آلمان افريقا ته لا ډير پام اړوي | آلمان او نړۍ | DW | 30.04.2013
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان افريقا ته لا ډير پام اړوي

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله د دوشنبې په ورځ په جنوبي اقریقا کې د خپل اقامت پر مهال د افریقا په قاره کې له میشتو هیوادونو څخه وغوښتل چې د دې قارې د ستونزو د حلولو له پاره خپله قوي ژمنه څرگنده کړه.

Außenminister Guido Westerwelle (FDP, l) wird von seiner südafrikanischen Amtskollegin Maite Nkoana-Mashabane am 29.04.2013 im Außenministerium in Pretoria in Südafrika begrüßt. Westerwelle traf Maite Nkoana-Mashabane während seiner fünftägigen Afrikareise zu bilateralen Gesprächen. Foto: Michael Kappeler/dpa +++(c) dpa - Bildfunk+++

Westerwelle Besuch in Südafrika bei Maite Nkoana-Mashabane

گيدو ويستر ويله د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو له وزیري «میته نکایونا ماشاباته»، سره تر لیدنې وروسته وویل: «د افریقا ستونزي، افریقایي حل لارو ته اړتیا لري. دا طبعي خبره ده چې آلمان د هغوی د ملاتړ له پاره چمتو دی. خو د دغو ستونزو د حلولو څرخ باید په خپله په افریقايي هیوادونو کې وڅرخیږي.»

ویستر ویله په دې سره د مالي هیواد ستونزو ته اشاره وکړه. هغه په گانا کي ژمنه وکړه چې آلمان به د مالي هیواد ماموریت ته لا ډیر سرتیری ځانگړي کړي، خو هغه دا خبره روښانه کړه چې په دې اړه به وروستۍ پریکړه د آلمان پارلمان یا «بوندستگ» کوي.

تر اوسه پورې آلمان د خپل هیواد له پارلمان څخه د مالي ماموریت له پاره د ۳۳۰ پوځي روزونکو د استولو اجازه ترلاسه کړې ده.

ویسترویله غواړي گانا، جنوبي افریقا او موزامبیک هیوادونو ته په سفر کولو سره په افریقا کې پر جگړې سربیره هم د دغې قارې مثبتو اړخو ته د نړیوالو توجه واړوي.

د افریقا پیژندني پروفیسور او په لایپڅیگ او ادیس آبابا کې د ماستري د پروگرام مشر، دویچه ویله ته وویل: «د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دغو هیوادونو په ټاکلو سره غوښتل داسې یو انځور وړاندې کړي چې هغه هیوادونه چې اصلاحات رامنځ ته کوي، د هغوی قدرداني کیږي او په دې ترتیب سره دغه خبره روښانه کړي چې په دغو دریو هیوادونو کې ديموکراتیک خوځښت ښه پر کارلویدلی دی او دولتونه یې اقتصاد په سمه توگه رهبري کوي.»

ویسترویله په جنوبي افریقا کې چې د آلمان نزدي اقتصادي ملگری دی، د لا ډیرې اقتصادي همکارۍ غوښتنه وکړه: «هغه څه چې زه یې تل پاته او تر ټولو ښه د حل لاره بولم، پانگونه ده. موږ پانگونې ته اړتیا لرو. موږ سوداگرۍ ته اړتیا لرو. موږ راکړې ورکړې ته اړتیا لرو. او دا زموږ د دواړو په گټه ده چې د دواړو اړخونو له پاره مساوي مشارکت رامنځ ته کړو.»

په گانا کې هم اقتصادي همکارۍ د بحث د موضوعگانو په سر کې وې. ویستر ویله په دې اړه وویل:«زه غواړم ووایم چې گانا په لویدیځي افریقا کې یو کلیدي هیواد دی او د ثبات ریښتنې مرکز دی. موږ په سیمه کې سولې او امنیت ته د گانا د ژمنې هرکلی کوو او په پوره لیوالتیا سره له نزدې څخه د گانا وده او پرمختگ څارو.»

د افریقا پیژندني پروفیسو اولف انگل وایي: «اوس هم ‌ډیر شمیر آلماني لویې او منځنۍ تصدۍ د افرایقا په اړه ډیري هیلې لري. هغوی د افریقا د ودې پر لوړي کچې باندې هم ډیر باور لري.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هم د افریقا په اړه ډیر امیدونه لري او د نړیوال اقتصاد د پرمختگ له پاره ورڅخه د یوې متحرکې قوې په توگه یادونه کوي. د گانا او موزامبیک په هیوادونو کې د اقتصادي ودې کچه د نورو افریقايي هیوادونو په پرتله ډیره لوړه ده، ځکه په دغو هیوادونو ډیر طبعې منابع موجودې دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ویستر ویله د موزامبیک په پلازمینه کې همداراز له امیدوارو میندو سره د مرستي د پروژې لیدنه وکړه. د دغې پروژې په ترڅ کې له هغو امیدوار میندو سره مرسته کیږي چې په HIV اخته دي. موزامبیک د ویسترویله د سفر وروستی تمځای وو.