1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان او د «هدفي وژنو ليستونه»

د آلمان پوځ په افغانستان کې د طالب جنگیالیو د په هدفمنو وژلو کې څه نقش لاره؟ له محرمو اسنادو څخه معلومیږي چې دوی د ناتو د «هدفي وژنو لیستونو» له پاره معلومات ورکړي دي.

د ۲۰۱۴م کال وروستۍ ورځ ده. یوازي څو ساعته وروسته په افغانستان کې د ناټو یو ډير اوږد او له ديرو مرگ ژوبلو ډک جنگي ماموریت عملاً پای ته رسیږي. د تیرې یکشنبه په ورځ په کابل کې د ناټو په مشرتوب نړیوال امینتي مرستندیو ځواک (ایساف) د خپل ۱۳ کلن ماموریت د پای مراسم ونیول. اوس د دغه ماموریت د پټو چلندونو په هکله نوي معلومات بربنډ شوي دي.

داسي ښکاري چې په دغه ماموریت کې امریکایانو او بریتانویانو، تر هغه ډير د «په نخښه شوو» طالبانو او ترهگرو په وژلو کې لاس لاره، چې تراوسه پوري يې اټکل کيدی. دا هغه څه دي چې د امریکايي پخواني مخبر ادوارد سنودن له پټو اسنادو څخه بربنډ شوي دي.

د دغو اسنادو له مخي د نزدې ۷۵۰ کسانو یو لیست ترتیب شوی وو چې هغوی باید په نخښه او ووژل شي. په هغوی کې نه یوازي د طالبانو مشران، بلکي د نشه يي موادو سوداگران هم شامل ول. د هغوی له موبایل تیلفونونو څخه، د هغوی په موندولو کې کار اخیستل شوی دی. هر وخت چي به دغو کسانو خپل موبايل تليفون چالانه کړ، د هغوی څارنه پیل کیدله او په نتیجه کې یې اکثره وژل شوي دي.

د آلمان «در شپیگل» مجلې په خپل یوه رپوټ کې لیکلې دي چې په افغانستان کې د طالب یاغیانو پر ضد جگړه کې دغه لیست ډير مهم نقش درلود. د دغه لیست له مخې نه یوازي قوي طالب یاغیان «بلکي عادي طالب جنگیالي هم په مخښه شوي دي.»

د دغه رپوټ لیکونکي د لاس ته راغلو پټو معلوماتو له مخې د طالبانو او د هغوی د خواخوږو په څارنه کې د یو «بیرحمه ښکار» خبري کوي. د نشه يي موادو سوداگران هم د «وژني په لیست» کې شامل دي.

«درشپیگل» د ایساف، امریکا او بریتانيا د ۲۰۰۹م او ۲۰۱۱م کلونو د استخباراتي ادارو د محرمو اسنادو په حواله لیکي دي: «پر طالبانو باندي لاس برتوب ممکن نه دی، مگر دا چې د نشه يي موادو د سوداگرۍ مخه ونیوله شي.»

د آلمان نقش

د آلمان د «بیلد» ورځپاڼي د خپلي سه شنبې ورځي په گڼه کې لیکلي دي چې دغه اسناد ښکاره کوي چې د آلمان پوځ او د دغه هیواد بهرنۍ استخباراتي ادارې، BND، هم په دغه ډول «ښکار» کې لاس لاره.

د ورځپاڼي د رپوټ له مخي، د افغانستان په شمال کې د آلماني پوځ یو قوماندان، تورن جنرال مارکوس کنایپ چې په ۲۰۱۱م کال کې د ایساف د ماموریت په چوکاټ کې هلته دنده تر سره کوله، خپله د «په نښه شوو اشخاصو» په انتخاب کي لاس درلود.

خو دا ادعاوي چې آلمان دي په هدفي وژنو کې فعال نقش ولري، کومه نوې خبره نه ده: په دې هکله له ۲۰۱۰م کال راهيسي رپوټونه شته. په برلین کې د علومو او سیاست د بنسټ لیکوالان د ۲۰۱۲م کال په جنوري میاشت کې د «هدفي وژني» په نامه خپاره شوي رپوټ کې لیکي چې آلمان په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت په چوکاټ کې د اشخاصو د «په نخښه کیدو په پروسه» کې په «غیر مستقیم» ډول دخیل دی، د دغې پروسې له مخي اشخاص باید وپیژندل شي، ونیول شي او د اړتیا په صورت کې په «هدفي» توگه ووژل شي.

