي

یوه څیړنه اوس دا مني چې بهرني کډوال د آلمان د ټولنیز نظام له پاره له اقتصادي لحاظه گټور دي، خو په عین وخت کې په ټولنه کې د هغوی د ادغام له پاره نیمگړتیاو ته گوته نیسي.

کله چې ۱۴ کلن نیهت سورجیک برلین ته راغی، ډيرنا امیده شو. دا ښار هغسې نه وو چې د هغه مور او پلار ترې کیسه کوله. کله چې نیهت په ترکیه کې له نهم ټولگي څخه فارغ شو، نو مور اوپلار یې تصمیم ونیو چې هغه آلمان ته راشي. هغه په برلین کې په یوه کوټه لرونکي آپارتمان کې ژوند پیل کړ. نیهت په لومړي سر کې له تلویزون سره ډيره لیوالتیا درلوده. خو هغه په خپل تور او سپین تلویزیون کې یوازې د DDR1 او DDR2 کانالونه کتلای شول.

په لومړې سر کې نیهت نه پوهیده چې دغه پروگرامونه له کوم ځای څخه خپرییږي، خو وروسته چې یې لږه آلماني ژبه زده کړه، نو پوه شو چې هغه د پخواني دیموکراتیک آلمان د جمهوریت یا DDR پروگرامونه دي.

د آلمان د هغه وخت د فدرالي جمهوریت تلویزیوني خپرونې دومره پیاوړې نه وې چې د نوموړي اپارتمان د ځمکې پر سر کور کې ونیول شي. د پخواني لویدیځ برلین د ښار دغه سیمه ډيره ارزانه وه، نو ځکه ډير اوسیدونکي یې بهرنیان ول. دا هغه وخت وو چې لویدیځ آلمان ته د «میلمه کار گرو» بهیر راروان وو. «میلمه کارگر» یې په دې وجه بلل چې آلماني ټولنه کې داسې گمان کیده چې دغه خلک به د یوې مودې له پاره دلته راځي او کار به کوي او بیا به بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.

دا چې ځوان نیهت هم د دغو «میلمه کارگرو» یو زوی وو، نو هغه په ښوونځي کې د بهرنیانو ټولگي ته واستول شو. هغه وايي چې په هغه وخت کې په آلماني ټولنه کې د بهرنیانو د ادغام مسله هیڅ مطرح نه وه: «زه ډير ژر پوهه شوم چې که چیرې سړی غواړي دلته یوه څه ترې جوړ شي، نو باید د یوه متوسط پوهه شخص په نسبت زیات پوه وي.» نیهت له ځان سره هوډ وکړ چې زده کړې ته پاملرنه وکړي. هغه په کتابتون کې د ماشومانو د کتابونو په لوستلو پیل وکړ ترڅو آلماني ژبه زده کړي. هغه سمدلاسه غوښتنه وکړه چې د «بهرنیانو له ټولگي» څخه د «آلمانانو ټولگي» ته تبدیل کړای شي.

کډوالي د آلمان د ټولنیز نظام ته له مالي لحاظه یوه گټه ده

۴۲ کاله وروسته نیهت سورگیک د یوې مطبوعاتي خبر پاڼې له لارې د هغې یوې څیړنې څخه خبرتیا پیدا کوي چې په آلمان کې د بهرنیو کډوالو د نقش په هکله خپره شوې ده. د «برتلمن» په نوم د یوه آلماني بنسټ په غوښتنه په دغه څیړنه کې د بهرني کډوالو هغو گټو ته اشاره شوې ده چې د آلمان له اقتصاد سره يي کوي. د دغې څيړنې په دریمه جمله کې لیکل شوي دي: «۶،۶ میلیونه خلک چې په دې هیواد کې ژوند کوي او آلماني پاسپورټ نه لري، یوازې په ۲۰۱۲ کال کې د آلمان ټولنیزې خزانې کې د ۲۲ میلیارده یورو مازاد پیسو کې ونډه لري.»

که څه هم دغسې یوه جمله باید د هغه یو چا له پاره په زړه پورې وي چې له کلونو راهیسې په آلمان کې د بهرنیو کډوالو د ادغام له پاره مبارزه کوي، خو د نیهت سورجیک چې اوس د ماشین جوړولو انجنیر دی او د برلین په کرویڅبېرگ نومې ناحیه کې د مسلکي زده کړو د یوه تعلیمي مرکز مشري پر غاړه لري، دا ډول یوه جمله خواشینې کونکې ده. هغه پر دغې څیړنې باندې انتقاد کوي او وایی: «ولې په دې احصائیه کې یوازې هغه کسان نیول شوي دي چې آلماني پاسپورټ نه لري؟ زما په څير خلک چې بهرنۍ ریښې لري، ولي په دی احصائیه کې نه دې نیول شوي.»

