1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان بيا د بشري حقونو شورا غړی سو

د۲۰۱۳عيسوي کال له پېل سره سم د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د آلمان دوريي غړيتوب هم ختم سو. خو دغه هيواد غواړي چي په ژنيو کي خپل اغېزه ولري چيري چي يې د بشري حقونو په شورا کي غړيتوب پېليږي.

آلمان د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کي تر مخه هم غړی وو. د ۲۰۱۳کال له پېل سره سم دغه هيواد يو ځل بيا د بشري حقونو د شورا غړی کيږي. آلمان د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۶کال کي د دغي شورا غړی سو.

دغه ميعادي غړيتوب له اصولو سره سم تر درو کالو وروسته پای ته رسېدلی وو. آلمان يو ځل بيا د دغه شورا د غړيتوب له پاره عارضه وړاندي کړې وه او د تېر مېلادي کال په نوامبر مياشت کي د ملگرو ملتونو عمومي غونډي ۱۲۷ مثبتي رايي ورکړې.

په دې توگه نو آلمان د ایرلېنډ او امريکا متحده ايالتونو په گډون دريم هيواد سو چي د دويم ځل له پاره د دغي شورا غړيتوب تر لاسه کوي. يونان او سوېډن و نه توانېده چي د دغي شورا د غړيتوب له پاره په نيويارک کي اړيني رايي تر لاسه کړي.

د آلمان پلان سوي پروژې

آلمان غواړي چي د بشري حقونو په شورا کي د اروپايي ټولني په مرسته د دې له پاره کار وکړي، چي په سوريه کي له بشري حقونو څخه سرغړوني او د بشريت پر ضد جنايتونه وڅېړل سي. خو د بشري حقونو شورا له اعلاميې سره د امنيت شورا د اعلاميو په پرتله د نړيوال قانون له مخي مکلفيتونه نه وي مل. خو دغه اعلامیې له اخلاقي او سياسي پلوه د امنيت شورا د اعلاميو او پرېکړو سبب گرځېدلای سي.

آلمان غواړي چي د خپل غړيتوب په درو کلونو کي د نړيوال انساني قاچاق او پاکو اوبو ته د هر انسان د لاس رسي د حق په باره کي د اعلاميو وړانديزونه وکړي. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مرکزي دفتر په ژنيو کي دی.

شخړيز غړي

د م.م. د بشري حقونو شورا اوه کاله دمخه له هغه وروسته جوړ سوه، چي د بشري حقونو له پاره د ملگرو ملتونو د هغه وخت کمېسيون تر سختو نيوکو لاندي راغلی وو. له همدې کبله د بشري حقونو شورا د بشري حقونو د کمېسيون ځای ونيو. د دغه شورا دنده دا ده چي د ملگرو ملتونو د ۱۹۳غړو هيوادونو د بشري حقونو څارنه وکړي. د دې تر څنگ دغه شورا د غړو هيوادونو سره مرسته کوي چي د بشري حقونو د خوندي کولو له پاره اړين سياسي، اقتصادي، ټولنيز او کلتوري قواعد او قوانين رامنځته کړي. چي په دغو حقونو کي د ژوند حق، د شخصي ملکيت حق، سياسي حقونه او د دين او نظر آزادي هم شامل دي.

خو پر دغه شورا هم نيوکي کيږي چي داسي غړي ورته ټاکل کيږي چي په دغو هيوادونو کي پخپله له بشري حقونو څخه سرغړوني کيږي. د بېلگي په توگه د معمر القذافي د واکمنۍ پر مهال دغه هيواد د شورا د غړي په توگه ټاکل سوی وو او دغه شان چين، روسيه، کيوبا او يو شمېر نور هيوادونه چي پکښې د بشري حقونو په هکله ستونزي موجودي دي.