په دغه څېړنیز رپوټ کې یادونه شوې ده چې البته آلمان د خپلي ملي ملاحظې څخه کار اخیستی دی، چې له مخي يې د آلمان مرکزي پوځي قومانداني د اشخاصو د په نخښه کولو پروسه کې یوازي «سپارښتي» چلند کړی دی، نه دا چي د «وژلو» له پاره دې خبره کړې وي.

د «آلمان پوځ هلته د گلانو ټولو له پاره نه وو»

خو دا له امکانه لیري نه ده چې ښايي هغه کسان چې د آلمان له خوا پیژندل شوي او یایې سپارښتنه شوې ده، وژل شوي نه وي. د دغه څېړنیز رپوټ لیکوالان وایی: «په دې وجه چې هغوی (مشکوک اشخاصو) ښايی د خپلو نیولو پر ضد له زور زیاتي څخه کار اخیستی وي، ښايي هغوی د غلیم جنگیالي په توگه درجه بندي شوي وي او په دې سره د وژلو د قانوني هدفونو په توگه ټاکل شوي وي.»

په بل عبارت: آیا د المان پوځ د هغو اشخاصو نومونه نورو ته ورکړي دي چې بیا هغوی د دغو اشخاصو په وژلو لاس پوري کړی دی؟ د آلمان د پوځ متقاعد جنرال ایگون رامز، دې پوښتنې ته په ځواب کې وايي چې هو دا «معلومه خبره» ده.

دغه جنرال چې څو کاله د هالند دبرونسوم په ښار کې د «متحدینو دعمومی قوماندۍ» قوماندان وو او په دې سره يې په افغانستان کې د ناتو د ماموریت مسئولیت پر غاړه لاره، په یوه راډیويي مرکه کې وویل: «د آلمان عسکر افغانستان ته د دې له پاره نه ول، تللي چې هلته گواکې گلان راټول کړي.» جنرال رامز زیاته کړه: «دا عادي پوځي عملیات ول.»

د حکومت اپوزسیون د قضیې د روښانتیا غوښتنه کوي

د آلمان حکومت تر اوسه پوري یوازي دومره تصدیق کړې ده، چې د «تر هدف لاندي اشخاصو د لیست» په جوړولو کې يې مرسته کړې ده. حکومت وايی: خو دا چې د دغه لیست له مخي دې څوک قصداً وژل شوی وي، په خبر نه دي. د دغې موضوع په هکله د آلمان د دفاع وزارت ویاند «اووې روت» وویل: «دغه لیست د ولسونو د قوانینو د بشرپالني پر بنسټ جوړ شوی دی او د آلماني قوتونو کشفي نتایجو هم د بالقوه پوځي هدفونو او د هغوی په انتخاب او هویت پیژندنه کې ونډه لرلې ده.

خو د ایساف د دغه په نخښه کولو پروسه کې د آلمان همکاري یوازي د عمل کولو د سپارښتني په توگه ترسره شوې ده. دغه ویاند زیاته کړه ده چې د آلمان حکومت تل دا اعتراض کړی دی چې د هدفي وژنو په مقصد د موبایل تیلفونو په نخښه کول ډير غیر دقیق دي.

خو د حکومت اپوزسیون د دغي قضيې د بشپړي روښانیتا غوښتنه کړې ده. کیڼ اړخي سیاستوال یان وان اکین وویل: «د محکمې له پریکړي پرته د مشکوکو اشخاصو هدفي وژل، په حقیقت کې قتل دی.» د هغه د وینا له مخې، که چیري آلمان رښتیا هم د ناټو د «وژنو لیست» ته نومونه یا تیلفوني شمیرې ورکړي وي، باید دا عمل د جرمي قانون له مخي تعقیب شي. نوموړي سیاستوال یادونه وکړه چې د طالب یاغیانو د راتولونکي په هکله بايد افغانان په خپله تصمیم ونیسی.