نهیت سورجیک په آلمان کې د بهرنیانو د ادغام د مسلې بحث بیرته تود کړی دی. ډيرې دغه ډول څیړنې د نفوسو ثبت کتاب ته مراجعه کوي او خپل معلومات له هغه څخه راټولوي. په دې معلوماتو کې یوازې تابعیت ثبت شوی دی، په دی کتاب کې د بهرنیانو د کډوالۍ پسمنظر ته اشاره نه ده شوې. نوموړي وايي: څوک چې آلماني پاسپورټ تر لاسه کوي، داسې گمان کیږي چې گواکې هغه یو «بریالی او غوره کډوال» دی. حال دا چې ډيری آلماني پاسپورټ لرونکي کډوال هم په ټولنه کې د ادغام له ستونزو سره لاس او گریوان دي.

د هغو بهرنیو میندو او پلرونو ماشومان چې په آلمان کې زیږدلي دي او یا ستر شوي دي ۴۰ سلنه توانیدلي دي چې د لوړو زده کړو خاوندان شي

د هغو بهرنیو میندو او پلرونو ماشومان چې په آلمان کې زیږدلي دي او یا ستر شوي دي ۴۰ سلنه توانیدلي دي چې د لوړو زده کړو خاوندان شي

نوموړی د برتلمن د بنسټ څیړنې ته چې د پنجشنبې په ورځ په برلین کې خپره شوه، اشاره کوي او وايي: «دا له کلونو واضح خبره وه» چې بهرني کډوال د آلمان اقتصاد ته گټه رسوي، نه تاوان. په دغه څیړنه کې هغه انگیرنه رد شوې ده چې گواکې کډوالتوب د آلمان ټولنیزې خزانې له پاره یو مالي بوج دی. د دغې څيړنې له مخې کابو دوه پر دریمه آلمانان همداسې فکر کوي. د برتلمن د بنسټ څيړنې د محاسبې له مخې په اوسطه توگه په آلمان کې هر بهرنی د هغه دولتي کمک په پرتله چې دې یې د خپل ژوند په بهیر کې تر لاسه کوي ۳۰۰۰ یورو زیاتې پیسې د مالیې او ټولنیزو لگښتونو په توگه بیرته دولت ته ورکوي.

د ادغام د لمنې پراخوالو سره د دولت خزانې ته نورې زیاتی پیسې اچول کيږي

خو په دغې څيړنې کې د بهرنیو کډوالو ستونزو ته هم اشاره شوې ده چې په آلماني ټولنه کې ور سره لاس او گریوان دي: د بهرنیانو د بیکاریو کچه نسبت آلمانانو ته کابو درې برابره لوړه ده. په خاصه توگه د کډوالو د دوهم نسل ډيری وگړي له مسلکي زده کړو بې برخې دي. که څه هم د هغو بهرنیو میندو او پلرونو ماشومان چې په آلمان کې زیږدلي دي او یا ستر شوي دي ۴۰ سلنه توانیدلي دي چې د لوړو زده کړو خاوندان شي، خو ۶۰ سلنه له دې نعمت څخه بې برخې دي. که چیرې د بهرنیانو ځوان نسلونه د کار په بازار کې په ښه توگه مدغم شي او د کار کولو شرایط ورته چمتو شي، نو د دولت په خزانه کې به د غیر آلماني وگړو ونډه نوره هم ډيره زیاته پراخه شي.

نیهت سورجیک چې اوس د پنځوسو کلونو شا او خوا کې عمر لري په آلمان کې د بهرنیانو د ادغام یو ډيره ښه مثال دی. هغه د خپل کار تر څنگ د بهرنيو کډوالو د اتحادېې استازیتوب کوي. کله چې د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل د دوشنبه په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د دسمبر لومړۍ نیټه) په خپل هیواد کې د بهرنیانو د ادغام د یوې سرمشریزی نتایج وړاندې کوي، نیهت سورجیک به د هغې تر څنگ ناست وي.

سر بیره پر دې هغه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما سره هم په هغې یوې غوڼدې کې ولیدل، کومې ته چې اوباما د نړۍ له بریالیو او مخکښو مسلمانانو سره د دیالوگ له پاره بلنه ورکړې وه. سورجیک په آلمان کې د بهرنیو کډوالو د ادغام له پاره د مبارزې په خاطر یو گڼ شمیر جایزې هم تر لاسه کړي دي.